د لاټرۍ 'ګټونکې' وايي د ۲۶ میلیونو ډالرو ټکټ یې له کالیو سره وینځلی

لاټري

د عکس سرچینه، SMITH COLLECTION/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د کالفورنیا لاټرۍ منتظمین وايي، د پېښې په هکله څېړنه کوي.

د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد کالفورنیا ایالت یوې اوسېدونکې ښځې ا دعا کړې چې د ۲۶ میلیونو ډالرو لاټرۍ (قرعه) ګټونکی ټکټ یې درلود، خو د هغو کالیو په جیب کې ترې پاتې شوی چې وینځلي یې دي.

رپوټونه وايي، د 'سوپر لوټو پلس ' په نامه لاټرۍ دغه ټکټ په یوه سوپر مارکیټ کې پلورل شوی او د امنیتي کمرو په تصویر کې لیدل کېږي چې دغې ښځې ټکټ اخیستی دی.

خو د پنجشنبې پر ورځ د ټکټ بدل کې د جایزې پیسو اخیستو ضرب الاجل تېر شوی دی.

لاټري منتظمین وايي، قرعه اندازي پر ۱۴ نومبر شوې او اصولاً باید د ۱۸۰ ورځو په مودې کې د جایزې پیسې واخیستل شي.

مسوولینو د کالفورنیا وهایټر ډیلي ورځپاڼې ته د چارشنبې پر ورځ ویلي، دغه ښځه مارکیټ ته ورغلې، ادعا یې کړې چې د لاټرۍ ګټونکی ټکټ یې درلود، خو په خبره یې په تېروتنه یې هغو کالیو کې پرې ایښی و چې وینځلي یې دي.

د کالفورنیا لاټرۍ ادارې یوې ویاندې کاتي جانسن دې ورځپاڼې ته ویلي، د مارکیټ کمرې تصویرونه به د جایزې ترلاسه کولو لپاره بسنه و نه کړي، او ''داسې قانع کوونکی ثبوت باید ولرل ‍شي چې د ټکټ ملکیت لرل وښيي '' .

خو اغلې جانسن وايي، د ویډيي کلیپ یوه کافي له لاټرۍ منتظمینو سره شریکه شوې او د دې موضوع په هکله څېړنه پیل شوې ده.

منتظمین وايي، که د ګټوونکي ټکټ ملکیت ثابت نه شي، د جایزې پیسې به د کالفورنیا پر ښوونځیو ووېشل شي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي هغه سوپر مارکیټ چې ګټونکی ټکټ یې پلورلی د جایزې بهیر په لړ کې ۱۳۰ زره ډالر ترلاسه کړي دي.

د لاس اینجلس ټایمز رپوټ کې ویل شوي له دې مخکې داسې خورا کم شوي چې د ګټوونکي ټکټ ملکیت لرونکي نه وي موندل شوي.