د ټیټانیک بېړۍ د ډوبېدو له پېښې د یوه ژوندي پاتې سړي لیک په ۴۰۰ زره ډالر وپلورل شو

د عکس سرچینه، Henry Aldridge & Son Ltd
د ټیټانیک یوه مساپر لخوا د دې کښتۍ له ډوبېدو څو ورځې مخکې لیکل شوی لیک بریتانیا کې په ۴۰۰ زره ډالرو پلورل کېدو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.
د ډګروال ارچیبولډ ګریسي لیک د یکشنبې پر ورځ په ویلتشایر کې د 'هینري الډرېج اېنډ سن' لیلام یا بولۍ مرکز کې د یوه ناپېژانده پېرودونکي لخوا وپلورل شو.
اټکل دا کېده چې دغه لیک به ښايي تر ۶۰ زره پونډو وپلورل شي، خو تر دې پنځه برابره ډېرې پیسې یې جوړې کړې.
دا لیک "وړاند ویونکی" بلل شوی، ځکه په هغه کې راغلي چې ډګروال ګریسي خپل یوه اشنا ته ویلي و، دی به تر هغې وروسته د دې "بېړنۍ د ښهوالي" قضاوت وکړي چې سفر یې پای ته ورسېږي.
پر دغه لیک د ۱۹۱۲ کال د اپریل ۱۰مه نېټه لیکل شوې وه، هغه ورځ چې نوموړی په ساوتامپټن کې ټیټانیک کې سپور شو. دا بېړۍ پنځه ورځې وروسته په شمالي اتلانتیک سمندر کې د کنګل له یوې ټوټې سره تر ټکر کېدو وروسته ډوبه شوه.
ډګروال ګریسي د ټيټانیک د هغو شاوخوا ۲۲۰۰ مساپرو او عملې له ډلې و چې نیویارک ته روان وو. دې پېښه کې له ۱۵۰۰ ډېر کسان مړه شول.
د فرسټکلاس یا اعلی درجې دغه مساپر دا لیک د بېړۍ په C51 کابین کې لیکلی او د ۱۹۱۲ کال د اپرېل ۱۱مه داسې مهال استول شوی و چې دې کښتۍ د ایرلنډ په کوینزټاون کې پړاو اچولی و. د اپرېل ۱۲مه پرې د لندن پوست ټاپه هم وهل شوې وه.
هغه لیلاموونکي چې د دغه لیک د خرڅلاو اسانتیا یې برابره کړې وه، ویلي چې دې لیک په ټیټانیک کې د شویو لیکنو له منځه تر ټولو لوړه بیه ترلاسه کړې ده.
د ډګروال ګریسي لخوا د دې بېړۍ د ډوبېدو کیسه هم ډېره مشهوره ده.
هغه وروسته د 'ټیټانیک په اړه حقیقت' په نوم کتاب ولیکه، چې په دې بېړۍ کې یې پر خپلو سترګو د لیدلې حال کیسې او تجربې پکې شریکې کړې دي.
هغه د دې کیسه کړې چې څنګه په دغو سړو او کنګلینو اوبو کې د ژغورنې یوې اوښتې کوچنۍ کښتۍ ته په ختلو سره ژوندی پاتې شو.
نوموړي لیکلي، تر نیمایي ډېر سړي چې د ژغورنې دې کښتۍ ته یې ځانانونه رسولي وو، د ستړیا یا یخنۍ له امله مړه شول.
پخپله ډګروال ګریسي که څه هم له دې ناورینه ژوندی وتلی و، خو روغتیا یې د هایپوترمیا او فزیکي ټپونو له امله سخته اغېزمنه شوې وه.
هغه د ۱۹۱۲ کال د ډسمبر پر دویمه کوما ته ولاړ او دوه ورځې وروسته د شکر ناروغۍ اړوندو روغتیايي ستونزو له کبله مړ شو.












