د ټیټانیک بېړۍ د یوه مسافر د سرو زرو جیبي ګړۍ په ۹۰۰ زره پونډه وپلورل شوه

ګړۍ

د عکس سرچینه، HENRY ALDRIDGE & SONS

د ټیټانیک په بېړۍ کې د تر ټولو یوه بډایه مسافر د سرو زرو جیبي ګړۍ د هغې د وړاندیز شوې بیې قشپږ برابره لوړه په ۹۰۰ زره پونډو وپلورل شوه.

دا ساعت د سوداګر جان جیکب استور پورې اړه لري او اټکل کېده چې په ۱۵۰ زره پونډو به وپلورل شي.

د مالیاتو او فیسونو په شمول، د ساعت پېرودونکی به یو میلیون او ۱۷۵ زره پونډه ورکړي، چې د لیلام د سمبالګر په وینا، ټول لګښت یې "نړیوال ریکارډ" ګڼل کېږي.

د بل ټیټانیک توکي لپاره تر ټولو لوړه بیه تادیه شوې وایلون و چې په ۹۰۰ زره پونډو وپلورل شو، مګر په هغه وخت کې له مالیاتو او فیسونو سره، وروستۍ بیه یو میلیون او سل زره پونډه وه.

وایلون، چې له ټیټانیک پاتې "نایابه" ټوټه ګڼل کېږي، په ۲۰۱۳ کې په جلا توګه لیلام شو.

بکس

د عکس سرچینه، HENRY ALDRIDGE & SONS

د عکس تشریح، د وایلیون دا بکسه پر والیس هارټلي پورې اړه لري چې د کښتۍ د ډوبېدو په وخت کې یې د مسافرینو د آرامولو لپاره وایلون غږاوه.

په دې لیلام کې د وایلون د څرمن بکس هم د هغه سړي و او په ۲۹۰ زره پونډه پلورل شو چې په ۱۹۱۲ کې د کښتۍ د ډوبېدو پرمهال یې پر سټیج د آرکسټرا رهبري کوله.

ټیټانیک بېړۍ له ساوت همپټون نیویارک ته روانه وه چې د ۱۹۱۲ کال د اپرېل په ۱۴ نېټه په شمالي اتلانتیک کې له یوه کنګلي غره سره ټکر شوه. په دې پېښه کې تر ۱۵۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه ګړۍ او د وایلون قهوه‌يي رنګه له څرمن جوړ بکس په کښتۍ کې پر دوو مسافرو پورې اړه لرله او دا توکي له اوبو څځه د دوی د مالکینو د جسدونو له موندلو وروسته ترلاسه شوي.

ماهرین وايي، د ټایټانیک پاتې شوني د اوقیانوس سمندر په شمالي برخه کې تر اوبو لاندې پراته دي.

HERITAGE AUCTIONS

د عکس سرچینه، HERITAGE AUCTIONS

هغه لرګینه دړه، چې د هالیووډ د نړۍ په نامتو فلم "ټیټانیک" کې پرې د اتلې روز ډیویت بوکاتر) ژوند ژغورل شوی و، په څه باندې ۷ میلیونه ډالره لیلام شوې.

د لرغونو آثارو د لیلام کور د ورکړل شویو مالوماتو په وینا، دا لرګینه دړه چې ډېر کله د دروازې په نامه خلک پرې تېروځي د ټیتانیک بېړۍ له ډوبېدو وروسته په ۱۹۱۲ کال کې د دې بېړۍ له پاتې شونو وه.

د دې بحث په ځواب کې چې آیا پر دې لرګینه تخته روز او جک دواړه سپاره شوي، د لیلام کور وايي، "تخته تقریبا اته فوټه اوږده او ۴۱ انچه پراخه ده."

په دغه لیلام کې نور لرغوني توکي هم ایښودل شوي و چې ۱۵۶،۸ میلیونه ډالرو یې راټول کړل.