د ورک شوي اوبتل لټه؛ د امریکا ساحلي ساتونکو "تر اوبو لاندې غږیز سیګنالونه" اورېدلي

د عکس سرچینه، OceanGate
د متحده ایالاتو ساحلي ساتونکو منلې، چې د ورک شوي اوبتل د لټون په درشل کې یې تر اوبو لاندې سیګنالونه اورېدلې دي.
خو ځینې کارپوهان وايي، دا له وخته وړاندې ده چې وویل شي دغه سیګنالونه دې "حتما" د انسانانو وي. دوی شک لري چې ښايي دغه غږونه د کبانو او یا هم نورو سمندري ژویو وي.
یو سیاحتي اوبتل، چې د ټایټانیک بېړۍ پاتې شونو لیدو پسې سمندر ته کوز شوی و، بې درکه شوی دی.
دا اوبتل د یکشنبې پر ورځ ګهیځ په داسې حال کې سمندر ته ننوت، چې پنځه سیلانیان پکې ناست و، خو پاو کم دوه ساعته وروسته په ژورو اوبو کې بې درکه شو.
ټاکل شوې له سیلانیانو سره اکسیجن سبا پنج شنبه د ورځې نیمايي کې ختم شوي. له دوی سره د سفر پرمهال په اوبتل کې د پنځو ورځو اکسیجن و.
اټکل کېږي، چې دا اوبتل به ۴،۰۰۰ متره ژور اوبو کې ډوب شوی وي. تر دې کچې ژوره برخه کې ژغورونکي اوبتلونه د کار کولو وړتیا نه لري.
ورک شوی اوبتل داسې جوړ شوی، چې د لېږدونکو لپاره د پنځو ورځو اکسیجن په کې ځای په ځای شوی دی.
اوس مهال د دې اوبتل د موندلو او د سپرلۍ د ژغورلو لپاره پراخ عملیات پیل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې اوبتل څښتن شرکت اوشین ګېټ اکسپیډیشنز وايي، د اوبتل سپرلۍ ژغورلو لپاره ټولې لارې چارې څاري.
د ۵۸ کلن برتانوي سوداګر او سپړونکي هامیش هارډینګ کورنۍ وايي، چې نوموړی هم په دې اوبتل کې دی چې دمګړۍ نادرکه دی.
سیلانیان کله ناکله د سمندر دې برخې ته ځي.
دوی د همدې اوبتلونو په مټ ۳،۸۰۰ متره ژور ځي او د د ټایټانیک بېړۍ د پاتې شونو ننداره کوي.
ماهرین وايي، د ټایټانیک پاتې شوني د اوقیانوس سمندر په شمالي برخه کې تر اوبو لاندې پراته دي.
ټایټانیک په خپل وخت کې د نړۍ تر ټولو ستره بېړۍ بلل کېده، خو د ۱۹۱۲ کال د اپریل پر پنځلسمه شپه په سمندر کې د کنګل له یوې غونډۍ سره ټکر او ډوب شوه.
د یادونې ده، چې دا د ټایټانیک لومړنۍ سفر و، چې د بریتانیا له ساوت همپټن ساحله یې د امریکا نیویارک ته پیل کړی و.
د ټایټانیک ډوبېدو پېښه کې ۱۵۰۰ کسان مړه شوي وو.











