اینډیورنس؛ هغه بېړۍ چې ۱۰۷ کاله وروسته وموندل شوه

د عکس سرچینه، FMHT/NATIONAL GEOGRAPHIC
ساینس پوهانو د هغې مشهورې بېړۍ پاتې شونې وموندل چې ۱۰۷ کاله وړاندې د یوه اکتشافي سفر پر مهال انترکتیکا کې ډوبه شوې وه.
د اینډیورنس په نامه دغه بېړۍ د 'سر ایرنېسټ شکلټون' په نوم د یوه بریتانیايي مکتشف وه چې یوه اوونۍ وړاندې د ووډل سمندر په تل کې وموندل شوه.
دا کښتۍ په ۱۹۱۵ کال کې د یوه سلطنتي ماموریت پر مهال د یخ ټوټو سره له لګېدو وروسته ډوبه شوه خو شېکلټن او ملګري یې په دې بریالي شول چې پلي او د وړو بېړیو په مرسته ځانونه وژغوري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایډیورنس بېړۍ د پاتې شونو ویډيو ګانې چې د ساینس پوهانو له خوا د سمندر په تل کې اخیستل شوي دا ښکاروي چې دا کښتۍ تر ډېره روغه پاتې شوې ده.
د څېړونکو په وینا سره له دې چې دا بېړۍ تر یوې پېړۍ زیاته موده درې کیلو مټره ژوره د سمندر تل کې پرته ده خو لا هم په همغه بڼه ده چې څرنګه د ۱۹۱۵ کال د نومبر میاشت کې ډوبه شوې وه.

د عکس سرچینه، SPRI/UNI OF CAMBRIDGE
سره له دې چې د کښتۍ تختې، لرګي او تیر خوسا شوي خو لا هم له یو بل سره نښتي او د کښتۍ لیکل شوی نوم پرې په واضح بڼه ښکاري.
سمندریز لرغونپوه منسون باونډ چې د اینډیورنس کښتۍ د پلټونکې ډلې غړی دی او په پنځوسو کلونو کې د خپل کاري ژوند تر ټولو لویې هیلې ته رسېدلی وايي: " که مبالغه و نه کړم نو دا د سمندر تل کې جوړه پاتې لومړنۍ لرګینه بېړۍ ده چې تر دې دمه مې کتلې. روغه، له کوم بدلون پرته د سمندر په تل کې خوندي پرته ده."
دا ورکه شوې بېړۍ د فالکلنډ سمندریز میراث د خوندیتوب ادارې له خوا د سویلي افریقا د یوه کنګل ماتوونکي په مرسته موندل شوې ده.

د عکس سرچینه، FMHT AND NATIONAL GEOGRAPHIC
د پلټونکې ډلې مشر ډاکتر جان شیرز کمېره کې د کښتۍ اخیستل شوي انځورونو د نندارې شېبې له حیرانتیا ډکې شېبې بللي او ويلي یې دي: "د دې کښتۍ د پاتې شونو موندل نه باور کېدونکې لاسته راوړنه ده. مونږ د سړې هوا، شدیدو بارانونو او واورې سره سره بیا هم وکولای شول چې دا تر ټولو سخت ماموریت بشپړ کړو. داسې څه مو ترسره کړل چې ډېرو ته ناشوني ښکارېدل."
د اینډیورنس کښتۍ ۱۰۰۳ متره لاندې د سمندر تل کې وموندل شوه.
اوبتلونه له دوو اونیو زیاته موده د سمندر تل کې په پلټنې بوخت وو او بلاخره د شنبې پر ورځ یې چې د دې بېړۍ د خاوند 'شکلتن' له سلم تلین سره برابرېږي، د هغې په موندلو بریالي شول.

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency
د انترکتیکا د قانون له مخې د موندل شوې بېړۍ پاتې شونې باید له لاسوهنې پرته پر خپل ځای پاتې شي او هېڅ کومه برخه یې را ونه ایستل شي.








