د ډوبې شوې بېړۍ پاتې شونو په لټون پسې سمندر ته کوز شوی اوبتل بې درکه شو

Titan submersible from OceanGate

د عکس سرچینه، OceanGate

په امریکا او کاناډا کې مسوولین پرلپسې هڅې کوي، هغه اوبتل ومومي، چې د ټایټانیک بېړۍ پاتې شونو پسې سمندر ته کوز شوی او بې درکه دی.

دا اوبتل د یکشنبې پر ورځ ګهیځ په داسې حال کې سمندر ته ننوت، چې پنځه سیلانیان پکې ناست و، خو پاو کم دوه ساعته وروسته په ژورو اوبو کې بې درکه شو. پاکستانی الاصله سوداګر شاهزاده داوود او زوی یې سلیمان هم په دې پنځو کسانو کې شامل دي.

په ۲۶۹ متره اوږده ټائټیانیک کې ۳۳۰۰ کسان ناست وو، چې ډوبه شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۶۹ متره اوږده ټائټیانیک کې ۳۳۰۰ کسان ناست وو، چې ډوبه شوه.

د دې اوبتل څښتن اوشین ګېټ اکسپیډیشنز شرکت وايي، له اوبتل سره د بیا اړیکې نیولو لړ کې چارواکي ورسره بشپړه مرسته کوي. ماهرین وايي، د دوشنبې ورځې تر ماسپښینه داسې فکر کېده، چې د اوبتل سپرلۍ د څلورو ورځو لپاره د اکسیجن ګاز زېرمه له ځان سره لري.

ټایټانیک په خپل وخت کې د نړۍ تر ټولو ستره بېړۍ بلل کېده، خو د ۱۹۱۲ کال د اپریل پر پنځلسمه شپه په سمندر کې د کنګل له یوې غونډۍ سره ټکر او ډوب شوه. د یادونې ده، چې دا د ټایټانیک لومړنۍ سفر و، چې د بریتانیا له ساوت همپټن ساحله یې د امریکا نیویارک ته پیل کړی و. د ټایټانیک ډوبېدو پېښه کې ۱۵۰۰ کسان مړه شوي وو.

ټایټانیک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټایټانیک پاتې شوني شمالي اوقیانوس سمندر کې موندل شوي وو.

وروسته د امریکا حکومت ځینې اسناد افشا شول، چې له مخې یې ماهرین وايي، د ټایټانیک پاتې شوني د اوقیانوس سمندر په شمالي برخه کې تر اوبو لاندې پراته دي، او دا سیمه د کاناډا له نیو فاونډلنډ له ساحله ۳۸۰۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري.

دې سیمې ته د سمندرتل ماهر ایلن رفمین د ټایټانیک کینن نوم وړاندیز کړ، چې د بېړۍ مخکینۍ او شاتنۍ برخې پاتې شوني پکې په پراخه ساحه کې ویړ پراته دي. د امریکا استخباراتو یو افسر رابرټ بیلارډ په هغو کسانو کې شامل وو، چې په ۱۹۸۰ کال کې د ټایټانیک موندلو پټ ماموریت ورسپارل شوی و.

د امریکا سمندري پوځ دوی ته په دې شرط د ټایټانیک پاتې شونو لټون لپاره وسایل ورکړي وو، چې د ۱۹۶۰ مې لسیزې په اوږدو کې به د امریکا دوه بې درکه شوي اتومي اوبتلونه هم لټوي.

۱۹۱۲ کال کې چې د بېړۍ ډوبېدو خبر نیویارک ته ورسېد، نو ځايي اوسېدونکي د ورځپاڼو دفترونو مخې ته راټول شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۱۲ کال کې چې د بېړۍ ډوبېدو خبر نیویارک ته ورسېد، نو ځايي اوسېدونکي د ورځپاڼو دفترونو مخې ته راټول شوي وو.

د ټایټانیک لټون په پلمه د امریکا بې درکه اوبتلونو موندلو ماموریت په ۱۹۸۵ کې کامیاب شو، د دواړو اوبتلونو تھریشر او یو ایس ایس اسکارپین پاتې شوني وموندل شول، خو ټایټانیک پاتې شوني په داسې حال کې لا هم نه وو موندل شوي چې دوی ته په کرایه ورکړل شوې کښتۍ یوازې ۱۲ ورځې نورې درلودې.

بالاخره د همدې کال یانې ۱۹۸۵ په سپتمبر کې د ټائیټانیک پاتې شوني هم وموندل شول او په ۲۰۲۱ کال کې له بي بي سي سره یوه مرکه کې بیلارډ وویل، د ټایټانیک په لیدو ډېر خوښ شول، خو په وینا یې ژر یې خوښي په خواشینۍ بدله شوه. ده وویل: موږ پوه شوو، چې د یو چا پر قبر ولاړ یو او خاندو، ځکه وشرمېدو.