یوې مېرمنې د خپل پلار لپاره زرګونه کېلو متره منډې وهلو ته زړه ښه کړی

هانا کاکس چې هندي نیکونو یې د بریتانوۍ ختیځ هند کمپنۍ لپاره کار کړی و، وايي له ۲۰۱۴ کال راهیسې لېواله وه چې ۴۲۰۰ کیلومتره وځغلي.

د عکس سرچینه، Hannah Cox

د عکس تشریح، هانا پلان لري چې په اکټوبر میاشت کې سفر پیل کړي.

یوه ښځه وايي، د "تصادفي پیښو یوه لړۍ" د دې لامل شوه چې هغه د خپل پلار د یاد لپاره د سوېلي اسیا په اوږدو کې ۱۰۰ورځنۍ منډې وهلو ته زړه ښه کړي.

هانا کاکس چې هندي نیکونو یې د بریتانوۍ ختیځ هند کمپنۍ لپاره کار کړی و، وايي له ۲۰۱۴ کال راهیسې لېواله وه چې ۴۲۰۰ کیلومتره وځغلي.

دا ځکه پر دې لاره ځغاستې ته خوشاله ده چې دغه لار یو وخت په هند کې د واکنو بریتانویانو لخوا د مالګې د جنجالي مالیې پلي کولو لپاره کارول کېده. دغې مېرمنې یې په اړه ولوستل او پر همدې لار یې منډو وهلو ته ملا وتړله.

هغې په پیل کې پلان درلود چې پر دغه لار د موټر په وسیله لاړه شي خو کله چې تېر کال ۴۰ کلنه شوه نو پرېکړه یې وکړه چې دا لاره به پرله‌پسې په منډه ووهي. د هغې په وینا، غواړي "کیسه بدله کړي" او د سوداګرۍ د پرمختګ سبب وګرځي.

مېرمن کاکس، چې د مانچسټر په ټېمسایډ کې د کانال په یوه وړه کښتۍ کې ژوند کوي، وايي اوږده سفرونه یې خوښ دي. هغې په ۲۰۱۷ کال کې له بریتانیې تر بوتانه د ځمکې له لارې سفر کړی و.

خو د هغې هندی پلار چې په ۲۰۱۱ کال کې ومړ، نو هند ته یې نور هم زړه ور ړنګ شو.

که څه هم د هغې پلار په هند کې زېږېدلی و خو فکر کېږي کورنۍ یې له اروپا ورغلې وه چې ډېری غړو یې هند په ختیځ کې په بریتانوۍ کمپنۍ کې کار کاوه. هغه کمپني چې د تاریخ له تر ټولو ځواکمنو شرکتونو ګڼل کېږي.

ډېرک کاکس په کلکته کې زیږیدلی او په ۱۹۶۰ لسیزه کې انګلستان ته تللی و.

د عکس سرچینه، Hannah Cox

د عکس تشریح، ډېرک کاکس په کلکته کې زیږیدلی او په ۱۹۶۰ لسیزه کې بریتانیا ته تللی و.

هغه په ۱۹۶۰مو کلونو کې بریتانیا ته کډه شوی و. لور یې وايي، دا ورته په زړه‌پورې ده چې "پلار یې له بل هېواده راغلی و"

هغې وویل: "زه په تاریخ ډېره نه پوهېدم، موږ یې په ماشومتوب کې په اړه ډېر څه نه وو زده کړي."

هغې زیاته کړه: "کله مې چې پلار په ۲۰۱۱ کال کې مړ شو، ما رښتیا هم له هندي کلتور سره جلاوالی حس کړ."

۴۱ کلنه هانا چې په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې کورنۍ تاریخي کورونه په هند کې لیدلي، وايي د دغې کمپنۍ د ډېرو ارزښتونو مخالفه ده. ځکه کمپنۍ د غلامانو په کار او مالي استحصال تکیه کوله.

د خپلواکۍ مبارز مهاتما ګاندي په ۱۹۳۰ کال کې د مالګې د مالیاتو پر وړاندې د لاریون مشري وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خپلواکۍ مبارز مهاتما ګاندي په ۱۹۳۰ کال کې د مالګې د مالیاتو پر وړاندې د لاریون مشري وکړه.

هغه هیله لري چې د منډې وهلو له امله به د هند هغه لږې پېژندل شوې پولې په اړه خبرې راوباسي چې د مالګې د مالیې او د ساحلي سیمو د مالګې د لېږد د محدودولو لپاره کارول کېده چې د بریتانوي حکومت لاندې ایالتونو ته یې لاره ټاکله.

د مالګې مالیه، په دې مانا وه چې له امله یې ډېری هندیانو د دې اساسي توکي اخېستو توان نه درلوده، وروسته وکیل او فعال مهاتما ګاندهي هڅول چې په ۱۹۳۰ کال کې د بریتانوي واک پر ضد لاریون کې برخه واخلي.

مېرمن کاکس هیله لري چې د سوداګریزو شبکو لپاره ۱ میلیونه پونډه راټول کړي، څو د شرکتونود پرمختګ لامل شي او پاېښت هم ومومي.

هغې زیاته کړه: "هدف دا نه دی چې خلک د خپلو غوراويو له امله بد احساس وکړي، بلکې دا دی چې دوی وهڅول شي چې غوره انتخابونه وکړي."

هغې وویل: "دا اسانه ده چې هر څه په نورو ور واړوو خو موږ باید دا وګورو چې د یو کس په توګه چېرته بدلون راوستلی شو او دا زما خپله لاره ده چې تغیر راولم."

مېرمن هانا پلان لري چې کلکتې ته د تګ پر مهال له پلازمېنې ډیلي څخه تېر شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مېرمن هانا پلان لري چې کلکتې ته د تګ پر مهال له پلازمېنې ډیلي څخه تېر شي.

هغې وویل، غواړي سوداګرو ته د کاروبار د پرمختګ چلونه ور وزده کړي. همدا راز هیله لري چې د ځغاستې له لارې نور خلک هم فکر کولو ته وهڅوي.

دغه مېرمن د ملا دردونو ستونزه لري خو ځان یې په دې لا ځواکمن کړ چې د یوې اونۍ په اوږدو کې یې د جون په میاشت کې د بریتانیا له یوې څنډې تر بلې منډې ووهلې.

هغې له کار مخکې او وروسته ورزش کړی.

هند ته له تګ وړاندې به ځانګړې روزنه ترلاسه کړي. هلته یې پلان دی چې ډېلي ښار او تاج محل ته نېږدې منډې ووهي او د خپل پلار کور چې په لویدیز بنګال کې، هم وویني.

هغې وویل: "هوا به لا هم ګرمه وي خو له هنده ډېرو کسانو راته ویلي چې دا به د منډو وهلو لپاره تر ټولو سړه او مناسبه دوره وي."

هغې زیاته کړه: "دا زما د ذهني روغتیا لپاره ډېره ښه ده. دا د طبیعت سره د اړیکې یوه عالي لار ده."