د هند هغه ښار چې د شپې لکه پاریس داسې ځلېږي

د عمومي پوستې دفتر (GPO) دغه ودانۍ ۱۵۷ کلنه ده او د کلکتې ښار یوه له خورا پېژندل شویو نښانونو ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya

د عکس تشریح، د عمومي پوستې دفتر (GPO) دغه ودانۍ ۱۵۷ کلنه ده او د کلکتې ښار یوه له خورا پېژندل شویو نښانونو ګڼل کېږي.

هغه بس، چې په اېرکنډیشن سمبال دی، د ختیځ هند د کلکتې ښار کې له ګڼې، ګوڼې ډکو سړکونو تېرېږي. په کې سپاره ګرځندویان د لارښود سوجوی سن خبرو ته غوږ، غوږ دي، نوموړي سیلانیانو ته د مشهورو ځایونه په اړه مالومات ورکوي.

ښاغلي سن د کلکتې ښار تاریخ په اړ لکه: د انګریز وخت د پوست دفتر، د وایسراي ماڼۍ، د هندو او جین معبدونه، د یوناني او پورتګالي کلیساوو، انګلیکن کلیسا، د ازادۍ د هغو مبارزینو کورونو په اړه چې له انګریزانو سره جنګېدلي او د هغو سوداګرو د ماڼیو په باب، چې د انګریزانو په وخت کې شتمن شول، خبرې کوي.

خو د نورو سیلاني سفرونو خلاف، چې د ورځي کېږي، د ګرځندویانو دا سفر له شپې دی، ځکه په دې سفر کې د تاریخ او ودانیو تر څنګ، هغه څراغونه هم مهم دي چې ودانۍ یې روښانه او ښایسته کړې دي.

په کلکتې ښار کې د شپې له خوا د تاریخي ودانیو او په زړه پورې ځایونو روښانولو، یوه مهمه پروژه ده. ښاغلی سن، چې د ګرځندویانو شرکت لري، په یوه ورځپاڼه کې هغه مقاله ولوسته، چې په کې ویل شوي وو، ځینې خلک زړې ودانۍ په څراغونو روښانه او ښکلي کوي، نو هغه هم د یادو ودانیو نوملړ را واخیست او له نژدې یې د هغوی د نندارې نیت وکړ.

سن وایي: "د دې مطلب له لوستو وروسته حیران شوم. ما پاریس د شپې له خوا لیدلی و، نه پوهېدم، چې کلکته هم د پاریس په شان ښایسته کېدای شي. له دې هر څه وروسته مې له ځان سره وویل، زه باید په نورو خلکو هم د کلکتې د ښکلو ماښامونو ننداره وکړم."

هیمانجلي سنکر، چې په کلکته کې پیدا شوې او اوس په ډیلي کې اوسېږي، د دې سفر یوه ګډونواله ده. هغې را ته وویل: "ودانۍ خو مې مخکې هم لیدلې وې، خو اوس چې په څراغونو روښانه او ښایسته شوې، نو بیا لیدل یې را ته په زړه پورې وو. دغو څراغونو ودانیو ته نوی روح ور بخښلی دی."

دا پروژه د کلکتې رغوونکي په نوم خلکو یوې ډلې له خوا عملي کېږي.

مُدر پتیریا، چې د دې پروژې یو برخوال دی، وایي: "د دې پروژې د سمبالولو لپاره نه رسمي اداره نشته، نه کومه کمېټه لرو او نه هم مشر لرو. بلکې دا یوازې یو نوم دی او د واټس‌اپ د یو ګروپ په مټ اداره کېږي."

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د یو ارمني جوړونکي لخوا جوړ شوی، کوینز مینشن یو میراثي نښه ده.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya

د عکس تشریح، د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د یو ارمني جوړونکي لخوا جوړ شوی، کوینز مینشن یو میراثي نښه ده.
راج بهون، چې پخوا د والي ماڼۍ وه، د کلکتې د استعماري دورې له لویو ودانیو یوه ده.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya

د عکس تشریح، راج بهون، چې پخوا د والي ماڼۍ وه، د کلکتې د استعماري دورې له لویو ودانیو یوه ده.

هغه وایي، په پیل کې مې په څراغونو د ښار روښانولو پلان نه درلود، خو یو ورځ مې یو زوړ مارکېټ ولید، چې په هغه کې لویې ګنبدې او مات ساعت ته مې پام شو. د ساعت شمېرې یې په بنګالي ژبه لیکل شوې وې. د ګنبدې د رنګولو لپاره مې له ملګرو پیسې راټولې کړې.

وایي: "کله چې مې ګبندې ته رنګ ورکاوه، له ځان سره مې وویل، د ورځې ښه ښکاري، خو له ماښام وروسته نه لیدل کېږي، نو یو ځل بیا مې له ملګرو پیسې راټولې کړې او څراغونه مو پرې ولګول."

کله چې هغه ته له را ټولو شوو پیسو لږ پاتې شوې، نو په هغه یې په شمالي کلکته کې یو مندر روښانه کړ. د اېل اې ډي څراغونو ژېړې رڼا د معبد د ډبرو نقشونه د نندارې وړ کړل، ځکه دا نقشونه د لمر رڼا ته نه ښکارېدل.

وروسته نو د ښاغلي پتیریا همدا کار شو، ورو - ورو یې نورې ودانۍ هم روښانه کړې: د جیولوجي سروې ودانۍ، بیا د ښار تر ټولو مشهوره ودانۍ، یانې د والي ماڼۍ (راج بهون) چې یو وخت د بریتانوي وایسراي کور و په څراغونو ځل و بل کړې.

هغه وایي: "په شاوخوا ۲۱ میاشتو کې مو ۹۲ ودانۍ په څراغونو سمبال کړې. طریقه یې ډېره ساده ده: ودانۍ ستا ده، څراغونه زموږ دي. ته یې یوازې د برېښنا بیل ورکوه، خو په نندارې به یې د ټولو سترګې خوږې وي."

د برهاني جومات، چې د خپلو حیرانونکو ګنبدونو او منارو په وجه، د بوهرا مسلمانانو لپاره د ښار یو له مشهورو جوماتونو څخه دی.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya

د عکس تشریح، د برهاني جومات، چې د خپلو حیرانونکو ګنبدونو او منارو په وجه، د بوهرا مسلمانانو لپاره د ښار یو له مشهورو جوماتونو څخه دی.
په شمالي کلکته کې په څراغونو روښانه شوی، کلاچانډ معبد.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya

د عکس تشریح، په شمالي کلکته کې په څراغونو روښانه شوی، کلاچانډ معبد.

د څراغونو ډیزاینر، سویاش نرساریا، وایي: "موږ ډېرې ازموینې وکړې. د څراغونو رڼا مو د ښې نندارې په موخه ور کمه کړه، ځایونه مو ور بدل کړل او څراغونه مو په پوړونو کې ولګول، ترڅو ستنې، زنګولۍ او انځورونه ښه ښکاره شي."

کله چې د ښاري ودانیو د روښانولو پروژه پراخه شوه، د ښاغلي پتیریا یوې بلې ستونزې ته پام شو، هغه دا چې ډېری ودانۍ په ناوړه وضعیت کې دي او د څراغونو رڼا دا خرابوالی نور هم څرګند کړ. نو د ودانیو د بیارغونې پرېکړه یې هم وکړه.

د بېلګې په ډول، د هانګ په نوم د ۱۵۰ کلن مارکېټ ودانۍ یادولای شو. دا یو لوی مارکېټ دی چې د ګوتیک په سبک جوړ شوی دی. دلته هر څه پیدا کېږي، لکه توتیان، د بانډیل پنیر او د یهودانو له بېکرۍ د کریسمس کېکونه.

خو د یاد مارکېټ ساعت کار نه کاوه. بام یې خراب شوی و، د باران له کبله یې تختې ورستې شوې وې، نو باید لومړی یې د ساعت برج رغولی وای، بیا د ساعت غم خوړلی وای، خو د ساعت جوړول اسانه کار نه و، ځکه پېړۍ پرې اوښتې وه.

له ښه مرغه، ښاغلي پتیریا یو کس پیدا کړ چې د ساعت په جوړولو پوهېده. د دغه ساعت جوړونکی نوم سواپان دت دی. د هغه نیکه په هند کې د انګریزانو پر مهال د کوک او کېلوي په نوم کمپنۍ کې د ساعت تخنیک کار و.

ښاغلی دت چې خلک ور ته 'ګړۍ بابو' یا 'د ساعت سړی' هم وایي، ډېر خوشحاله دی چې د هاګ مارکېټ ساعت د جوړېدو چارې ور سپارل شوې. نوموړي دا ساعت د کلکتې د ساعتونو ستوری بولي، ځکه هر ۱۵ دقیقې وروسته یو نوی ږغ کوي او دا ږغ له کلونو راهیسې په دې ښاره کې غلی و.

د ډالهوزي په نوم سیمه، د حکومت څوکۍ او د روښانه ودانیو یوه بېلګه.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya

د عکس تشریح، د ډالهوزي په نوم سیمه، د حکومت څوکۍ او د روښانه ودانیو یوه بېلګه.
په کلکتې کې د ملکې ویکټوریا یادګاري مجسمه. له برونزو جوړه د ۱۶ فوټو په جګوالي دا مجسمه داسې جوړه شوې ده، چې له باد سره خپل مسیر بدلوي.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya

د عکس تشریح، په کلکتې کې د ملکې ویکټوریا یادګاري مجسمه. له برونزو جوړه د ۱۶ فوټو په جګوالي دا مجسمه داسې جوړه شوې ده، چې له باد سره خپل مسیر بدلوي.

هغه وایي: "دا ساعتونه کلونه کېږي چې له کاره لوېدلي دي. لومړی یې باید له کاره لوېدلی ځای مالوم کړو، ورکې پرزې بېرته را پیدا او جوړې کړو او پر ساعت یې برابر کړو."

هغه باور لري چې د کلکتې برج ساعتونه به یو ځل بیا زنګونه ووهي. هغه تر اوسه د کلیساوو، کنیسې او زړو مارکېټونو شپږ ساعتونه رغولي دي.

د کلکتې د بیا رغونې موخه یوازې د ودانیو روښانول نه، بلکې د ښار پخواني برم را ژوندی کول هم دی.

کلکته یو وخت د بریتانوي هند پلازمېنه وه، خو له ازادۍ وروسته دا ښار له پامه ورغځول شو. د دې ښار ځانګړې ودانۍ – نیوکلاسیک، ګوتیک او آرټ ډیکو ورو، ورو له منځه ځي. زړې ودانۍ یې نړېږي او پر ځای یې اپارتمانونه او مارکېټونه جوړېږي. یانې د تاریخ پرتله د ځمکې قیمت ته ډېر ارزښت ورکول کېږي، بله دا چې د تاریخي ودانیو خاوندان د هغوی د بیاروغوني وس هم نه لري.

هیمانجلي سنکر وایي: "موږ ډېر کله شکایت کاوه، چې کلکته له وخت سره سم حرکت نه کوي، اوس دا د خوشحالۍ ځای دی، چې خلک دا ښار او ودانۍ یې خوښوي."

خو په یوه سوداګر ښار کې کله نا کله تاریخ بې ارزښت کېږي او ځای ګټه، وټه نیسي.

د ماګن ډیویډ کنیسه ساعت برج - د ښار یو له خورا مشهورو یهودي ځایونو دی.

د عکس سرچینه، Mudar Patherya

د عکس تشریح، د ماګن ډیویډ کنیسه ساعت برج - د ښار یو له خورا مشهورو یهودي ځایونو دی.
د بېرته راستنیدونکو لیکونو دفتر - د سره خښتو استعماري ودانۍ چې یو وخت یې په کلکته کې د نه رسولو وړ لیکونه اداره کول.

د عکس سرچینه، Bishan Samaddar

د عکس تشریح، د بېرته راستنیدونکو لیکونو دفتر - د سره خښتو استعماري ودانۍ چې یو وخت یې په کلکته کې د نه رسولو وړ لیکونه اداره کول.

ښاغلی پتیریا هڅه کوي، وښيي د تاریخ رغونه هم د خلکو په مرسته کېدای شي. هغه وایي: "په کلکته کې د یوې شتمنې سیمې اپارتمان ۱۵۰ میلیونه روپۍ بیه لري. خو موږ یوازې په ۲۲ میلیونه روپیو ۹۲ ودانۍ، ۸ یا ۹ ساعتونه او شاوخوا د ۱۳۰۰ قبرونو شناختي یا لوحې بیارغولې دي."

ښاغلي پتیریا وايي، په مخ کې یې لا هم ډېر کارونه نابشپړ پاتې دي.

په کلکته کې د شپې د دغه سیلاني سفر په اوږدو کې، نوموړي د هغه بلاک لور ته اشاره کوي، چې د کلکتې رغوونکي ډلې له خوا په څراغونو روښانه شوی دی: د نیوکلاسیکل ودانۍ سرو خښتو د ژېړي رڼا په شغلو بېله ځلا او خوند کاوه.

ښاغلي پتیریا زیاتوي: "غواړم ۲۰۰ ودانۍ روښانه کړم، بیا به نو کلکته د شپې لخوا د هند تر ټولو ښکلی ښار شي ځکه ودانۍ خو شته، یوازې څراغونو ور ته په کار دي."