د "الحاجة فاطمة" توپ: له جګړه ییزو ډګرونو تر رمضاني دودونو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, وليد بدران
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د مصریانو په حافظه کې، لکه له ډېرو نورو عربي او اسلامي ولسونو سره، د روژې میاشت د ماشومتوب له ځانګړي وږم، د پخوانیو کورونو له تودوخې، او د هغه ډولچي یا"مسحراتي" له غږ سره یوځای راځي چې د شپې سکون په خپلو نارو ماتوي. خو له دې سره یو بل غږ هم مل دی چې شتوالی او لوړ غږ کې تر هغو کم نه دی: د روژه ماتي د توپ ډز. دا هغه غږ دی چې یوازې د روژې د ساعتونو د پای ته رسېدو یوه زماني نښه نه وه، یوه ګډه معنوي شېبه وه، چې په کې د اوږد انتظار د پای ته رسېدو له خوښۍ سره ګډېده او د ماښام د اذان په شېبه کې به داسې چاپېریال و لکه ځمکه او اسمان چې یو ځای کېږي.
مخکې له دې چې ډیجیټلي ساعتونه او ځیرک اپلیکیشنونه خلکو ته ور وپېژندل شي، خلکو به د خپلې ورځې نظم له هغو ژوندیو غږونو سره برابرولو چې له جوماتونو او دالانونو به پورته کېدل، هغه غږونه چې تر وخت وړاندې له روح سره تړلي وو. د مصریانو روژه ماتی له ډېر پخوا راهیسې له توپ سره تړلي و، او له هغوی وروسته بیا نورو ډېرو عربي او اسلامي ولسونو هم د روژه ماتي او پشلمي یا چرګ بانګي د اعلان لپاره دا وسیله کاروله.
له توپ وړاندې
له توپ وړاندې د وخت د اعلان لپاره نورې وسیلې وې چې لومړنۍ یې یې په لوړ غږ اذان و. اذان د مسلمانانو د خبرولو لپاره لومړنۍ شرعي او معنوي وسیله وه. د اسلامي میراثونو څېړونکی، احمد المنزلاوي په خپل کتاب "روژه په جاهلیت او اسلام کې" کې وايي چې د روژه ماتي او پشلمي د وختونو اعلان په اذان پیل شو. هغه د نبوي حدیث په حواله وايي چې دا چاره له نبوي پېره منظمه وه؛ بلال بن رباح به د ماښام تر مخه د روژه ماتي لپاره اذان کاوه، په داسې حال کې چې عبدالله بن ام مکتوم به د سهار د لمانځه پر وخت د خوړو د بندولو (امساک) لپاره اذان کاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پېړیو په اوږدو کې اذان د روژه ماتي او پشلمي د اعلان بنسټي وسیله وه، او د مؤذن غږ به له هسکو منارونو پورته کېده چې کورونو، بازارونو او لارو ته ورسېږي. په اموي، عباسي، مملوکي او عثماني دورو کې د اسلامي ښارونو په پراخېدو سره، د اذان ترڅنګ نورې مرستندویې وسیلې هم پیدا شوې چې خبرتیا ټولو ته ورسېږي، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې هلته چې د مؤذن غږ ټولو برخو ته نه رسېده. په ځینو ښارونو کې ډولونه او نغارې وکارول شوې؛ په کلاګانو یا عامه میدانونو کې به ډولونه وهل کېدل ځکه کلاګانې اداري او پوځي مرکزونه وو او غږ به یې په ټول ښار کې اورېدل کېده.
د توپ له راتګ وړاندې یو بل مشهور ولسي دود د ډول غږوونکي یا "مسحراتي" و، چې تر سهار مخکې به په کوڅو کې ګرځېده، ډول به یې واهه او خلک به یې په نومونو پشلمي یا چرګ بانګي ته راویښول. تاریخي سرچینې ښيي چې دا چاره په مصر کې له فاطمي پېره پېژندل شوې او بیا شام او نورو سیمو ته خپور شو. ځینو ښارونو د رڼا له لارې خبرتیا ورکوله، لکه پر منارونو د مشعلونو یا فانوسونو بلول. په لیرې پرتو سیمو کې خلکو په مخامخ ډول طبیعت ته کتل، لکه د لمر لوېدو شفق یا د سپین او تور تار توپیر.
د روایتونو اختلاف
د ښارونو په پراخېدو سره د داسې وسیلې اړتیا پېښه شوه چې غږ یې ډېر لیرې لاړ شي، او له همدې ځایه په مصر کې د توپ ډزولو دود پیل شو. په مصر کې دا توپ د "مدفع الحاجة فاطمة" په نوم یادېږي. لیکوال مؤمن المحمدي وايي چې دا توپ یو عسکري تاریخ لري او په دریو جګړو کې کارول شوی: د روسیې پر وړاندې د ترکیې جګړه، د مکسیکو په انقلاب کې د فرانسې جګړه، او حبشې ته د ننوتلو هڅه. په دې توګه دا توپ له جنګي ډګرونو د روح تړاونو ته راغی. له یوې جنګي وسیلې د یوې میاشتنۍ خوښۍ اعلانونکې وسیلې ته بدل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې دود د پیل په اړه روایتونه بېلابېل دي خو ټول پر دې همغږي دي چې پیل یې له مصره و. یو روایت وايي چې دا د سلطان خوشقدم (۱۴۶۱-۱۴۶۷ز) په دوره کې پیل شو کله چې هغه وغوښتل یو نوی توپ وازمایه او ډز یې په ناڅاپي ډول د روژه ماتي له وخت سره سم شو. خلکو فکر وکړ چې دا یو نوی دود دی او کله چې بل سبا د توپ ډز ونه شو، هغوی د سلطان ماڼۍ ته ورغلل. هلته د سلطان مېرمنې "حاجه فاطمه" د هغوی غوښتنه سلطان ته ورسوله او هغه هم ومنله چې دا کار دوام ومومي. نور روایتونه دا کار محمد علي پاشا (۱۸۰۵ز) یا خدیو اسماعیل ته منسوبوي چې په تېروتنه کې ترې د د توپ رغونې پر مهال ډز شوی و او وروسته د هغه لور شهزادګۍ فاطمې امر وکړ چې دا دې یو تل پاتې دود شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوال خپرېدل
دا دود له مصره دمشق، بیت المقدس، استانبول او بغداد ته ورسېد. کویټ ته په ۱۹۰۷ کال کې او سعودي عربستان ته تر ۸۰ کاله وړاندې کله چې مکه او مدینه یې تر خپل واک لاندې راوستل، ورسېده. وروسته بیا اماراتو، قطر، یمن او بحرین ته هم ورسېد. ان تر اندونیزیا او لوېدیځې افریقا پورې دا غږ خپور شو. په ۱۹۳۴ کال کې د مصر راډیو او په ۱۹۶۰ کال کې ټلویزیون د توپ غږ په ټولو کورونو کې اوڅار کړ.
که څه هم د تاریخي ودانیو د ساتنې لپاره په ۹۰مه لسیزه کې په قاهره کې له کلا د توپ ایستل ودرول شول، خو لا هم دا غږ په معنوي ډول ژوندی دی. په بېلابېلو هېوادونو کې بېلابېل توپونه کارول کېږي؛ په قاهره کې د ۱۹۰۴ کال جرمني "ګروپ" توپونه، په دوبۍ کې بریتانوي هاوتزر توپونه او په بیت المقدس کې د "صندوقه" فلسطینۍ کورنۍ له نږدې یوې پېړۍ راهیسې دا دنده پر مخ وړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
عصري زمانه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۱مې پېړۍ په راتګ سره، ځیرک موبایلونه او اپلیکیشنونه ډېر کره وخت ښيي، خو د توپ غږ لا هم د خلکو په حافظه کې د یوې هویتي نښې په توګه پاتې دی. ان په فضا کې د مسلمانانو لپاره د وخت ټاکلو په اړه عالمانو پرېکړه کړې چې هغوی کولی شي د خپل حرکت د پیل ځای یا د مکې مکرمې په وخت روژه ونیسي.
له نبوي زمانې د بلال له اذانه نیولې تر اوسنۍ موبایلونو، وسیلې بدلې شوې خو مانا یوه ده: هغه د انتظار شېبه چې میلیونونه کسان یې په ګډه لمانځي. که څه هم اوزار او وسیلې بدلېږي، خو د روژې روح تر هر ډول ټیکنالوژۍ ژور دی. توپ به تل په حافظه کې د یوې داسې ډله ییزې خوښۍ سمبول وي چې یوازې د وخت ښودل نه، د زړونو لخوا تړاو ورسره و.


















