ریچارډ بېنیت: د طالبانو پالیسیو له کبله د افغان ښځو روغتیا د سقوط درشل ته رسېدلې ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د بشري حقونو برخه کې ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنت، په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو د حکومت پالیسۍ د ښځو او نجونو پر وړاندې ''سیستماتیکه او پلان شوې حمله'' رامنځته کړی او دې چارې د هغوی د روغتیايي خدمتونو پر حق مستقیم او ویجاړونکي اغېز کړی دی.
په دې راپور کې چې د فبرورۍ پر ۲۳مه خپور شوی، ویل شوي چې پر زدکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ګډون لګېدلي پراخ محدودیتونو په ټول افغانستان کې د میلیونونو ښځو او نجونو فزیکي او رواني روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې دودیز او نابرابر جنسیتي جوړښتونو د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې هم د ښځو د روغتیايي خدمتونو برابر لاسرسی محدوداوه، خو اوس دغه نابرابرۍ په ''قانوني او اجباري'' ډول عملي کېږي.
د راپور له مخې، په دې څېړنه کې ګډون کوونکو ښځو ویلي چې د هغوی د روغتیا په اړه پرېکړې تر پخوا ډېرې د کورنۍ د نارینهوو لاس ته لوېدلې دي، او ان په بېړنیو حالاتو کې هم له محرم پرته روغتیايي مرکزونو ته د تګ اجازه نه لري.
په راپور کې راغلي چې د طالبانو د حکومت پالیسۍ ''د ښځو او نجونو بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی سخت کمزوری کړی او په مستقیم ډول یې د هغوی د ژوند حق له ګواښ سره مخ کړی دی.''
دغه راز زیاتوي چې د محرم شرط د دې لامل کېږي چې ښځې پر وخت درملنه ترلاسه نه کړي یا یې درملنه وځنډېږي، او دا ډول ځنډ مرګونی کېدای شي.
ښاغلي بېنت په خپل راپور کې د بېلابېلو بېلګو یادونه کړې، چې د بلخ ولایت د یوې ښځې کیسه هم یادوي چې ''د محرم د نشتوالي له امله'' مجبوره شوه خپل ماشوم د روغتون مخې ته وزېږوي. هغه ټینګار کوي چې دا محدودیتونه د ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي. نوموړی دغه راز وایي چې د سخت حجاب اجباري کول او د طالبانو د چارواکو تنبیهي چلند د دې لامل شوی چې ډېری ښځې د نیول کېدو یا سپکاوي له وېرې روغتیايي مرکزونو ته تګ وځنډوي.
د راپور په بله برخه کې ویل شوي چې په ځانګړي ډول په ۲۰۲۵ کال کې د نړیوالو مرستو سخت کمښت، وضعیت لا پسې بحراني کړی دی او د بودیجې د کموالي له امله سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي دی او له ۱۴ میلیونو ډېر خلک بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام به نه یوازې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د افغانستان د ټول روغتیايي نظام راتلونکی به هم له جدي خطر سره مخامخ کړي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ''د ښځو د روغتیا د بشپړ سقوط'' د مخنیوي لپاره سملاسي او همغږی اقدام وکړي.
د طالبانو واکمنۍ کې د مېندوارو ښځو او مېندو مړینه ډېرېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
په راپور کې د مېندو د مړینې کچې ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د نړیوال بانک د شمېرو له مخې افغانستان په نړۍ کې د مېندو د مړینې له لوړو کچو څخه یوه لري. د دې بنسټ شمېرې ښيي چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۳ پورې د هر ۱۰۰ زره زېږونونو په ترڅ کې د مېندو مړینه له ۱۳۱۱ پېښو څخه ۵۲۱ پېښو ته راکمه شوې وه، خو د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته دا بهیر بېرته په شا روان شوی او دغه کچه ۶۳۸ ته لوړه شوې ده.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو پر زدکړو بندیز کولای شي د هېواد پر روغتیايي نظام ویجاړونکي اغېز ولري. همدا اوس هم د روغتیا په برخه کې د ښځینه کارکوونکو سخت کمښت محسوس دی. وروستۍ شننه ښيي چې ښځې یوازې ۲۷ سلنه عمومي ډاکترانې، ۱۸ سلنه متخصصې ډاکترانې او ۲۹ سلنه نرسانې جوړوي.
راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال د یوې ارزونې له مخې، د هېواد له شاوخوا ۱۵ میلیونو ښځو څخه یوازې نږدې ۴.۱ میلیونه یې باوري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.
دغه راز په راپور کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د پراخې خپرېدنې یادونه شوې ده. اټکل کېږي چې نږدې ۳.۷ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې د خوړو له فقر سره ژوند کوي.
د راپور د تېر کال معلومات ښيي چې له دغو ماشومانو څخه ډېری (شاوخوا ۵۷ تر ۶۱ سلنه) نجونې دي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
د خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو نه لاسرسی د خوارځواکۍ له امله د قد یا ونې ټیټ پاتې کېدل (stunting) او د وینې کمښت لا پسې پیاوړی کوي او د ماشومانو پر اوږدمهاله ودې او روغتیا ژور منفي اغېز پرېږدي.


















