له پوهنتونه را ګرځول شوې محصلانې؛ "ټول پوهنتون د نجونو ژړا په سر اخیستی و"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي پښتو
"هیڅ مې زړه ته نه لوېږي چې زمونږ پر مخ دې د پوهنتون دروازې نورې تړلې وي او زه دې له زدکړو راګرځول شوې یم."
دا په افغانستان کې د یوه دولتي پوهنتون د څلورم کال یوې محصلې خبرې دي، چې دغه رپوټ کې یې د خونديتابه لپاره مستعار نوم فاطمه یاد شوی.
فاطمه وايي، د نجونو د لوړو زدکړو د بندېدو په تړاو د طالبانو وروستۍ پرېکړې نهیلې کړې، او هېڅ د دې تمه نه لري، چې راتلونکې کې یې پرېکړه بدله شي خو، په باور یې ښايي هغه وخت دا پرېکړه بیرته واخیستل شي "چې ټول نارینه یې په ملاتړ د اعتراض غږ پورته کړي"
هغه وايي: "د طالبانو پر امر ثاني هېڅ باور نه لرم، تېرو تجربو ته په کتو یو سلنه هم د دې تمه نه لرم، چې یوه ورځ دې دوی زمونږ پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي، فکر کوم د پوهنتون دوازې هم د ښوونځیو د دروازو په څېر د تل لپاره د نجونو پر مخ وتړل شوې او هر څه ختم شول"
فاطمه زیاتوي، داسې حال کې د پوهنتون تړلو له پرېکړې خبره شوه چې سبانۍ ازموینې ته په چمتووالي لګیا وه، او دې خبرې لا نور ټکان ورکړ چې "د نجونو ازموینې دې وځنډول شي" وايي "کتاب مې بند کړ او زړه مې وو چې ټولو کتابونو ته اور ورته کړم"
د نوموړې په ټکو: "پوهنتون ته ننوتم، خو ازموینه کې د ګډون اجازه نه راکول کېده، ټول پوهنتون د نجونو ژړا په سر اخیستی و، هره خوا نهیلې او غم خپور وو ، د اعتراض غږ مو پورته کړ او په دې کار کې مو نارینه محصلین تر څنګ ودرېدل.
ټولو د ازموینې پاڼې وڅيرلې او د ازموینې له صحنې ووتل. دې کار بلاخره مسولین اړ کړل چې مونږ ته ازموینه کې د ګډون اجازه راکړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
دا یوازې فاطمه نه ده چې راتلونکي ته یې تمه پرې شوې او هیلې یې ټولې رژېدلي.
د دیانا په نامه یوه بله افغان محصله هم په نهیلۍ ډک زړه نن له خپلو ټولګیوالو مخه ښه اخیستې. نوموړې په کابل پوهنتون د یوه پوهنځي محصله ده.
وايي یوه میاشت مخکې له دې اوازو خبره وه، چې ډېر ژر به یې پر مخ د پوهنتون دروازې وتړل شي، خو بیا یې هم باور نه کېده، او هغه مهال یې وېره لا پسې زیاته شوه، چې د ازموینې موده پرې راکمه او د جدي میاشت درېیمې نېټې پر ځای یې ازموینې د قوس په دېرشمه نېټه ورخلاصې کړې.
د هغې په خبره: "واقعا دردوونکې ده، چې ښځې نور د زدکړو حق نه لري. زمونږ د څلورو کلونو هڅې په اوبو لاهو شوې:"
نوموړې زیاتوي:" که د پوهنتونونو دروازې مو پر مخ خلاصې نه شي، یوه ښځه بې سېواده پاتې کېږي، او که ښځه بې سېواده شوه بې سېواده نسل به ټولنې ته وړاندې شي او دا د افغانستان د بربادۍ لوی مثال دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
د پوهنتون ګڼو محصلینو د افغان نارینه وو پر ملاتړ ټینګار کړی او وايي، د دې پرېکړې پر وړاندې خاموشه پاتې کېدل به یې په حق کې "جفا وي."
پر خواله رسنیو هم د طالبانو پر دغې پرېکړې پراخ نړیوال او کورني غبرګونونه راپورته شوي، او د ټولو له خوا غندل شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې تړاو یوه وینا پاڼه کې ګواښنه اورولې چې دا پرېکړه به د طالبانو لپاره ناوړه پایلې ولري.
طالبانو له دې وړاندې د شپږم پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې، له نړیوالو فشارونو سره سره یې بیا هم په پرېکړه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
خو د پوهنتونونو د تړلو په تړاو تازه پرېکړې یې افغانان لا نور هم ویرولي او په وینا یې د تېر حکومت په څېر به طالبان هېڅ کله دې ته حاضر نه شي چې نجونې زده کړې وکړي.
د طالبانو له لوري پر ښځو د بندیزونو دوام داسې مهال دی چې، تر اوسه یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
نړیوالو طالبانو ته د رسمیت پېژندنې برخه کې ځینې شرایط وړاندې کړي چې ښځو ته د زده کړو او کار حق پکې شامل دی.










