"نجونې ښوونځي ته راځي، د تشو ټولګيو او څوکیو عکسونه اخلي او په ژړا بېرته ځي"

- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
افغانستان کې پرون سه شنبه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د وري د میاشتې لومړۍ نېټه وه.
د تېرو شلو کلونو په توپیر، سږ کال د وري د میاشتې پر همدې لومړۍ ورځ د طالبانو حکومت له خوا سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان وشو.
له ښوونځیو راګرځول شوې څه باندې یو میلیون نجونې همدې ورځې ته سترګې پر لار وې، چې ښايي نوی پسرلی یې د نژدې یو نیم کلن انتظار پای وي او ترې اخیستل شوی د زدکړو حق به بېرته ورکول کېږی، خو دا سترګې همداسې د ښوونځیو تړلو دروازو ته بیا هم د طالبانو تر "امر ثاني" په انتظار پاتې شوې.
مریم له همدغو زدکوونکو یوه ده، چې په نهم ټولګي کې یې زدکړې نیمګړې پاتې شوې او ښوونځی یې پر مخ وتړل شو.
بي بي سي یې دغه رپوټ کې د خوندیتابه لپاره نوم مستعار یاد کړی دی.
هغې بي بي سي پښتو سره خبرو کې ویلي: "تېر کال مې د ژوند یوه سخته ورځ هغه وه چې له ښوونځي یې بېرته راوشړلم او بله سخته ورځ پرون وه، دې ته په انتظار مې تېره کړه چې ښوونځي ته د بېرته تګ اعلان یا خبره له چا واورم."
مریم وايي، سره له دې چې له طالبانو د داسې یوې پرېکړې تمه نه لري، چې دوی دې بېرته زدکړو ته راوغواړي او ښوونځیو ته د تګ اجازه دې ورکړي، خو بیا هم هره شېبه د دې خبرې اورېدو ته په تمه ده.
د نوموړې په وینا: "که چا پخپله زدکړې کړې وي، د زدکړو په ارزښت پوهېږي، طالبانو چې پر مونږ ښوونځي تړلي پخپله یې زدکړې نه دي کړي نو ارزښت یې نه پېژني."
مریم وايي: "هر کال به د پسرلي راتګ د نوي پیل او نوي کال په مانا و، ورته خوشاله به وم، د خپل ټولګي، ښوونکو او ټولګیوالو لیدو ته به مې تلوسه وه، خو سږ کال راته نوی کال، د خپل تیاره برخلیک د یوه بل ډاروونکي او خپه کوونکي کال پیل دی."

"د طالبانو په اعلان کې د نجونو هېڅ یادونه و نه شوه"
دا د نجونو د ښوونځي د یوې ښوونکې خبرې دي، چې دلته یې د خوندیتابه لپاره بي بي سي مستعار نوم هدیه یاد کړی.
پوره شپږ کاله هدیې له اتم پورته ټولګیو نجونو زدکوونکو ته زدکړې ورکولې، خو له هغې ورځې چې له شپږم پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې دا اړه شوه چې له شپږم ښکته ټولګیو زدکوونکو ته تدریس پیل کړي.
نوموړې بي بي سي پښتو پاڼې سره خبرو کې د خپلې شپږ کلنې تدریسې دورې خاطرې شریکې کړې چې دغو نجونو سره یې لرلې دي.
هغه وايي: "هره یوه به د خپلو راتلونکو ارمانونو او خوبونو په اړه راته غږېده، په اورېدو به یې زما د خپل هېواد راتلونکي ته تمه پیدا کېده او ورته خوشحاله کېدم به، خو اوس مې د دوی نهیلی کوونکی وضعیت ډېره ځوروي او هغه خبرې یې را په زړه کېږي چې ماته به یې کولې."
د هدیې په نامه دغه ښوونکې وايي: " نجونې ښوونځي ته راځي، د تشو ټولګیو او څوکیو عکسونه اخلي او په ژړا بېرته ترې ووځي."
نوموړې وايي، د طالبانو ژمنو ته په کتو یې فکر کاوه د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره به له شپږم پورته نجونو ته هم ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي، خو بر عکس "د طالبانو په اعلان کې د نجونو هېڅ یادونه نه وه شوې."
پرون سه شنبه د وري په لومړۍ نېټه د پلازمېنې کابل په اماني لیسه کې د طالبانو د پوهنې وزارت له خوا د ښوونځیو د پیل په مناسبت ځانګړي مراسم جوړ شوي و او د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان یې وکړ، خو له شپږم پورته نجونې ترې بیا هم بې برخې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوي ښوونیز پیل په اړه د طالبانو اعلان ته وروستي غبرګونونه
د افغانستان پر واګو د طالبانو له ولکې مخکې طالبانو ویلي وو، د زدکړو او کار برخه کې د ښځو حقونو ته ژمن دي او مخنیوی یې نه کوي، خو تېر کال دا مهال یې چې له شپږم پورته نجونې له ښوونځیو ستنې کړې د افغانانو په ګډون یې ټوله نړۍ وبوږنوله.
د طالبانو دغه پرېکړه په کور دننه او په نړیواله کچه پراخه غندل شوې او له زدکړو د نجونو راګرځول یې ښکاره توپیري چلند یاد کړی دی.
پرون سه شنبه د وري په لومړۍ نیټه د طالبانو له خوا د نوي ښوونیز کال له اعلان وروسته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق "یونسیف" ویلي ،له دې امله په ژوره توګه خواشیني شوي چې په افغانستان کې چارواکو یو ځل بیا اجازه ورنکړه چې نجونې ښوونځيو ته لاړې شي.
د یونسیف په وینا د نجونو د ثانوي ښوونځیو د تړلو پرېکړه چې په وینا یې هېڅ جواز نه لري، د څه باندې یو میلیون نجونو هیلې له منځه وړي چې دا په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو ویجاړولو یو بل بدمرغه پړاو په ګوته کوي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ښځو او سړیو ته د زدکړو برخه کې د برابرو حقونو پر ورکړه ټینګار کړی و او ویلي یې وو چې، افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدکړو غیر قانوني بندیز به د یوه نسل او همدارنګه د افغانستان پر راتلونکي بد اغېزې وکړي.
نږدې ۵۵۰ ورځې کېږي چې د نجونو ښوونځیو پرانیستو لپاره کوم پام وړ ګام نه دی اخیستل شوی.
افغانې نجونې یو بدلون ته په انتظار شېبې شمېري، یو داسې وخت ته چې بیا پکې ښوونځیو ته لاړې شي او زدکړې وکړي.
نړیوال فشارونه او غوښتنې په زیاتېدو دي خو دا چې نجونې به بیا په یوه ارامه سوله ییزه فضا کې د خپلې خوښې زدکړو ته لاسرسی ولرلي که نه، لا هم نېږدې نه بریښي.












