عباس ستانکزی: تعلیم پر نر او ښځه فرض دی؛ خالد حنفي: دنیاوي تعلیم مباح دی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو د حکومت دوو مهمو چارواکو د سې شنبې پر ورځ په یوه غونډه کې د تعلیم پر موضوع متضادې څرګندونې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کابل کې د 'ګرځندوی صنعت' په اړه یوې غونډې ته وویل، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې برخه کې باید د هېچا شخصي نظر مهم نه وي.
نوموړي ټینګار وکړ چې باید افغانستان کې ژر تر ژره د نجونو تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي او ښځو ته باید د کار اجازه ورکړل شي.
بل لور ته په همدې غونډه کې د طالبانو د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویل، دنیاوي تعلیم مباح دی، او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی.
ښاغلي حنفي وویل: "کله چې د مباح او د امیر تر مابین تعارض راشي نو بیا د امیر حکم واجب دی".
نوموړي استدلال وکړ چې د دنیاوي علم پرتله حجاب کول یو فرض عمل دی، خو په غیر مستقیمه توګه یې نیوکه یې وکړه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې حجاب نه مراعت کېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي په ټوله کې د تعلیم او په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم په اړه متضادې څرګندونې کوي.
شېر محمد عباس ستانکزي له دې وړاندې هم افغانستان کې د نجونو د یو شمېر ښوونځیو پر بندښت نیوکه کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې باید ژر تر ژره دې دا ښوونځي پرانیستل شي.
ځینې نور طالب چارواکي هم په غیر رسمي ناستو یا مرکو کې مني چې دوی د نجونو تعلیم مخالف نه دي، خو استدلال کوي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه د دوی په لاس کې نه ده.
د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې رسنیو سره خبرو کې ویلي وو، د نجونو د تعلیم په موضوع کې باید د دیني علماو رضایت ترلاسه شي او بیا دې پرېکړه وشي.
د طالبانو د پوهني پخواني وزیر شیخ نورالله منیر څه موده وړاندې روزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي وو، د نجونو د تعلیم موضوع کې باید 'د خلکو کلتور پام کې ونیول شي'.
د نوموړي دا څرګندونې په کور دننه او بهر غندل شوې وې او ګڼو افغانانو استدلال کاوه چې نجونې له ښوونځیو راګرځول د دوی د کلتور برخه نه ده.
د یادونې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ثانوي ښوونځي تړل شوي او سلګونه زره نجونې پر کور ناستې دي.
طالبانو د خپل واک لومړیو ورځو کې ټینګار کاوه چې 'د مناسب چاپېریال برابرېدو سره به دا ښوونځي پرانیستل شي'، خو څه باندې یو کال کېږي چې دوی خپله دا ژمنه نه ده پوره کړې.
د نجونو د تعلیم موضوع د طالبانو د حکومت لپاره د بهرني سیاست برخه کې هم په سرخوږي بدله شوې او د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ ګڼ هېوادونه له دې ډلې غواړي چې ژر تر ژره دې د نجونو تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي.
خو د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخوندزاده څه موده وړاندې کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وویل، له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي، خو د افغانستان د کورنیو چارو په تړاو د بهرنیو 'فرمایشونه' ورته د منلو وړ نه دي.









