عباس ستانکزی: پاکستاني چارواکي دې د افغانستان پر موضوع 'تجارت' نه کوي

عباس ستانکزی

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د پاکستان له چارواکو غواړي چې نور پر نړیوالو غونډو کې د افغانستان پر موضوع 'تجارت' او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

ظاهراً د نوموړي خبرې تېره جمعه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر هغو څرګندونو ته ځواب دی چې ویل‍ي یې وو، د نړۍ نورو هېوادونو په څېر پاکستان هم د هغو ترهګرو ډلو په تړاو چې له افغانستانه خپل فعالیتونه کوي، اندېښنه لري.

خو عباس ستانکزي سه شنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل:‌ "ښاغلي شهباز شریف او ښاغلي بوټو صاحب ته دا خبره کوم کله چې تاسو غږېږئ او شاوخوا مو ټوله غربي نړۍ ولاړه وي، دومره مه مغروره کېږئ چې خپله ژبه هم درنه هېره شي. څه چې په خوله درځي وایئ یې او د هغوی د خوشالولو لپاره دا کار کوئ."

ښاغلي ستانکزي وویل، په داسې حال کې چې تېرو سېلابونو او طبیعي پېښو کې ټول افغانان له پاکستاني وګړو سره ولاړ وو، خو د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر څرګندونې په سختو ټکو غندي.

د تېرې جمعې په د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي وو، د نړۍ نورو هېوادونو په څېر پاکستان هم د هغو ترهګرو ډلو په تړاو چې له افغانستانه خپل فعالیتونه کوي، اندېښنه لري.

شبهاز شریف

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، شهباز شریف پخپله وینا کې وویل، نړیواله ټولنه باید افغانستان د بشر حقونو له اړخه د وېروونکي هېواد په توګه وپېژني.

ده وویل، افغانستان کې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان، القاعدې، د ترکستان اسلامي ګوند، د ازبکستان اسلامي تحریک فعالیتونه د اندېښنې وړ دي.

خو اوس یې ښاغلي ستانکزي په ځواب کې ویلي، پاکستاني چارواکي دې داسې څرګندونې نه کوي چې د افغانستان د خلکو د حیثیت په اړه داسې خبرې وکړې چې افغانستان پرې بدنام کړې او ته پرې یوڅو روپۍ ترلاسه کړې."

له دې وړاندې افغان طالبانو په رسمي توګه هم افغانستان کې د ترهګرو د شتون په تړاو د د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې رد کړې وې او ویلي یې وو چې دا اندې‍ښنې ځکه ردوي چې "پر ناسمو معلوماتو او سرچینو ولاړې دي" او خپل موقف نړیوالو ته واضح کوي چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د چا پرضد ونه کارول شي او نه فعلا دلته کوم وسله‌وال ګروپ موجود دی.

وړاندې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، ځینې مغرضې کړۍ قصداً غواړي چې افغانستان یو ترهګر هېواد معرفي کړي.

په ورته وخت کې دوه ورځې مخکې، د پاکستاني طالبانو تحریک هم د شهباز شریف خبرې رد کړې او وویل چې دوی افغانستان کې د فعالیت هېڅ اړتیا نه لري، بلکې فعالیتونه یې د پاکستان پر خاورې پورې محدود دي.

د ویډیو تشریح، ستانکزی: د نجونو ښوونځي پرانیزئ