شهباز شریف ته د پاکستاني طالبانو ځواب: 'خپل فعالیت لپاره د افغانستان خاورې ته اړتیا نه لرو'

پاکستاني طالبان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌‌پي) ویلي، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر شهباز شریف دا څرګندونې ناسمې دي چې ګنې افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو سربېره د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه د اندېښنې وړ دي. پاکستاني طالبانو یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی ته افغانستان کې د فعالیت اړتیا نشته، بلکې پخپل هېواد کې فعالیت لري.

د تېرې جمعې په ورځ، د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې وویل، د نړۍ نورو هېوادونو په څېر پاکستان هم د هغو ترهګرو ډلو په تړاو چې له افغانستانه خپل فعالیتونه کوي، اندېښنه لري.

د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني له ادرسه په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي چې "د پاکستان غلام لومړي وزیر (شهباز شریف) د ملګرو ملتونو ۷۷مه عمومي اسمبلۍ کې د هغو وسله والو ډلو ترڅنګ د تحریک طالبان پاکستان یادونه هم وکړه چې دده په وینا افغانستان کې حضور لري."

په خبرپاڼه کې راغلي، تحریک طالبان پاکستان څو ځلې دا وضاحت ورکړی چې خپلو فعالیتونو د بل چا په خاوره کې اړتیا نه شته او خپلو چریکي بریدونو ته به دوام ورکړي.

دغه ډله وايي، له افغانستان سره پر پوله ځینو سرحدي سیمو کې قبایلي عام خلک د پاکستاني پوځ د ستم له کبله کډو کولو ته اړ شوي، چې په وینا یې "خپله د پاکستان پوځ او څاګرو ترهګرو ادارو وسله والې ډلې جوړې کړې دي چې په ګاونډیو هېوادونو کې لاسوهنې کوي".

پاکستاني طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي، دوی د افغانستان په ګډون په ګاونډیو هېوادونو کې ارامي غواړي، بلکې ګاونډیو هېوادونو کې د پاکستان څارګرې ادارې نارامي جوړوي.

افغانستان کې د طالبانو غبرګون

امیر خان متقي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

تېره ورځ، افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښاغلي شریف دا اندې‍ښنې رد کړې او وویل چې "پر ناسمو معلوماتو او سرچینو ولاړې دي" او خپل موقف نړیوالو ته واضح کوي چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د چا پرضد ونه کارول شي او نه فعلا دلته کوم وسله‌وال ګروپ موجود دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ځینې مغرضې کړۍ قصداً غواړي چې افغانستان یو ترهګر هېواد معرفي کړي.

امیر خان متقي کابل کې یوې غونډې ته وینا کې ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په راتلو سره مثالي امنیت تامین شوی دی، خو د یادونې ده چې د "اسلامي دولت" نومې (داعش) په څېر ډلو په تېر یوه کال کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي دي.

که څه هم افغان طالبان د افغانستان پر خاوره د پاکستاني طالبانو د فعالیت تورونه تل ردوي، خو د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې وه چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت د استازو ترمنځ د خبرو کوربتوب کوي.

هغه مهال د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي مسید او د دې ډلې ګڼ نور مشران په کابل کې وو او له پاکستان ورتلونکو پلاو سره یې خبرې کولې.

افغان طالبانو ټینګار کاوه چې د 'حسن نیت' له مخې یې د دې خبرو کوربتوب ته غاړه اېښې ده او که خبرې ناکامې شي نو دوی به د پاکستاني طالبانو مشرانو ته اجازه ورنکړي چې افغانستان کې پاتې شي.