افغانستان: د نجونو لپاره پټ ښوونځي

Pupils at a secret school
    • Author, سکندر کرماني
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان په یوه ګڼ مېشته سیمه کې د نجونو لپاره یو پټ ښوونځی - د طالبانو بندیزونو پر وړاندې د مبارزې یو ځواکمن هوډ.

له لسو ډېرې نجونې د ریاضي په یوه ټولګي کې تدریس ته سره ټولې شوي.

"موږ له ګواښونو خبر یو او په اړه یې اندېښنه لرو" - د دغه ښوونځي یوازینۍ ښوونکې راته دا خبره وکړه او زیاته یې کړه چې د نجونو تعلیم په "هر ډول خطر" ارزي.

د افغانستان په نژدې ټولو ولایتونو کې طالبانو د نجونو منځني ښوونځي تړلي.

دغه پټ ښوونځي ته چې موږ ورغلي وو، ډېر زیار یې ایستی وو چې ریښتیني ټولګي ته ورته واوسي - مزونه او څوکۍ یې په کتار ايښې وې.

ښوونکې راته وویل: "موږ هڅه کوو چې دا هر څه پټ وکړو خو ان که زه یې ونیولم او ویې وهلم - بیا هم دا هر څه په دې ارزي".

Girls in tears on hearing the news at the Sayed ul Shuhada school in Kabul on 23 March, 2022.

مارچ کې د نوي تعلیمي کال د پیل پر مهال داسې تمه وه چې د ټولو نجونو ښوونځي به پرانېستل شي. خو د نوي تعلیمي کال د پیل په لومړۍ ورځ د طالبانو مشرتابه خپله تګلاره کې د بدلون اعلان وکړ.

دغه پټ ښوونځي ته راتلونکو نجونو او ډېرو نورو افغان نجونو لپاره چې ښوونځي یې تړلي - د هغې ورځې درد لا هم تازه دی.

یوې ۱۹ کلنې راته وویل: "دوه میاشتې وشوې خو لا هم ښوونځي تړلي دي."

دې په ژړغونې غږ کې زیاته کړه: "دا مې ډېره خپه کوي."

خو ورسره د مبارزې هوډ هم احساسېدای شي.

یوې بلې ۱۵ کلنې نجلۍ افغان نجونو ته پیغام درلود او ویل یې: "زړه ورې واوسئ، که تاسو زړه ورې شئ هېڅوک مو مخه نه شي نیولی."

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د نجونو لومړني ښوونځي پرانېستل شوي. لرو پرتو سیمو کې خو د امنیت ښه کېدو له کبله لومړنیو ښوونځیو ته د تلونکو نجونو په شمېر کې زیاتوالی هم راغلی، خو دا لا هم نه ده مالومه چې د نجونو لپاره به منځني ښوونځي پرانېستل شي کنه.

طالبان وايي اړینه ده چې لومړی "اسلامي چاپېریال" رامنځ ته شي خو مني چې د نجونو تعلیم د دوی لپاره یوه "حساسه" موضوع ده. ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د واک لومړنۍ دورې پر مهال د نجونو پر تعلیم بندیز وو، لامل یې دوی د "امنیت په اړه اندېښنې" ښوولې وې.

بي بي سي ته ګڼو سرچینو ویلي چې اوس هم د طالبانو مشرتابه کې یو څو سخت دریځه کسان د نجونو د تعلیم مخالف دي.

په شخصي ډول خو ځینو طالبانو د نجونو ښوونځیو د تړلو په پرېکړه ناخوښي هم څرګنده کړې. د طالبانو د پوهنې وزارت پخپله هم د مشرانو په هغه پرېکړه حیران ښکارېدل چې د تعلیمي کال په پیل کې یې د منځنیو ښوونځیو د تړلو اعلان وکړ. د رپوټونو له مخې، ځینې طالب مشران قطر او پاکستان کې پر خپلو لوڼو تعلیم کوي.

په دې وروستیو اوونیو کې ګڼو دیني عالمانو چې ځینې یې طالبانو سره هم تړاو لري، د نجونو د تعلیم په پلوۍ فتواوې خپرې کړي.

Sheikh Rahimullah Haqqani

شېخ رحیم الله حقاني یو افغان دیني عالم دی چې پېښور کې اوسېږي. طالبان یې ډېر درناوی کوي او تېره میاشت کابل ته د خپل سفر پر مهال یې ګڼو طالب مشرانو سره لیدلي هم وو.

دی یو څه محتاط دی او په زغرده د نجونو د تړل شویو ښوونځیو په اړه څه نه وايي، خو د پېښور په یوې مدرسه کې د خپلې فتوا په اړه وضاحت راکوي چې تر ډېره د پخوانیو علماوو د فتوواو حوالې دي.

دی وايي: "اسلام کې داسې هېڅ نشته چې له مخې یې ووایو د نجونو تعلیم منع دی‌. ټولو دیني کتابونو کې راغلي چې نجونې د تعلیم اجازه لري، بلکې تعلیم ورته اړین دی، ځکه - د مثال په ډول که یوه ښځه ناروغه شي او درملنې ته اړتیا ولري نو د افغانستان او پاکستان په څېر ټولنو کې دا مهمه ګڼل کېږي چې درملنه یې ښځینه ډاکټره وکړي."

د افغانستان په هرات او پکتیا ولایتونو کې هم علماوو ورته فتوې خپرې کړي. دا د دې نښه ده چې افغانستان کې د نجونو تعلیم لپاره ملاتړ څومره پراخ دی خو دا لا نه ده مالومه چې دغه فتواوې به د طالب مشرانو پر پرېکړو کوم اغېز وکړي کنه.

طالبانو ویلي، یوه کمېټه یې جوړه کړې چې نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو د پرانېستو موضوع وارزوي. ګڼو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې که څه هم آن ځینې طالب مشران نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو د پرانېستو پلویان وو خو مخالفت یې تر ډېره کندهار کې د طالبانو مشرتابه ډلې له لوري شوی وو.

واک ته له راتلو وروسته لومړیو ورځو کې د طالبانو چلن خورا نرم وو خو دې وروستیو کې یې ځینې سخت دریځه فرمانونه اعلان کړي لکه ښځو لپاره عامه ځایونو کې د مخ پټول جبري کول او دې ته هڅول چې له کوره ونه وځي.

Women in a market in Kabul

یوه طالب چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر پلویان لري د نجونو د ښوونځیو په تړلو او حکومتي کارکونکو لپاره د ګیرو لویولو پر امر نیوکه کړې وه، خو یوې سرچینې راته وویل چې دی د طالبانو استخباراتي ادارې پوښتنو لپاره وربللی وو او وروسته یې بیا خپل ټویټونه لېرې کړل او بخښنه یې هم وغوښته.

افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې بنسټیز مخالفت ډېر کم دی خو ځینې طالب مشران اندېښمن دي که چېرته د نجونو ټول ښوونځي پرانېستل شی نو ښايي له امله یې اسلامي دولت نومې ډله وتوانېږي د دوی له ډلې خلک ورجذب کړي او پراخه شي.

لویدیځوالو هم طالبانو ته په ښکاره ویلي چې د ښځو د حقونو خوندیتوب اړین دی که چېرته دوی د افغانستان کنګل شویو پیسو ته لاسرسی غواړي.

د ښځو د حقونو افغان فعالانې هم زیار باسي چې د افغان نجونو یو نسل بې تعلیمه او وروسته پاتې نه شي.

هغه پټ ښوونځی ته چې موږ ورغلي وو، یوازې د ورځې دوه ساعته تدریس کوي او ډېر پام یې پر ریاضي او ساینسي مضامینو وي.

ښوونکې یې راته وویل چې ډېرې نورې نجونې هم ورتلل غواړي خو د ځای او سرچینو له نشتوالي یې سر وټکاوه او دا چې باید دا هر څه پټ وساتي.

دا هیله منه نه ښکارېده چې ګواکې د نجونو تړل شوي ښوونځي دې ژر پرانېستل شي او هوډ یې وښود چې څه یې له وسه وي کوي به یې.

دې راته وویل: "د یوې لوستې ښځې په توګه دا زما مسوولیت دی، تعلیم مو له تیارې ژغوري او د رڼا پر لور مو بیايي."