اناتولي خبري اژانس د
دې ادارې د چارواکو له قوله لیکلي چې د جنورۍ له لومړۍ تر پنځمې نېټې یې په ترکیه
کې ټولټال دوه زره "ناقانونه کډوال" نیولي او د دوی له ډلې یې زر تنه
خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي چې افغانان هم پکې وو.
د دغه اژانس د خبر له
مخې، ټاکل شوې څو راتلونکو ورځو کې پنځه زره نور افغان کډوال هم له ترکيې وایستل
شي.
د یادولو ده چې وړمه
ورځ هم د ترکيې د کډوالو چارو ادارې ویلي وو، تېر ۲۰۲۲ کال کې يې له خپل هېواده تر ۱۲۴
زرو ډېر ناقانونه کډوال ايستلي دي. رسنیو د هغوی له ډلې يې هم تر ۶۸ زرو زیات افغانان او ۱۲ زره نور
یې پاکستاني وګړي ښودلي وو.
په ترکيه کې له کډوالو
سره د ترکي پوله ساتو له لوري د ناوړه چلند ویډيوګانې هم لاس په لاس کېږي او ویل
کېږي چې دغه هېواد پر افغان کډوالو محدودیتونه سخت کړي دي.
که څه هم له پخوا
راهیسې د اروپا په تکل وتونکي افغانان د ترکيې لار د خپل سفر لپاره کاروي خو پر
افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر دې لاره د تلونکو کډوالو شمېر خورا
ډېر شوی دی.
یوناما: طالبان دې ژر تر ژره پر ښځو بندیزونه لیرې کړي، طالبان: د هر چا خپل فرهنګ او خپل کلتور باید په پام کې ونیول شي
افغانستان
کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې پر
ښځو لګول شوي بندیزونه دې "ژر تر ژره" لېري کړي خو د طالبانو امر بالمعروف وزارت په ځواب کې ویلي چې د هر چا خپل فرهنګ او خپل کلتور باید په پام کې ونیول شي.
خو د طالبانو امر باالمعروف وزارت سرپرست وزیر خالد حنفي یې په ځواب کې کلتوري او فرهنګي مسایلو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې هڅه کوي شرعیت سره برابر مناسب چاپیریال رامنځته کړي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي حنفي له خولې لیکل شوي: "د هر چا فرهنګ
او کلتور باید په پام کې ونیول شي، تېر نظام ټولې نړۍ په رسمیت پېژانده خو نه یې نړۍ، نه ملت
او نه هېواد سره ژمنتیا وه، اوس مثبت اړخونه ډېر دي د ماحول په جوړېدو سره په هر
څه سم شي."
ښاغلي حنفي د ماحول(چاپیریال) د جوړېدو په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی چې دوی غواړي څه ډول ماحول جوړ کړي خو وایي هڅه کوي ستونزې حل کړي.
نوموړی همدا راز ویلي: " د انسان د
ژوند ژغورل تر هر څه ډېر لومړیتوب لري او مونږ هم په همدې لټه کې یو چې خلکو ته
مرستې ورسېږي."
افغانستان
کې د بشر دوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم پر خپله ټوېټر پاڼه دغو بندیزونو ته
په اشارې ویلي:" ښځینه کاروکوونکې د میلیونونه کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو
په ګډون هغو افغانانو ته د مرستې چمتو کولو او حل لارې موندلو په سر کې دي چې
څلورو لسېزو جګړو او ځورونې اغېزمن کړی دي."
افغانستان
کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او زده د بندیز له اعلان وروسته نړیوالو غبرګونونه
زیات شوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
ملالې یوسفزۍ د خالدې پوپل او د هغې د خورلڼو لوبغاړو دا ګام ستایلی او له فیفا یې غوښتي چې د افغان نجونو لوبډله په رسمیت وپېژني.
ملالې یوسفزۍ پرون چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "طالبان لګیا دي افغان ښځې له عام ژونده بې برخې کوي. اوس د فیفا لپاره ښه وخت دی چې د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډله په رسيمت وپېژني"
ملالې یوسفزۍ همدا راز ویلي چې له دې سره دې فیفا نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې ښځې باید کار وکړي، ټولګیو ته لاړې شي او د فوټبال لوبغالي کې ولوبېږي.
وروستی, مولوي عبدالسلام حنفي: ښوونه او روزنه تر هر څه مهمه ده
د عکس سرچینه، Bakhtar
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا مرستیال وايي، په دغه هېواد کې تر ټولو مهمه موضوع "تعلیم او تربیه" ده او حکومت یې دې مسلې ته ځانګړې توجه کوي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، مولوي عبدالسلام حنفي دا خبرې د کابل او تخار له یو شمېر مشرانو سره په ناسته کې کړې دي.
ښاغلي حنفي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې پر هېچا "هېڅ ډول" محدودیت نه شته او ټول خلک له "بشپړ خپلواکۍ" برخمن دي.
د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پر مېرمنو یې په پرله پسې ډول د کار، عام ژوند او زدکړو په برخه کې بېلا بېل محدودیتونه لګولي دي.

وروستی, خلیل الرحمان حقاني: د پاکستان سېند ایالت کې د افغان زندانیانو جریمه پرې کوو
د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي، که د پاکستان په سېند ایالت کې افغانان د جریمې له کبله بندیان وي نو د دوی حکومت به یې جریمه پرې کړي.
د افغانستان ملي راډيو تلویون د رپوټ له مخې، خلیل الرحمان حقاني په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت اتشې ته سپارښتنه کړې چې سېند ایالت کې د افغان زندانیانو وضعیت و ارزوي او "که هلته افغان زندانیان د نغدي جریمې له کبله بندیان وي نو جریمه دې یې ادا او د خلاصون زمینه دې ورته برابره کړای شي."
ښاغلی حقاني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې لا هم ګڼ افغانان په کراچۍ کې بندیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.
د رپوټونو له مخې،هلتهد نیول شویو۳۲۵افغان ماشومانو له ډلې اوس یوازې۶۹ماشومانو د خوشې کېدو امر شوی دی.
په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسلر مولوي سيد عبدالجبار په وينا، "ټول۴۰۵کسان خوشي کېږي چې په هغو کې۶۹ماشومان،۶۳ښځې او پاتې نور نارينه دي."
داسې رپوټونه هم وو چې له بندیانو په بېلا بېلو پلمو پیسې اخیستل کېږي.
خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ځان خلاصون لپاره چا ته پیسې ورنه کړي.
وروستی, خلیل الرحمان حقاني: د پاکستان سېند ایالت کې د افغان زندانیانو جریمه پرې کوو
د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي، که د پاکستان په سېند ایالت کې افغانان د جریمې له کبله بندیان وي نو د دوی حکومت به یې جریمه پرې کړي.
د افغانستان ملي راډيو تلویون د رپوټ له مخې، خلیل الرحمان حقاني په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت اتشې ته سپارښتنه کړې چې سېند ایالت کې د افغان زندانیانو وضعیت و ارزوي او "که هلته افغان زندانیان د نغدي جریمې له کبله بندیان وي نو جریمه دې یې ادا او د خلاصون زمینه دې ورته برابره کړای شي."
ښاغلی حقاني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې لا هم ګڼ افغانان په کراچۍ کې بندیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.
د رپوټونو له مخې،هلتهد نیول شویو۳۲۵افغان ماشومانو له ډلې اوس یوازې۶۹ماشومانو د خوشې کېدو امر شوی دی.
په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسلر مولوي سيد عبدالجبار په وينا، "ټول۴۰۵کسان خوشي کېږي چې په هغو کې۶۹ماشومان،۶۳ښځې او پاتې نور نارينه دي."
داسې رپوټونه هم وو چې له بندیانو په بېلا بېلو پلمو پیسې اخیستل کېږي.
خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ځان خلاصون لپاره چا ته پیسې ورنه کړي.
وروستی, خلیل الرحمان حقاني: د پاکستان سېند ایالت کې د افغان زندانیانو جریمه پرې کوو
د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي، که د پاکستان په سېند ایالت کې افغانان د جریمې له کبله بندیان وي نو د دوی حکومت به یې جریمه پرې کړي.
د افغانستان ملي راډيو تلویون د رپوټ له مخې، خلیل الرحمان حقاني په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت اتشې ته سپارښتنه کړې چې سېند ایالت کې د افغان زندانیانو وضعیت و ارزوي او "که هلته افغان زندانیان د نغدي جریمې له کبله بندیان وي نو جریمه دې یې ادا او د خلاصون زمینه دې ورته برابره کړای شي."
ښاغلی حقاني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې لا هم ګڼ افغانان په کراچۍ کې بندیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.
د رپوټونو له مخې،هلتهد نیول شویو۳۲۵افغان ماشومانو له ډلې اوس یوازې۶۹ماشومانو د خوشې کېدو امر شوی دی.
په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسلر مولوي سيد عبدالجبار په وينا، "ټول۴۰۵کسان خوشي کېږي چې په هغو کې۶۹ماشومان،۶۳ښځې او پاتې نور نارينه دي."
داسې رپوټونه هم وو چې له بندیانو په بېلا بېلو پلمو پیسې اخیستل کېږي.
خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ځان خلاصون لپاره چا ته پیسې ورنه کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
په پاکستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر وايي، په
اسلام اباد کې یې د ۲۷ هېوادونو له سیاسي دفترونو سره رسمي اړیکي جوړ کړي دي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د سردار
احمد شکېب له خولې ویلي چې "د خپل کار له پیله تر اوسه یې د نړۍ د هېوادونو
له استازو سره د اړیکو د ښه والي په موخه له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې ناستې کړې دي."
طالبان له نورو هېوادونو سره د رسمي اړیکو دا خبرې پر
داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو نژدې ۱۶ میاشتې پوره
کېږي، خو تر اوسه یې حکومت د نړۍ هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د طالبانو عدلیه وزارت زیاتوي، د خلکو تر شکایتونو وروسته
یې د معلوماتو د لارښوونې پنځه دفترونه لغوه کړي دي.
دغه وزارت د معلوماتو د لارښوونو د دفترونو د جواز
ورکولو صلاحیت لري او ددغو دفترونو څارنه او نظارت یې هم دنده ده.
د عکس سرچینه، MOJ
وروستی, ۳۰۰۰ کاله پخوا ولې د انسان ماغزه لوی وو 🧠
هغه خلک چې د نړۍ په لومړیو ښارونو کې ګرځېدل او له یو بل سره به مخامخېدل،
له ډېرو لارو له یو بل سره اشنا شوي وو. خو له هغه راهیسې په واقعیت کې د انسان
ماغزه یوڅه کوچني شوي دي.
د سر د کوپړیو څېړنو او موندل شویو ټوټو ښودلې چې د ماغزو د کوچني کېدو دا
لړۍ یوازې ۳۰۰۰ کاله مخکې پیل شوې ده.
ښاغلي پوتزل د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زدکړو د لګول شويو بندیزونو پر ختمولو ټینګار کړی او په وینا یې:"د افغان مېرمنو پر کار او زدکړو بندیزونه او له ښوونځیو او پوهنتونونو د هغوی راګرځول افغانستان کې میلیونونه کسانو ته زیان رسوي."