د الازهر پوهنتون شيخ د طالبانو له لوري افغانستان کې پوهنتون ته د ښځو پر ورتګ بنديز د "شريعت خلاف کړنه" بللې

د عکس سرچینه، Social Media
د اسلامي نړۍ یو تر ټولو پخوانی علمي مرکز الازهر د طالبانو له لوري افغانستان کې د پر ښځو زده کړو لګولي بندیزونه غندلي او دا یې له شریعت سره په ټکر کې کړنه بللې ده.
مصر کې د الازهر پوهنتون مشر شیخ احمد الطیب له طالب واکنو غوښتي چې له خپلې پرېکړې دې په شا شي او افغان نجونو ته دې د زده کړو شرعي حق ورکړي.
شیخ احمد الطیب یوه وینا کې ویلي"الازهر د افغان چارواکو له لوري د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز خواشیی کړی. موږ په ټینګار سره وایو چې دا له اسلامي شریعت سره په ټکر کې پرېکړه ده".
ښاغلي الطیب ویلي اسلام ښځو او نارینه دواړو ته له زانګو تر ګوره د زده کړو امر کوي.
نوموړی وايي، د اسلام په سیاسي او فرهنګي تاریخ کې د مسلمانانو ښځو له منځه لوړو استعدادودنو او شهکارو څېرو ژوند کړی، او دا چې اسلام هېڅکله د ناپوهۍ لور ته خلک نه وربولي.
هغه وايي "څه ډول شونې ده چې موږ د مسلمانې نړۍ د ساینس او نورو علومو له مخکښو څېرو ځان ناخبره ساتو. "
په دغه وینا کې د الازهر مشر پوښتلي، "څنګه پر هغه څه سترګې پټوو چې د اهل سنتو په کتابونو کې له دوه زرو ډېر احادیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمنې عایشه رضی الله تعالی عنها نکل شوي دي".
د الازهر د مشر په ګډون د اسلامي نړۍ ګڼو علماو، مذهبي بنسټونو او د سعودي عربستان، قطر او نورو اسلامي هېوادونو له لوري پر افغان مېرمنو د طالبانو بندیزونه په ټینګه غندل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
وړاندې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د طالبانو له خوا پوهنتون ته د نجونو پر ورتګ د بنديز له کبله خواشيني څرګنده کړې وه او له طالبانو يې غوښتي وو چې دا پرېکړه بېرته واخلي.
په اعلاميه کې راغلي وو دا پرېکړه افغان ښځو ته د هغو شرعي حقونو چې په سر کې يې د تعليم حق دی په ټکر کې ده.
طالبانو دغو پراخو غندونو ته ځواب نه دی ویلی، خو د لوړو زده کړو وزیر یې وايي په لیلو کې د نجونو اوسیدا، په یوازې سر له یوه ولایته بل ته سفر او نور ځینې موارد شته چې د ښځو زده کړو ته په اسلامي ټولنه کې په دا بڼه اجازه نشته، په وينا يې تر بل امره به پوهنتوني زده کړې ځنډېدلې وي.








