د طالبانو لوړو زدکړو وزیر؛ په ۴ دلایلو مو پوهنتونو کې د نجونو زدکړې ځنډولي

افغانستان

د عکس سرچینه، AFHOME

د عکس تشریح، ندا محمد ندیم

د طالبانو لوړو زدکړو وزیر وايي، په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز پرېکړه یې "د منکراتو مخنیوي" او د "شریعت د پلي کېدو" په موخه کړې ده.

د دغه وزارت چارسمبالي وزیر شیخ ندا محمد ندیم نن پنج شنبه ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په پوهنتونونو کې د طالبانو د حکومت له خوا وړاندي شوي "اصلاحات نه پلي کېدل" نو اړ شول چې د ځنډېدو پرېکړه یې وکړي.

ښاغلي‌ ندیم له خپل لوري څلور لاملونه یاد کړل چې له مخې یې پوهنتونونو کې د نجونو زدکړې بندې شوې دې.

نوموړي د ښځینه محصلانو لپاره د پوهنتون درسي نصاب، نارینه محصلانو سره ټولګیو کې یو ځای تدریس، لیلیو کې د نجونو پاتې کېدل او د حجاب نه مراعتول هغه څه یاد کړل، چې له مخې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې.

خو د طالبانو حکومت له ډېرې مودې راهیسې پوهنتونونه اړ کړي چې د زدکړو لپاره نجونو او هلکانو ته بېلې ورځې او یا هم جلا وختونه وټاکي.

د طالبانو د وزیر په ټکو:" د اناثو لپاره ۱۴ میاشتې پوهنتونونه خلاص وو، په دې تمه وو چې اصلاحات به راشي خو اصلاحات رانه غلل، او د حجاب نه مراعتول،‌ اختلاط، له کورنو لېري په لیلیو کې اوسېدل او نصاب کې هغه ستونرې وې چې مونږ یې اړ کړو تر امر ثاني پورې یې وځنډوو."

ښاغلي ندا محمد دا ونه ویل د پوهنتونو د بیرته پرانیستو لپاره "امري ثاني" کله پای ته رسېږي او نه یې هم د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د بېرته پرانیستو لپاره کومه ځانګړې نېټه په ډاګه کړه.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو چارواکی په پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو پر بندیز خبرې کوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی ندیم په خپله مرکه کې ټینګار کاوه چې د نجونونو پوهنتونونو به "د مشرانو په خوښه او د له شریعت له پلي کېدو سره" پرانستل شي.

تېره سه شنبه ، د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره، ټولو دولتي‌ او خصوصي پوهنتونو او د لوړو زدکړو موسسو کې د "نجونو تحصیل تر امري‌ ثاني‌" وځنډاوه.

د طالبانو دغه پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې.

د امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سوټیزرلنډ او اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون ګڼو هېوادو په یوه ګډه ویناپاڼه کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه به یې له دوی سره د اړیکو پر څرنګوالي اغېز وکړي.

د دغو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو پر طالبانو غږ کړی، چې د ښځو پر لوړو زدکړو او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیزونه سملاسي لېرې کړي.

په دې ویناپاڼه کې راغلي، چې دغه بندیزونه طالبان د افغانستان له ولس او نړیوالې ټولنې نور هم ګوښه کوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د سعودي، پاکستان، ترکیې، او قطر په ګډون د سیمې ګڼو هېوادو هم د طالبانو پر دغه ګام خواشیني ښودلې او ترې غوښتي یې دي، چې دا پرېکړه بدله کړي.

په اعلامیه کې راغلي دا پرېکړه افغان ښځو ته د هغو د شرعي حقونو له ورکړې سره چې په سر کې یې د تعلیم حق دی، په ټکر کې ده.‌

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې تړاو یوه ویناپاڼه کې ګواښنه اورولې چې دا پرېکړه به د طالبانو لپاره ناوړه پایلې ولري.

د امریکا ترڅنګ بریتانیا هم د طالبانو تازه پرېکړه د ښځو پر حقونو یو بل برید او د خپلو ژمنو ماتونه بللې ده.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د نجونو پوهنتونونو تړلو پرېکړه ''د شرم وړ'' بللې او په یوه ټویټر پیغام کې یې ویلي: ''طالبان هره ورځ ثابتوي چې دوی د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو بنسټیزو حقونو ته درناوی نه کوي.''