طالبانو ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې 'د نجونو زدکړې وځنډولې'

نجونې
د عکس تشریح، له تېرې څه مودې راهیسې د پوهنتونونو ازموینې اخیستل کېدې. ارشیف تصویر

له افغانستانه رپوټونه وايي، د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت ویلي، ټولو دولتي‌ او خصوصي پوهنتونو او د لوړو زدکړو موسسو کې د "نجونو تحصیل تر امري‌ ثاني‌" پورې ځڼدېدلی.‌

یاد وزارت ته په منسوب یوه مکتوب کې چې د لوړو زدکړو وزارت د ویاند پر ټوېټر پاڼه خپور شوی، ویل شوي چې "د ۱۳۴۳ کال د ۲۸ مې ګڼې مصوبې پر اساس تاسې ټولو ته خبر درکول کېږي چې د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل دی."

په دغه مکتوب کې د دې پرېکړې د "ژر عملي کېدو" سپارښتنه شوې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت یوه چارواکي بي‌ بي‌ سي‌ پښتو پاڼې ته ومنله چې دغه اکونټ د لوړو زدکړو د وزارت د ویاند ضیا هاشمي‌ دی.

د دې مکتوب په پای کې د طالبانو لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم لاسلیک او په سر کې یې بیا د ۱۴۴۴ قمري کال د جمادي الاول میاشتې ۲۶ مه نېټه لیکل شوې ده.

د افغانستان په ختیځ‌ کې د یوه دولتي‌ پوهنتون استاد هم بي‌ بي‌ سي‌ پښتو پاڼې ته وویل چې دغه مکتوب پرون "دوشنبه" ناوخته دوی ته رسېدلی دی.‌

لیک د طالبانو لوړو زدکړو وزیر له لاسلیک سره خپور شوی

د عکس سرچینه، Taliban

د دغه استاد د مالوماتو له مخې چې نه غواړي‌ نوم یې واخیستل شي،‌ سر له نننه "سه شنبې" د پوهنتون نجونو ته وویل شول چې نور دې د همدغه مکتوب پر بنسټ‌ پوهنتون ته نه ورځي.‌

دوه اوونۍ وړاندې د کابل پوهنتون یوه چارواکي‌ هم بي‌ بي‌ سي‌ پښتو ته ویلي‌ و چې د "دغې مسلې په اړه ورته یادونه شوې ده."

د طالبانو د لوړو زد کړو نوی وزیر چې د طالبانو مشرتابه ته نژدې کس بلل کېږي،‌ له تېر څو ورځو راهیسې کندهار ته په سفر تللی.‌

طالب چارواکي او ویاندانو تر اوسه د دې موضوع د سپیناوي‌‌ په اړه څه ویلو ډډه کوي.‌

د طالبانو د حکومت دغې پرېکړه ته پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه هم پارېدلي‌ دي او دغه پرېکړه غندلې ده.‌