د نجونو زدکړې؛ ستانکزي یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی

عباس ستانکزی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا افغانستان کې نجونو لپاره د زدکړو فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی.

نوموړي کابل کې يوې غونډې ته ويلي، چې زدکړه د ښځينو او نارینو طبيعي، اسلامي او شرعي حق دى او ديني عالمانو په دې اړه فتوا هم صادره کړې ده.

د طالب چارواکو له پرله پسې ژمنو سره سره له لسو مياشتو راهيسې افغانستان کې د ښځينه زدکوونکو پر مخ منځني ښوونځي او لېسې تړلې دي.

ښاغلی ستانکزی د طالبانو حکومت کې له هغو ګوتو شمار چارواکو دی چې د نجونو ښوونځیو د تړلو په اړه د طالبانو مشرتابه پر پرېکړه په زغرده نیوکه کوي.

نوموړي د یکشنبې پر ورځ کابل کې د افغان اېنویسټ "افغان پانګې" شرکت د پرانېستې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ښځو او نارینه وو لپاره باید د زدکړو زمینه برابره شي او دا د دوی طبیعي او دیني حق دی.

ښاغلي ستانکزي تر دې وړاندي د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو د تلین په مناسبت وینا کې د نجونو د ښوونځیو پر تړلو تونده نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا ډول کړنې د افغانستان د وروسته پاتې کېدو لامل کېږي.

له هغې راهیسې چې طالبان د تېر کال اګست کې افغانستان کې واک رسېدلي، تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري .

له دې سره داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې طالب مشران ښوونځیو ته د نجونو د تګ او نه تګ پر سر په دوو ډلو ویشل شو، چې یو شمېر د نجونو پر زدکړو په چورلټ بندېدو ټینګار کوي، خو لویه برخه یې بیا د ژر پرانېستلو پلویان دي او دا د نجونو شرعي حق بولي.

خو هغه څه چې روښانه دي د لومړۍ ډلې بر لاسی دی، چې تر دې دمه د خپل لیدلوري پر پلي کولو توانېدلې ده.

د طالبانو له حکومته د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو د زمینې برابرول دي، خو داسې ښکاري، چې تر اوسه د نړیوالو فشارونو په دې برخه کې اغیزمن نه وو.

تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي وو، د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره جوړې شوې کمېټې خپل چارې بشپړې او وړاندیزونه څو ورځې مخکې کندهار کې خپل مشرتابه ته استولي دي.

طالبان

د عکس سرچینه، TSC

دغه کمېټه اته غړي لري چې مشري یې د طالبانو د سترې محکمې رئیس شیخ مولوي عبدالحکیم کوي چې د طالبانو مشرتابه ته خورا نژدې کس بلل کېږي.

خو د طالبانو مشرتابه د یوې اوونۍ له تېریدو سره لا هم دغو وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی.

تر دې وړاندې په کور دننه او دباندي یو شمېر سیاسي مشرانو، نړیوالو بنسټونو او د نجونو د حقونو د برخي فعالو پر طالب مشرانو غږ کړی و، چې د ټولنې نیمایې برخه دې له زدکړې نه محروموي او ژر دې د ښوونځیو دروازې د هغو پر مخ پرانیزي.