طالبانو د نجونو ښوونځيو پرانیستلو لپاره کمېټه جوړه کړې

د عکس سرچینه، TSC
افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځيو پرانیستلو لپاره یوه اته کسیزه کمېټه جوړه کړې ده.
د دې کمېټې مشري د طالبانو د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم کوي.
د طالبانو حکومت یوه ویاند انعام الله سمنګاني رسنیو ته ویلي: "دا کمېټه اته غړي لري چې په دوی کې عالمان او پوهان شامل دي. دوی د نجونو لېسو د پرانیستل کېدو په اړه خپل کارونه تر یوه برید کړي او موږ تمه لرو چې دا ستونزه په بنسټیز ډول حل شي."
د دې کمېټې د جوړېدو خبر داسې مهال ورکړ شوی چې افغانستان کې له څه باندې ۲۵۰ ورځو راهیسې د نجونو منځني ښوونځي او لیسې تړلې دي.
د طالبانو له حکومته په کور دننه او بهر په بیا بیا غوښتل کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ژر بېرته پرانیزي.
په دې لړ کې د پنجشنبې پر ورځ هم کابل کې یو شمېر ښځو نجونو ته له شپږم ټولګې پورته د زدکړو حق د ورکولو په ملاتړ لاریون وکړ.
د دغه لاریونو ګډوالو ټینګار کاوه چې له نجونو او مېرمنو سره جنسیتي توپیر باید پای ومومي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د نجونو زدکړو په ملاتړ غونډې او لاریونونه شوي.
له دې سره هممهاله د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپل ټويټر لیکلي "طالبان چې هر څومره دا ډول غوښتنې له پامه غورځوي، هغومره یې په افغانانو او نړۍ کې ځای له منځه ځي."
هغې دا څرګندونې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت ته د افغان ښځو د حقونو او په دې تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ګډې اعلامیې ته په اشارې کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
اغلې اميري د نړیوالې ټولنې، جي اووه هېوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان، ترکیې، قطر، اندونیزیا او اسلامي علماوو یادونه هم کړې، چې له طالبانو یې د ښځو د حقونو د تامین غوښتنه یې کړې ده.
طالبان وايي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لپاره په میکانیزم کار کوي چې له جوړېدو سره به یې ټول ښوونځي پرانیستل شي. د طالبانو له خوا له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو تړل په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي او دا یې په لوی لاس له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.










