د طالبانو د یوه نوي فرمان له مخې افغان ښځې اړې دي چې لسیزو کې په لومړي ځل باید ټولو عامو ځایونو کې مخ پټې وي یا یې نقاب پر مخ وي. هره ښځه چې له دې سرغړونه کوي نو د کور ولي (سرپرست) یې ښايي شي تر دریو ورځو بندي شي او آن تر محکمې ورسېږي. فرمان کې دا هم ویل شوي چې ښځې باید یوازې د اړتیا وخت کې له کوره ووځي، د سرغړونې حالت کې به یې د کور سړي پایلې زغمي.
د ښځو پر موټر چلونې محدودیتونه
Image copyright by GETTY
هرات کې طالب چارواکو د موټر چلونې ښوونکو ته لارښوونه کړې چې ښځې باید د ډریورۍ کورس یا ګاډي چلونې ټولګي کې برخه و نه لري. دغه ولایت کې د ترافیکو مدیریت مشر چې د ډریورۍ ښوونځي څاري، ای اېف پي خبري اژانس ته ویلي و چې دا لارښوونه ورته یوازې په لفظي بڼه ورکړل شوې. د طالبانو مشرتابه رد کړې چې دا ډول کومه پرېکړه دې شوې وي خو په تېر یوه کال کې په تدریجي ډول په دې برخه کې محدودیتونه لګول شوي دي.
نجونې له منځنیو ښوونځیو منع شوې
Image copyright by GETTY
د طالبانو پوهنې وزارت چارواکو د نوي تعلیمي کال له پیل یوه ورځ وړاندې، په یوه لانجمنه پرېکړه کې افغان نجونې له منځنیو ښوونځیو را وګرځولې. دا یې له خپلې مخکینۍ ژمنې چې ویلي یې وو، د هر عمر نجونې به ښوونځي ته ولاړې شي، په شاتګ و. طالب چارواکي وايي، یوې پراخې اسلامي تګلارې ته اړتیا ده چې له لارې یې ټولې نجونې وکولی شي ښوونځي ته ولاړې شي. دې پرېکړې کابل کې پراخ لاریونونه راوپارول او په نړیواله کچه د طالبانو دا ګام وغندل شو.
واک ته له رسېدو یوازې یوه میاشت وروسته د طالبانو حکومت د افغانستان د ښځو چارو وزارت له منځه یوړ. پر ځای یې دغه ودانۍ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ځای پر ځای شو. که څه هم طالبانو په رسمي ډول د دې وزارت د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویلي. دغه اداره د طالبانو تېر حکومت کې پر سخت او ناوړه چلن مشهوره وه، د مثال په ډول د لمونځ پر وخت د هټیو بندول، د ږیرې لنډوالي یا خرېیلو له امله د سړو ربړول او د هغو ښځو وهل چې د دوی په اند یې نا اسلامي جامې پر تن وې.
طالبانو اعلان وکړ چې د ښځو ورزش ته اړتیا نشته
Image copyright by GETTY
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر احمدالله وثیق (اوس د ملي راډیو تلویزیون مشر دی) ویلي چې د ښځو ورزش ناسم او غیر ضروري کار دی. ده وویل:"کرېکټکې ښځې ښايي داسې حالت کې وي چې مخ او بدن به یې پټ نه وي او شریعت کې د دې اجازه نشته." دې اعلان سره افغانستان کې د ښځو پر ورزش نا اعلان شوی بندیز دی خو ځینې ښځینه ورزش کوونکې چې د طالبانو له واکمنۍ سره سم له هېواده بهر تللي دي، هوډمنې دي چې لوبې به روانې ساتي.