امنيت شورا: طالبان دې پر افغان مېرمنو لګول شوي محدويتونه سملاسي لېرې کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې له طالبانو غوښتي چې سملاسي دې له هغو کړنلارو او کړنو لاس واخلي چې بشري حقونه او د ښځو او نجونو بنسټیزې ازادۍ محدودوي.
امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د دې غوښتنې ترڅنګ پر طالبانو غږ کړی چې له ځنډ پرته له ژمنې سره سم د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او بشري حقونه مراعات کړي.
د طالبانو له خوا پر افغان مېرمنو د محدودیتونو پراخېدو ته د غبرګونو په لړ کې دا ځل د امنیت شورا په یوه نسبتا جدي اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې وروستۍ پرېکړې دې بېرته او ژر واخلي.
د دې شورا له خوا په اعلامیه کې ویل شوي چې د شورا غړي افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو ته مخ په زیاتېدونکې ډول نه درناوي سخت اندېښمن کړي دي.
امنیت شورا دې لړ کې د هغو محدودیتونو یادونه کړې چې زدکړې، کار، ازاد تګ راتګ او په ورځنیو چارو کې د ښځو د مساوي او معني لرونکی ګډون یې محدود کړی.
امنیت شورا چې له طالبانو سره ښې اړیکي لرونکي هېوادونو چین او روسیه یې هم غړي دي ټېنګار کړی چې پر افغان ښځو او نجونو دا محدودیتونه د هغو ژمنو خلاف دي چې طالبانو له نړیوالې ټولنې او خلکو سره کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په اعلامیه کې د طالبانو له خوا پر ښځو د نقاب اجباري کولو او په تلویزیوني خپرونو کې د ښځینه ویاندویانو د مخ پټولو پرېکړې په اړه هم اندېښنه ښودل شوې. امنیت شورا وايي دې ته هم ډېر اندېښمن دي چې طالبانو ښځو ته ویلي چې یوازې د اړتیا پرمهال دې له کوره ووځي او که د دوی له پرېکړو سرغړونه وشي نو د کورنۍ نارینه غړو ته سزا ورکول کېږي.
امنیت شورا په دې هم اندېښنه ښودلې چې طالبانو څو مهم دولتي بنسټونه له منځه یوړل. څو ورځې وړاندې طالبانو یوه اعلامیه کې وویل چې د خپل مشر په نالیکلي امر یې د بشري حقونو د څار کمیسیون، د سولې شورا، د ملي شورا د دواړو خونو دارالانشاء ګانې، د ملي امنیت شورا او د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون لغوه کړل.
د ملګرو ملتونو دې پیاوړې شورا ویلي افغانستان کې بې ثباته سیاسي، اقتصادي، ټولنیز وضعیت او امنیتي ننګونو په تېره ترهګرویز بریدونو چې ملکي وګړي او مذهبي لږکي په نښه کوي، اندېښمن کړي. امنیت شورا افغانستان کې د نشه یي توکو کر، تولید، سوداګري او قاچاق هم د تشویش وړ مسله بللې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
امنیت شورا پنځلس غړي لري چې پنځه یې دایمي او لس نور هېوادونه یې په نوبت غړیتوب تر لاسه کوي. امریکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا د دې شورا دایمي غړي دي.
امنیت شورا ویلي افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنې لري او په کار ده چې دې لړ کې هڅې لا پراخې شي، خو وايي په اغیزمنه توګه د بشري مرستو رسولو لپاره په کار ده چې د ښځو په ګډون د بشري مرستو کارکوونکي په خوندي توګه او له کوم محدودیت مرستې ورسولی شي.
امنیت شورا وايي دا مني چې اړتیا ده چې هغه ننګونې له مخې لرې کړل شي چې د افغانستان اقتصاد ورسره لاس او ګریوان دی. دې لړ کې د افغانستان بانکې نظام ستونزو هوارولو ته هم اشاره شوې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا اعلامیه داسې مهال خپروي چې څارونکي وايي طالبانو پر افغان مېرمنو په تدریج د فعالیت او زدکړې ساحه محدوده کړې او د ځانګړې بڼې حجاب یې پر دوی اجباري کړی. طالبان بیا وايي دا د شریعت حکم دی.










