رسنيو لپاره د طالبانو نوي اصول: خبريالانې دې حجاب وکړي، داسې ډرامې دې نه خپرېږي چې ښځې پکې وي

د عکس سرچینه، Social Media
د طالبانو حکومت پر تلویزیونونو یو لړ بې ساري محدودیتونه وضع کړي چې له مخې یې دا تلویزیونونه اجازه نه لري داسې سریالونه خپاره کړي چې ښځینه ممثلینو په کې رول لوبولی وي.
دا نوې کړنلاره د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا چمتو شوې چې د رسنیو او خبریالانو له استازو سره په غونډه کې دوی ته اورول شوې ده.
د دغو اصولو له مخې تلویزیونونه باید داسې ډرامې او تمثیلي پروګرامونه خپاره نه کړي چې لوبغاړې یا تمثیلوونکي یي ښځې وي، کومیډي او تفریحي پروګرامونه دې داسې نه چمتو کېږي چې چا ته په کې سپکاوی وشي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې محدودیتونو له مخې تلویزیونونه دې داسې "ډرامې" نه خپروي چې "دیني شعایرو او یا هم انساني کرامت ته په کې سپکاوی شوی وی."
دغه راز تلویزیونونو ته ویل شوي چې د شریعت د اصولو او د افغاني ارزښتونو خلاف څه دې نه خپروي او نه دې داسې بهرني او کورني فلمونه خپروي چې د پردیو کلتور افغان ټولنه کې دود کړي او یا ټولنه کې د دوی په وینا د بد اخلاقۍ سبب وګرځي.
بله ماده کې راغلي چې تلویزیونونه دې داسې فلمونه او ویډیوګانې نه خپروي چې د نارینه عورت په کې ښکاره وي.
دغه راز د تلویزیونونو له ښځینه ویاندویانو غوښتل شوي چې حجاب مراعات کړي او د هغو سریالونو له خپرولو دې ډډه وشي چې د نبیانو او اصحابو تمثیل په کې شوی وي.

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون غړی حجت الله مجددي وايي د طالبانو له خوا د تلویزیونونو لپاره دا نوې محدودیتونه د تمې خلاف وو.
نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې دې محدودیتونو کې داسې موارد دي چې عملي بڼه نه لري او که عملي هم شي نو تلویزیونونه به اړ شي چې خپلې دروازې وتړي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مولوي محمد خالد حنفي دې غونډه کې خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي او د ده په وینا د پردیو د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.
په تېره شل کلنه دوره کې د نړیوالې ټولنې په حضور کې د رسنیو ازادي له مهمو لاسته راوړنو بلل کېده. خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته رسنۍ نه لکه د پخوا په څېر مالي امکانات لري او نه هم د رسنیو د فعالیت لپاره د پخوا په څېر چاپېریال شته.
د طالبانو د واکمنۍ لومړیو اونیو کې له خبریالانو سره د زور زیاتي څو پېښې ثبت شوې دي. خو طالبانو تل ټينګار کړی چې د رسنیو لپاره ټول افغانستان کې د کار ښه چاپېریال رامنځته شوی دی.
خبریالان وېره لري که د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د ا نوي محدودیتونه عملي شي ښايي یو شمېر تلویزیونه نور ونه شي کولی چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي او اړ به شي چې خپرونې بندې کړي.











