افغان قاضيانې: په خپل هېواد کې ځان خوندي نه احساسوي
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ اوس څه کم درې میاشتې تېرېږي. پر کابل او ولایتونو د طالبانو د بریدونو پرمهال زرګونه زندانیان ازاد شول.
اوس سلګونه قاضیانې د همدغو خوشې شویو کسانو له وېرې چې پر بند یې محکوم کړي وو، پټې دي. خو دا تېرو څو اوونیو کې ۲۶ قاضیانې یونان ته اېستل شوې دي.
په دې رپوټ کې د امنیتي دلایلو له مخې د قاضیانو نومونه اړول شوي دي.