"مخ یې مه پټوئ"؛ د افغان ښځینه خبریالانو په ملاتړ کمپاین

مخ مه پټوئ

د عکس سرچینه، SOCIAL

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي لندن

د نړۍ بېلا بېلو ښځینه او نارینه خبریالانو د افغان ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ لپاره په انلاین بڼه کمپاین پیل کړی دی.

د غه کمپاین چې د "مخ یې مه پټوئ " په نامه پر خواله رسنیو چلېږي، له طالبانو غواړي پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي.

دا ملاتړ له هغه وروسته پیل شو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو تصویري رسنیو کې ټولې ښځینه ویاندویانې پر ټلویزیون ماسک تړلو ته مجبورې کړلې.

د طالبانو دغه پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې هم ده.

د طلوع نیوز او شمشاد په ګډون یو شمېر نورو افغان رسنیو پرون (دوشنبه ۲۲ مې) ومنله چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت فرمان دوی ته ور رسېدلی دی.

دغه کمپاین کې ځينو بهرنیو وتلو خبریالانو د خواخوږۍ په پار ماسکونه تړلي او وايي "د افغانستان ښځینه ژورنالستانو ملاتړ کوي او له طالبانو غواړي خپله پرېکړه دې بېرته واخلي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د ار ټي اي په نامه د ایرلنډ د تلویزیون مشر جان ویلیمز وايي: "په افغانستان کې د خپلو ملګرو [خبریالانو] ملاتړ کوو او له طالبانو غواړو چې خبریالانې مخ پټولو ته مه مجبورئ."

د منځني ختیځ د چارو یو بل خبریال انډرو نارت چې ډېر موده یې په افغانستان کې هم خبریالي کړې، پر خپله ټوېټر پاڼه داسې انځور خپور کړی چې خولې ته یې ماسک تړلی.

ښاغلي نارت خپل انځور ته لیکلي : "د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره چې په زړورتوب د خپلو حقونو دفاع کوي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

له خبریالانو پرته مدني فعالانو او له خبریالانو د دفاع ټولنو غړو هم په دغه کمپاین کې برخه اخیستې او د افغانستان له ښځینه خبریالانو سره یې د خواخوږۍ په پار ماسکونه تړلي دي.

عبیدالله بهیر چې د افغان امریکايي پوهنتون استاد او مدني فعال دی، هم په دې کمپاین کې برخه اخیستې او پر ټوېټر پاڼه یې خپل داسې انځور خپور کړی چې تور ماسک یې تړلی دی.

له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په رسنیو يې بې ساري بندیزونه لګولې دي. شمېرې ښيي چې تېرو نهو میاشتو کې سلګونه رسنۍ تړل شوې دي او ګڼ شمېر خبریالان له افغانستانه وتلي دي.

طالبان وايي ګڼې رسنۍ د مالي ستونزو له امله تړل شوي او دا چې دوی پر رسنیو محدویتونه نه لګوي خو ځینې خبریالان بیا وايي "کاري ساحه پرې تنګه شوې او په خپلواک ډول خبریالي نه شي کولی."