افغان حکومت: د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې د رسنيو فعاليت محدود شوی

راديو

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د وروستیو جګړو له امله او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ګڼې رسنۍ یا تړل شوې یا محدودې شوې دي او یا هم اړ شوې چې د طالبانو په غوښتنه خپرونې وکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارسمبالي محمد قاسم وفايي زاده يوې خبرې غونډې ته وويل، د جګړو له امله او دغه راز د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د لرغونو ابدات ویجاړېدل او ضایع کېدل هم د پخوا پرتله څو برابره ډېر شوي دي.

د ښاغلي وفایې زاده په وینا د زور له لارې په دغو رسنیو کې د طالبانو د پیغامونو او خپرونو خپرېدل روښانه کوي، چې طالبان اوس هم د پخوا په شان دي او بدلون په کې نه دی راغلی.

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مشر مجیب خلوتګر هم وايي، د دوی د مالوماتو له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ۳۳ رسنۍ تړل شوي او په ځینو کې یې د طالبانو په خوښه نشرات کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په بېلو ولایتونو کې تر ۵۰ ډېر خبریالانو د هغوی د خوندیتوب په موخه کابل ته راغوښتل شوي او په خبره یې څه باندې ۷۰ خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله د لنډ مهال لپاره له افغانستانه بهر تللي دي. دغه وزارت وايي، هغو خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو ته چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، د خوندي کولو پلان لري.

هارون حکيمي

د عکس سرچینه، HAKIMI FB

بلخوا د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال هارون حکیمي وايي چې د هېواد په مختلفو سیمو کې تاریخي ابدات، لرغوني ځایونه او مشهور زیارتونه د جګړې له امله د ویجاړېدو او د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

بي بي سي د اطلاعات او کلتور وزارت اندېښنې او ادعاوي له طالبانو سره شریکي کړې، د دوی ویاند ذبیح مجاهد یې په ځواب کې وویل، د تاریخي ابداتو ساتنه د دوی مسؤلیت دی او په وینا یې اوس هم د دوی واک لاندې سیمو کې بې پرۍ رسنۍ د پخوا په شان خپرونې کوي.

په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د کمیت او کیفیت له اړه د رسینو وده بې ساري ګڼل کېږي. په دغه موده کې افغان حکومت د بیان ازادي خپله لویه لاسته راوړنه یادوي او له طالبانو سره یې د سولې په مذاکراتو کې د دغې لاسته راوړنې پر خوندي کولو بیا، بیا ټینګار کړی دی.