کابل کې د پاکستان سفیر بوخته دیپلوماسي: اسلام اباد د څه په لټه کې دی؟

کرزی/ منصور احمد خان

د عکس سرچینه، karzai facebook

    • Author, حمید شجاع
    • دنده, بي بي سي- لندن

د خواله رسنیو هغو کاروونکو چې د افغانستان مسله او دې هېواد کې سیاسي او امنیتي پرمختګونه څاري، په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان د سفیر کمسارو دیپلوماتیکو بوختیاوو ته پام شوی.

منصور احمد خان په ۲ ورځو کې 'د جولای دیارلسمه او څوارلسمه ' کابل کې له نږدې پځلسو افغان سیاسي مشرانو او چارواکو سره کتلي دي.

په دې کسانو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، د حزب وحدت مشر کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني او ځینې نور شامل دي.‌

د یو سفیر لپاره په کوربه هېواد کې له سیاسي مشرانو او ډلو سره کتل کومه نوې خبره نه ده،‌ بلکې د دیپلوماتیکو فعالیتونو یوه برخه ده.‌

خو یوازې د ۴۸ ساعتونو په موده کې په دومره لوی شمېر مهمو کسانو سره د پاکستاني سفیر لیدنو دا پوښتنه راپیدا کړه چې د پاکستان ګړندۍ دیپلوماسي د څه په معنا ده.

د دې پوښتنې ځواب د جولای پر پنځلسمه تر یوه حده روښانه شو، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ومنله چې ګڼو همدې سیاسي مشرانو ته یې بلنه ورکړې چې 'د خبرو لپاره' د جولای له ۱۷مې تر ۱۹مې اسلام اباد ته سفر وکړي.‌

سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د پاکستان حکومت شاوخوا دېرشو کسانو ته رسمي بلنه ورکړې، چې پکې د افغان حکومت یو شمېر چارواکي هم شامل دي.

خو ایا ټوله کیسه همدا ده؟ او که د پردې تر شا نور څه هم شته. په دې اړه ځینې مهمې پوښتنې شته چې دا باید ځواب شي.

کابل کې د پاکستان سفیر ولې دومره فعال شوی؟

منصور احمد خان/ عبدالله

د عکس سرچینه، mansoor ahmed khan twitter

د چارو شنونکی مشتاق رحیم وایي، په افغانستان کې د طالبانو وروستیو پوځي لاسته راوړنو او پرمختګونو دې هېواد کې د پاکستان په اړه عامه ذهنیت نور هم منفي کړی دی.

د نوموړي په وینا، پاکستاني رسنیو هم دې وروستیو کې د طالبانو 'پرمختګ' ته د پروپاګند تر حده هوا ورکړې، چې طبعاً دا هر څه په افغانستان کې د پاکستان ضد احساسات راپاروي.

مشتاق رحیم وایي: "د پاکستان سفیر هڅه کوي چې اوسنی 'د پاکستان ضد ذهنیت' بدل کړي، او د سیاسیونو له لارې افغان حکومت ته هم مثبت پیغام ور ورسوي. ''

اسلام اباد کې مېشت خبریال او د سیاسي چارو شنونکی طاهر خان هم په دې باور دی چې افغانستان کې اوسني امنیتي‌ وضعیت او د طالبانو پرمختګونو یو ځل بیا د کابل او اسلام باد پر اړیکو فشار ډېر کړی.

نوموړی وایي، پاکستان په دې باور دی چې د افغان سولې لپاره یې ډېر څه کړي دي، خو له دې هڅو سره سره بیا هم به کابل کې د پاکستان په اړه نظر منفي دی.

طاهر خان وایي: "پاکستان په دې خبره پرېشانه دی. له همدې کبله یې سیاسي مشران او حکومتي کسان اسلام اباد ته ورغوښتي چې د دوی نظرونه واوري،‌ او په دې هم ورسره خبرې وکړي چې د افغان سولې بهیر کې پاکستان په راتلونکي کې څه رول لوبولی شي".

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن دوړ په دې باور دی چې د سفیرانو لیدنې کتنې د معمول خبره ده، او د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسی لا هم نه ده بدله شوې.‌

نوموړی وایي، که پاکستان رښتیا هم غواړي چې د ځان په اړه د افغان ولس او حکومت نظر بدل کړي نو باید پر طالبانو فشار راوړي چې روان تاوتریخوالی ختم او افغان حکومت سره اوربند وکړي.‌

د اوسني بهیر ملاتړ، که نوې سیناریو ته چمتووالی؟

خلیلزاد

د عکس سرچینه، khalilzad twitter

د افغان طالبانو په اړه د ځینو جګپوړو بهرنیو چارواکو وروستیو څرګندونو هم بېلابېل بحثونه پیل کړي.

دوه ورځې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزیر بن والس وویل، که طالبان ځینې شرطونه ومني نو دوی چمتو دي چې په راتلونکي کې ورسره ګډ کار وکړي.

همدا راز مسکو،‌ تهران او د مرکزي اسیا ځینو پلازمېنو ته د طالب پلاو وروستیو سفرونو هم دې ذهنیت ته وده ورکړې چې ګواکې د افغانستان ګاونډیان د دې ډلې په اړه خپل دریځ نرموي او 'راتلونکې سیناریو' ته چمتووالی نیسي.

خبریال او شنونکی طاهر خان وایي، پاکستان هم نه غواړي چې د افغان سولې له بهیر او یا هم راتلونکي کې د افغانستان په اړه له مهمو پرېکړو بهر پاتې شي.

نوموړی بي بي سي ته وویل: "عام ذهنیت که هر څه وي،‌ خو حقیقت دا دی چې طالبان هم پر پاکستان اعتماد نه کوي. پر دوی چې کله سخت وخت راشي، روسیې یا ایران ته ځي. پاکستاني مشران به هر څه دعوې کوي، خو داسې هم نه ده چې طالبان بالکل د دوی په لاس کې دي".

طاهر خان زیاتوي، اسلام اباد اوس په دې هم پوهېدلی چې دا ځل د افغانستان کشاله کې د یو اړخ ملاتړ نشي کولی او د افغانستان دولت او ادارې له پامه نشي غورځولی".

د چارو شنونکی مشتاق رحیم هم ورته نظر لري‌ او وایي، پاکستان په دې پوهېږي چې د ۱۹۹۶ په څېر 'رادیکال بدلون' په افغانستان کې اوسنیو شرایطو کې ناشونی دی.

ښاغلي رحیم بي بي سي ته وویل: "پاکستان په دې فکر کې دی چې د افغان دولت او ټولنې له بېلابېلو اړخونو سره د خبرو دروازې پرانیستې وي. که له افغان حکومت سره مخالفتونه هم وي، خو اسلام اباد غواړي‌ چې نور مطرح کړیو سره اړیکه کې اوسي".

د مشتاق رحیم په وینا، پاکستان په غربي نړۍ او رسنیو کې هم د افغانستان په قضیه کې تر فشار لاندې دی، او نه غواړي چې هم لویدیځ کې ملګري ونه لري، هم افغانستان کې اعتبار ونه لري او په میدان پاتې شي.‌

ایا د پاکستان او امریکا خبره یوه ده؟

خلیلزاد/ عمران خان

د عکس سرچینه، zalmay khalilzad twitter

په داسې حال کې چې دوحه کې بین الافغاني مذاکرات لږ تر لږ د کاغذ پر مخ روان دي او ټاکل شوې ده چې د افغان سیاستوالو یو جګپوړی پلاوی هم نږدې ورځو کې دوحې ته سفر وکړي، ځینو سره دا پوښتنه پیدا شوې چې د پاکستان دا وروستۍ دیپلوماتیکې هڅې د څه لپاره دي؟

ایا دا هلې ځلې له امریکا سره په همغږۍ کېږي، او ایا اسلام اباد کې د افغان سیاستوالو احتمالي غونډه د دوحې بهیر د ملاتړ لپاره ده؟

یو شمېر شنونکي په دې باور دي‌ چې د ولسمشر جو بایډن له واکمنېدو سره د امریکا او پاکستان اړیکې، لږ تر لږه د افغانستان په قضیه کې، د پخوا پرتله بېخوند شوې دي.

دوی د بېلګې په توګه وایي، عمران خان یو له هغو مهمو نړیوالو مشرانو دی چې تر دې دمه د امریکا ولسمشر جو بایډن ورسره تیلیفوني خبرې نه دي کړې، او نه یې هم واشنګټن ته د ورتلو بلنه ورکړې.

خبریال او شنونکی طاهر خان وایي، د اوسني خپګان یو دلیل دا هم کېدلی شي چې امریکایان فکر کوي پاکستان ورسره هغسې مرسته نه ده کړې لکه ژمنه یې چې کړې وه.

خو نوموړی ټینګار کوي چې د اسلام اباد او واشنګټن وروستۍ اړیکې که هر څنګه وي، خو په اصولو کې د افغانستان قضیې په اړه یوه هوکړه شته، او زلمی خلیلزاد هم د افغان سولې بهیر کې د پاکستان له رول او کړنو راضي ښکاري.

شنونکی مشتاق رحیم هم په دې باور دی چې د ولسمشر بایډن ادارې پاکستان له پامه غورځولی، اسلام اباد وارخطا دی او هڅه کوي چې د واشنګټن پام بېرته ور جذب کړي.

ښاغلی رحیم وایي: "پاکستان د دې وروستیو منډو ترړو له لارې غواړي دا پيغام ورکړي چې 'موږ لا شته یو او کولی شو چې یو رول ولوبوو'.

ایا اسلام اباد او دوحې ته د افغان سیاستوالو سفرونه تړاو لري؟

افغان سوله

د عکس سرچینه، Dr.Abddullah FB

ځینې هغه افغان سیاستوال چې ویل کېږي نږدې راتلونکي کې به دوحه کې له طالبانو سره خبرې کوي، پاکستان ته هم د خبرو لپاره ور بلل شوې دي.

پوښتنه دا ده چې ایا دا دواړه سفرونه له یو بل سره څه تړاو لري، او ایا د اسلام اباد غونډه د دوحې خبرو لپاره چمتووالی دی، که او کومه جلا پروسه ده؟

شنونکی مشتاق رحیم وایي، دوحې ته د افغان سیاستوالو احتمالي سفر د زلمي خلیلزاد پلان دی او پاکستان پکې له پامه غورځول شوی.‌

د نوموړي په وینا، پاکستان اړ شوی چې یو شمېر افغان سیاستوال اسلام اباد ته ور وبولي‌ او امریکا ته دا ووایي چې 'موږ له پامه مه غورځوه'.

خو اسلام اباد کې مېشت خبریال او شنونکی طاهر خان په دې باور دی چې دواړه سفرونه یو بل سره تړاو لري.

د هغه په وینا، پاکستاني‌ چارواکي ټینګار کوي چې طالبان د دوی د فشار له کبله دې ته چمتو شوي چې له کابله د ورتلونکي افغان سیاستوالو پلاوي سره وګوري.

په هر صورت، د دواړو سفرونو کره نېټې او برخلیکونه لا هم نه دي څرګند، او لږ تر لږه اسلام اباد ته ور بلل شوي افغان سیاستوال او چارواکي‌ یوه خوله نه ښکاري.

سرچینو بي بي سي ته ویلي، د سیاستوال برعکس د افغان حکومت چارواکي اسلام اباد ته د سفر او هلته غونډې او خبرو ته ډېر لېواله نه دي.

شنونکي وایي، که پاکستان د افغان حکومتي چارواکو له شتون پرته یوازې د یو شمېر سیاستوالو کوربتوب کوي او د افغانستان پر برخلیک ورسره خبر کوي، نو ښایي‌ دا د کابل او اسلام اباد اړیکې نورې هم ترینګلې کړي، او دا غونډه به تر ګټې ډېر تاوان ولري.‌