د افغان سیاستوالو پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي

افغان سوله

د عکس سرچینه، Dr.Abddullah FB

یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، د ملي پخلاینې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون یو لوړ پوړی سیاسي پلاوی دوحه ته ځي.

د دې پلاوي د غړو په تړاو لا زیات معلومات نشته خو بي بي سي ته یوې سرچینې وویل، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي پخلاینې د عالي شورا د مشرتابه د کمېټې غړی محمد یونس قانوني او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او یوشمېر نورې سیاسي څېرې د دغه سفر ګډونوال دي.

ښاغلي عبدالله سې شنبه کابل کې د ملي پخلاینې د عالي شورا د میرمنو کمیټې غونډې ته په وینا کې د ژر تر ژره تر سره کېدونکی ناستې یادونه وکړه خو ځای او نېټه یې په ډاګه نه کړه. نوموړي وویل:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرې ته چمتو دی او کیدای شي همدې نژدې ورځو کې یو فرصت برابر شي. په یو بل پوړ کې به مذاکره ترسره شي دا چمتوالی نیول شوی او په همدې نیت ځو چې کیدای شي دا یو فرصت هغه جګړې ختمولو ته چې ډېرو افغانانو په کې قرباني ورکړې ده ".

په ورته وخت، پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي او طالبانو تر منځ به د سولې خبرې ډېر ژر بیا پیل شي.

ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له ولسمشر غني، د ملي مصالحې د شورا له مشر عبدالله عبدالله او پخواني جهادي مشر عبدالرب الرسول سیاف سره له کتنې دوه ورځې وروسته وکړي.

ټاکل شوې وه چې دغه پلاوی دوه اونۍ مخکې دوحې ته سفر وکړي، خو د نامعلومو دلایلو له امله وځنډید.

د طالبانو غبرګون: خبرو ته چمتو یو

قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، طالبان وایي د افغان سیاستوالو د ورتګ خبر یې اورېدلی او خبرو ته چمتو دي

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بي بي سي ته وویل، دوی هم داسې رپوټونه ترلاسه کړي چې ګواکې یو با صلاحیته پلاوی به نږدې ورځو کې دوحې ته د خبرو لپاره ورځي.

نوموړي وویل، په تېر کې هم داسې رپوټونه خپاره شوي وو، خو وروسته نېټې سره بدلې شوې او پای کې هېڅوک له کابله دوحې ته ورنغلل.

ښاغلي نعیم زیاته کړه، دوی له خپل لوري چمتو دي او هر څوک چې د خبرو په نیت ورځي، دوی به ورسره کېني.

نوموړي دا وضاحت هم وکړ چې له افغان سیاستوالو سره احتمالي ناسته به د کومې بلې نوې پروسې یا بهیر په معنا نه وي، بلکې د روانو بین الافغاني مذاکراتو په چوکاټ کې به کېږي.

د حکومت او طالبانو لخوا پر یو بل تورونه

قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو خبرې له تېر سپتمبر پیل شوې، خو لا هم څه پرمختګ پکې نه لیدل کېږي او ورسره افغانستان کې تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.

حکومت طالبان تورنوي چې د سولې اراده نه لري، خو دا ډله بیا پر افغان حکومت تور لګوي چې سولې ته خنډونه جوړوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شهاب الدین دلاور د جمعې په ورځ مسکو کې خبري غونډې ته وویل، څلور میاشتې مخکې یې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په لاس افغان دولت ته لیک استولی و، چې په وینا یې تر اوسه بې ځوابه پاتې دی.

taliban in russia

د عکس سرچینه، M.naeem/twitter

د عکس تشریح، د طالبانو یو پلاوی تېره اوونۍ مسکو ته د خبرو لپاره تللی و

د ښاغلي دلاور په وینا هغه لیک کې یې د افغانستان سولې بهیر لړ کې افغان دولت ته وړاندیزونه کړي وو.

حامد کرزي هم خپلو خبرو کې پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره په لاس ورغلی چانس ضایع نه کړي او زیاته یې کړه:

"په دواړو لورو غږ کوم چې دواړه د دې خاورې یاست، سره کېنئ، سوله وکړئ او هېواد له دې حالت وژغورئ. "

تېره مۍ میاشت له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره طالبانو پر ډېرو سیمو ولکه کړې او وايي، تر دوو سوو ولسوالۍ یې نیولې دي.

خو حامد کرزي نن پر دې ډله غږ وکړ: "طالبانو د ولسوالیو نیولو سره ځای ته نه رسېږئ، د سولې لپاره خپلو خلکو ته مخه کړئ. "

د حامد کرزي دا هیله په داسې مهال ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی بیا د سیمې په سفر دی او جلا جلا طالب پلاویو پر روسیې او ترکمنستان سربېره تهران ته هم سفرونه درلودل.

تهران کې طالب پلاوي د افغانستان اسلامي جمهوري پلاوي غړو سره ناسته درلوده او د دې دوه ورځنۍ غونډې اعلامیه کې دواړو لوریو ټینګار کړی چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل نه دی او ټولې هڅې باید پر سیاسي او سوله ییز حل ورټولې وي.

حکمتیار: د طالبانو جګړه د اسلام په ګټه نه ده

حکمتیار

د عکس سرچینه، Social media

له بلې خوا د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو جګړه "د اسلام په ګټه" نه بولي.

ښاغلی حکمتیار یوه بیان کې چې خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي طالبانو ته په خطاب وایي: "تاسې لا پيدا نه وئ چې موږ جهاد پیل کړی و، له تاسې ډېر اسلام ته ژمن یو، خو ستاسې اوسنۍ جګړه نوره د اسلام لپاره نه ده، نه له شرعي او نه هم له عقلي پلوه ورته توجیه شته. "

د نوموړي په خبره، د افغان کشالې یوازینۍ لار خپلمنځي خبرې دي او له دې لارې خپل حق تر لاسه کول دي.