طالب پلاوی د خبرو لپاره مسکو ته تللی؛ د تهران ناسته په ګډې اعلامیې پای ته ورسېده

taliban in russia

د عکس سرچینه، M.naeem/twitter

افغان طالبانو ویلي، د دوی یو څلور کسیز پلاوی د سولې پروسې او افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه د خبرو لپاره د پجنشنبې پر ورځ د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی او هلته یې له روسي چارواکو سره کتلي.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دوی پلاوی د روسیې په رسمي بلنه مسکو ته تللی او د افغانستان لپاره یې د روسي ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

طالب پلاوی داسې مهال مسکو ته سفر کوي چې د افغانستان په شمال کې وروستیو نا امنیو د روسیې په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه اندېښمن کړي دي.

د روسیې د بهرنی چارو وزیر سرګي لاوروف دوه ورځې وړاندې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي وو، امریکا افغانستان کې ناکامه شوې او اوسنی وضعیت د سیمې هېوادونو ته خطر دی.

روسي چارواکو همدا راز د افغانستان شمالي ګاونډیو، په ځانګړې توګه تاجکستان او ازبکستان ته ډاډ ورکړی په افغانستان کې د روان وضعیت ناوړه پایلو مخنیوي لپاره پر مسکو حساب کولی شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دې ډلې له ضمیر کابلوف سره یو ځل بیا خپل موقف څرګند کړ چې د افغانستان خاوره به د هېچا په خلاف نه استعمالېږي، د بندرونو چارې به په عادي‌ توګه دوام مومي او د طالبانو لخوا به بهرنیو دیپلوماتانو او د خیریه بنسټونو کارکوونکو ته هېڅ ګواښ نه وي.

تهران ناسته په ګډې اعلامیې سره ختمه شوه

EPA

د عکس سرچینه، EPA

بل لور ته د ایران پلازمېنه تهران کې د افغانستان جمهوریت او طالبانو پلاوي دوه ورځنۍ ناسته نن د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

دواړو غاړو په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل نه دی او ټولې هڅې باید پر سیاسي او سوله ییز حل راټولې وي.

دواړو خواوو د تهران غونډه د افغانستان کړکېچ ته د سیاسي حل موندلو ته تازه فرصت ګڼلی.

د افغان حکومت او طالبانو استازو په دې ناسته کې هوکړه کړې چې له جګړې څخه د دایمي سولې په لور تګ ته د میکانیزم رامنځته کولو په خاطر به ژر بله مشورتي غونډه هم جوړه کړي.

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، دا غونډه د خبرو د ټیمونو ترمنځ د باور رامنځ ته کولو لپاره وه.

په دې غونډه کې د افغانستان پلاوي مشري محمد یونس قانوني کوله او د طالبانو پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد ستانکزي کوله.

رسنیو ته د دې غونډې په پای کې د خپرې شوې اعلامیې متن کې راغلي:

''د ټولو مسایلو په هکله په مفصل ډول، په صمیمانه چاپېریال کې په صراحت سره سره خبرې وشوې".

په اعلامیه کې د تهران غونډه ''د افغان معضلې د سیاسي حل لپاره یوه زمینه او فرصت'' بلل شوې او زیاتوي چې دواړو لوریو هغه بریدونه غندلي چې د خلکو پر کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او روغتونونو کېږي او د ملکي خلکو د مرګژوبلي لامل کېږي، او ''د دې بریدونو عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کړې.