د افغان دولت استازي، طالبان او یو شمېر افغان سیاستوال تهران کې پر افغان سولې غږېدلي

د عکس سرچینه، IRNA
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عامه خبر رسونې او مطبوعاتو چارو ادارې ویلي د افغانستان د دولت د استازو او د لوړ پوړو شخصیتونو او د طالبانو د لوړ پوړي سیاسي پلاوي په حضور د بین الافغاني خبرو اترو غونډه د ایران په کوربتوب د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې پیل شوې ده.
د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، دا ناسته د ایران په بلنه جوړه شوې ده او موخه یې بین الافغاني مذاکراتو کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور ډېرول دي.
اغلي انوري وایي، ایران د افغانستان د یو ګاونډي په توګه کولی شي چې د افغان سولې پر بهیر اغېز ولري او افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره مهم رول ولوبوي.
طالبانو هم منلې ده چې د دغې ډلې یوه لوړ پوړي پلاوي د ایران په رسمي بلنه تهران ته سفر کړی او پر افغان سولې به خبرې کوي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم نن (چهارشنبه، د سرطان ۱۶) بي بي سي ته وویل دغه لوړ پوړی پلاوی د طالبانو د مرکچي پلاوي د مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ ایران ته تللی تر څو د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر ایران کې د دوی د پلاوي انځورونه او وېدیو خپره کړې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ورته غږېږي.
ښاغلی مجاهد وايي، د دوی خبرې د کډوالو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې او افغانستان او سیمه کې د امنیت او سولې پر مسلو ورټولې دي.
ظریف: افغان مشران باید سختې پرېکړې وکړي

د عکس سرچینه، AFP
د ایران دولتي آژانس (ایرنا) لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دغې غونډې په پیل کې ویلي: "نن د افغانستان خلک او سیاسي مشران باید د خپل هېواد د راتلونکي لپاره ستونزمنې پریکړې وکړي."
هغه په افغانستان کې د جګړو د دوام نامطلوبو پایلو ته په اشارې " د بین الافغاني خبرو اترو میز ته راګرځېدل او سیاسي کړنلارې ته ژمنتیا د افغانستان د سیاسي مشرانو او ډلو لخوا تر ټولو غوره ټاکنه وبلله او په دغه هېواد کې یې د شخړو او روانو کړکیچونو د حل او فصل په موخه د ښکېلو ډلو تر منځ یې د خبرو اترو له پروسې سره د مرستې لپاره د ایران چمتوالی اعلان کړ. "
ښاغلي ظریف همداراز د سولې له رامنځ ته کېدو وروسته د افغانستان له هر اړخیزې سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزې پراختیا سره د مرستې لپاره د ایران پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لودیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر رسول موسوي په خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان د پارلمان د کلتوري کمیسون پلاوي، د طالبانو لوړ پوړي سیاسي پلاوي، د جمهوریت لوړ پوړي سیاسي پلاوي او د وګړو د هویت د تثبیت پر پروسې نظارت کوونکي عالي پلاوي ایران ته سفر کړی دی.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي طالبان به نن له ځینو افغاني شخصیتونو سره یوه ناسته ولري.
ښاغلي نعیم ویلي په دغه ناسته کې به د هېواد د اوسني وضعیت او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل په اړه بحث وکړي، خو روښانه کړې یې نه ده چې دغه افغاني شخصیتونه به کوم کسان وي.
ایران تر دې وړاندې د افغانستان د سولې خبرو اترو د پروسې د کوربتوب لپاره د تهران د چمتوالي په اړه خبر ورکړی و.









