د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی

د عکس سرچینه، Getty Images
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن (سې شنبه، دلو/سلواغه ۷مه) پر ټویټر لیکلي، د طالبانو پلاوی به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او د افغانستان او سیمې پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، دوی ایران ته د طالبانو د پلاوي پر سفر خبر دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ایران دولت په دې تړاو د افغانستان د دولت نظر غوښتی او ترلاسه کړي یې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي:
"ایران ته د طالبانو د پلاوي د سفر د تنظیم هدف دا دی چې د ایران اسلامي جمهوري دولت پر خپلو لیدلورو سربېره طالبان د جمهوري نظام او د افغانستان د اساسي قانون د ارزښتونو په چوکاټ د سولې یوې جامع هوکړې ته د رسیدو، په ځانګړې توګه د سملاسي اوربند د تامین په اړه د سیمه ییزې اجماع پر موجودیت اګاه کړي".
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران غواړي له دې اړخه هم ډاډه شي چې افغانستان بیا د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو په پټنځي نه بدلېږي.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم رسنیو ته دا سفر تایید کړی دی.
نوموړی وايي په پام کې ده چې د طالبانو پلاوی د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ګډون له ایراني چارواکو سره د افغانستان د چارو، سولې بهیر او نورو اړوندو مسلو په اړه خبرې ولري.
ایران ته د طالبانو دا پلاوی داسې مهال سفر کوي، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف شاوخوا یوه میاشت وړاندې افغانستان کې له یوه تلوېزیون سره مرکه کې ویلي وو، هېواد یې طالبان لاهم یوه "ترهګره" ډله ګڼي.
هغه ویلي وو، د قوانینو پربنسټ لاهم ایران طالبان د ترهګرو له ډلې نه دي ایستلي.
ایران ته د طالب پلاوي سفر نوې خبره نه ده.
د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی تېر کال هم تهران ته تللی او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره یې کتلي وو.
ایراني چارواکو په دې وروستیو له طالبانو سره خپلې لیدنې او خبرې تایید او ان ستایلې دي.
خو په ورته وخت کې د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په څرنګوالي شکونه ښودل کېږي او افغانستان کې "له طالبانو سره د ایران د همکارۍ" په اعتراض ځینې غونډې هم شوې دي.
ایران ته طالبانو داسې مهال سفر کړی چې دوه اونۍ مخکې د قطر دوحه کې د افغانستان د دولت او طالب مرکچیانو ترمنځ د سولې د دویم پړاو خبرې پیل شوې، خو پرمختګ پکې ډېر پڅ ښکاري.
د طالبانو او افغان دولت د مرکچیانو خبرې داسې مهال پیل شوې، چې امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ نوی حکومت راغلی. ښاغلي بایډن لا تر اوسه د افغانستان د سولې بهیر په اړه خپل نظر نه دی ښودلی، خو د امریکا د بهرنیو چارو نوي نوماند وزیر ویلي، ښاغلی بایډن به له طالبانو سره د امریکا شوې هوکړه له سره وارزوي.
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تېره ورځ د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
سرچینه وايي، دواړو وزیرانو د سولې بهیر کې د پرمختګ او افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پر هڅو خبرې کړې دي.









