اشرف غني بیا له پاکستان وغوښتل چې طالبان خبرو ته کېنوي

ر

د عکس سرچینه، PAkSupremeCourt/Arg

د عکس تشریح، افغان ولسمشر او د پاکستان سرپرست لومړی وزیر
    • Author, حميد شجاع
    • دنده, بي بي سي لندن

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر او د دغه هېواد د پوځ له مشر وغوښتل، چې په پاکستان کې مېشت افغان وسله وال طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

ولسمشر غني پر خپله شخصي ټوېټر پاڼه زیاتوي، د پاکستان له لومړي وزیر ناصر الملک او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره یې د جمعې پر ورځ(د اختر په اوله) تلیفوني خبرې وکړې او دوی ته یې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله وژنه تایید کړه.

امریکايي چارواکو ویلي، چې مولانا فضل الله په کونړ ولایت کې په یوه ډرون برید کې په نښه شوی دی.

ولسمشر غني ویلي، چې مولانا فضل الله د افغان امنیتي ځواکونو د څارګرو مالوماتو په پایله کې وژل شوی.

ولسمشر غني دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د افغانستان د دفاع وزارت هم په کونړ ولایت کې د امریکایي ځواکونو په یوه ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله وژنه تائید کړه.

ویل کېږي امریکايي پوځ ملا فضل الله د جون ۱۳ مې او ۱۴ مې نېټې تر منځ شپې مهال د کونړ په مروره ولسوالۍ کې وژلی دی.

د پاکستاني مشرانو ژمنه

ر

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، پاکستاني مشرانو د افغان حکومت او طالبانو د اوربند هرکلی کړی دی.

پاکستاني مشرانو بیا افغان ولسمشر ته د هغه اوربند مبارکي ورکړې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ اعلان شوی، او دا یې د دواړو خواو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بللې.

د ولسمشر غني په وینا، پاکستاني مشرانو ډاډ ورکړی چې د ملا فضل الله وژنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي لا ښه کړي او پاکستان به د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

بله خوا د پاکستان د پوځ لخوا هم په یوه اعلامیه کې راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني پوځ له مشر جنرال باجوا سره تلیفوني خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې ملا فضل الله له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې پټ و، او وژنه به یې د هغو پاکستانیو کورنیو زړونه صبر کړي چې په ترهګرو بریدونو کې یې خپل خپلوان له لاسه ور کړي دي.

"ښه" او بد ترهګر"

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ملا فضل الله د حکیم الله مسید له وژني وروسته د پاکستاني طالبانو مشر شو.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ملا فضل الله وژنه دا ثابتوي چې افغانستان ترهګرو ته د "ښه" او "بد" په سترګه نه ګوري.

نوموړي تمه څرګنده کړې چې اوس به پاکستان هم نه یوازې په قول بلکې په عمل کې ورته ګام پورته کړي.

افغان او امریکايي چارواکي پر پاکستان له کلونو راهیسې تور لګوي چې وسلوال په ښو او بدو وېشي.

د دوی په وینا هغه وسلوال چې نورو هېوادونو په تېره افغانستان او هند کې کې جګړه کې کوي د پاکستان لپاره "ښه ترهګر دي" او پرضد یې ګام نه پورته کوي.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر هم پر خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، د ملا فضل الله وژنه او په افغانستان کې اعلان شوی اوربند ټولو خواو ته یو ځانګړی فرصت په لاس ورکړی چې پر یو بل د تورونو لګولو پر ځای په سیمه کې د سولې لپاره همکاري وکړي.

ملا فضل الله

ملا فضل الله د سوات یوسفزی پښتون او پر ۱۹۷۴ کال کې زېږېدلی و.

نوموړی د یوسفزیو بابکرخیل ښاخ اړوند دی.

هغه د ۲۰۱۳ کال کې د حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.

ملا فضل الله تر حکیم الله مسید ډېر خطرناک او توندلاری بلل کېده.