"د طالبانو مړي ایران ته لېږدول شوي او د ویر مراسم ورته جوړ شوي"

د فراه ولایت ویندوی ناصر مهري بي بي سي ته ویلي، د دغې سیمې جګړو کې د یو شمېر وژل شویو طالبانو مړي ایران ته لېږدول شوي دي.
ښاغلي مهري ویلي، د افغانستان څارګرو ادارو داسې مالومات ترلاسه کړي چې د دغو کسانو لپاره د ایران په خاوره کې د عزادارۍ مراسم نیول شوي.
ده سربېره پر دې چې ټینګار وکړ نه پوهېږي دا کسان د ایران وګړي ول که نه، ویي ویل دا پېښه ښيي چې ایران د طالبانو ملاتړ کوي.
د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بیا بي بي سي سره خبرو کې د ښاغلي مهري څرګندونې رد کړې.
تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د ایراني ځواکونو (سپاه پاسداران) غړي د طالبانو په لیکو کې شته.
بله خوا افغانستان کې د ایران یوه دیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د افغان دولت د مخالفینو په لیکو کې، د ایراني ځواکونو شتون رد کړ. ده ټینګار وکړ چې ایران له لومړي سره د افغانستان د مرکزي دولت ملاتړ کړی او همداسې به دوام ورکړي.
تر دې وړاندې د ایران دولت له طالبانو د ملاتړ تورونه هم رد کړي ول، خو وايي چې ورسره اړیکه لري. په همدې اړه د افغانستان ولسمشریزې ماڼۍ له طالبانو سره د تهران پر اړیکه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې ول چې د هېوادونو چلند باید د دولتونو له لارې وي.
د فراه د والي د ویندوی په وینا، له تېرو دوو میاشتو راهیسې طالبانو د دغه ولایت پر ډېرو سیمو بریدونه کړي دي چې له کلکو زیانونو سره مخ شوي دي.
ښاغلی مهري وایي دغو نښتو کې د طالبانو په لیکو کې یو شمېر وژل شوي کسان پاکستانیان وو.
د ده په وینا دغه ولایت کې د یو شمېر رغنیزو پروژو پیل او پرمختګ د اورپکو د بریدونو د زیاتوالي لامل شوي.








