ارګ: ایراني چارواکي د طالبانو د ویاندانو په ډول خبرې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
راتلونکي افغان حکومت کې طالبانو ته د ونډې ور کولو په هکله د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په ځواب کې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند وايي، ایراني چارواکي د طالبانو د ویاندانو په څېر عمل کوي.
د شاه حسین مرتضوي دا خبرې له هغه وروسته دي چې جواد ظریف وویل، دا ناشونې ده چې افغان طالبان د افغانستان راتلونکي حکومت کې کوم رول ونه لري.
ښاغلي مرتضوي خپله فیسبوکپاڼه کې دا هم ویلي چې ایران له کلونو راهیسې له کورني سیاسي کړکېچ کړېږي ولې یې د اواري لپاره پر خبرو فکر نه کوي.
"که ایران په خبرو باور لري ولې کورنیو مسلو ته پام نه کوي، له مجاهدین خلق ډلې سره ولې خبرې نه کوي".
شاه حسین مرتضوي خپله دا تبصره درې ګړۍ وروسته له فیسبوک لرې کړې ده.
ایران د طالبانو څه ډول رول غواړي؟

د عکس سرچینه، Reuters
جواد ظریف له اېڼ ډي ټو ډې تلوېزون سره مرکه کې له طالبانو سره د تهران پر خبرو وغږېد او ټینګار یې وکړ، چې راتلونکي حکومت کې طالبانو ته د رول ور کولو پرېکړه باید افغان ولس وکړي.
"سیمه او له سیمې لرې باید له افغانانو سره دې پرېکړه کې زمینه برابره نه کړي، نه دا چې پر ویې تپي".
ښاغلي ظریف د هند له یوه تلوېزوني چینل سره مرکه کې دا هم وویل، چې د طالبانو دا رول باید برلاسی نه وي.
"سیمه کې یو کس هم د طالبانو حکومت د ځان په ګټه نه بولي: زما په اند دې برخه کې یو ډول نظر دی".
جواد ظریف هم مني چې دا هېواد د خپل امنیت لپاره له طالبانو سره نارسمي او محدود اطلاعاتي تماسونه لري.
تېره دوشنبه د ایران د ملي امنیت شورا سرمنشي علي شمخاني هم د افغان سولې خبرو کې د خپل هېواد د رول په هکله هیله وښوده او ویې ویل چې طالبان سلا غورځولو ته چمتو دي.
"طالبان له پام نشي غورځېدلی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېر ډیسمبر پر ۳۰ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي هم خبریالانو ته وویل، چې د طالبانو یوه پلاوي تهران کې د دغه وزارت له مرستیال عباس عراقچي سره اوږدې خبرې کړې دي.
د هغه په خبره، دا خبرې افغان سوله کې د ایران د همکارۍ لپاره وې.
نوموړي دا خبرې مهمې وبللې، خو ټینګار یې وکړ چې له طالبانو سره خبرې د دې ډلې له دریځ سره همغږي نه ده.
طالبانو هم منلې چې یو پلاوی یې تېره اونۍ تهران ته تللی و.
د ایران د ولسي جرګې یو غړی مرتضا صفاري له خانه ملت رسنۍ سره خبرو کې وايي:
"که څه هم طالبان ایران ته غوښتي(مطلوب) نه دي، خو باید ومنل شي چې د افغان خاورې یوه برخه یې واک کې ده او له امنیتي او سیاسي پلوه مهم دي او اوسنیو شرایطو کې له پام غورځېدلی نه شي".
له نږدې دوو کلونو راهیسې افغان او امریکايي چارواکي بیا بیا وايي، چې ایران له طالبانو سره پوځي مرسته کوي.
خو ایراني چارواکي دا ډول تورونه ردوي.
د طالبانو او امریکا خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته مهال امریکا هڅه کوي چې له طالبانو سره په خبرو افغان جګړې ته حل لار ومومي.
د چارشنبې په ورځ د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې دا ډله راتلونکې اونۍ له امریکا سره خبرې کوي.
ټاکلې وه، پرون او نن دا خبرې شوې وی، خو مالومه نه ده چې ولې وځنډول شوې.
له دې مخکې رویټرز خبري اژانس ویلي و چې طالبان د قطر د خبرو په ایجنډا هوکړې ته نه دي رسېدلي، ځکه خبرې وځنډېدې.
په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی بیا سیمې ته خوځېدلی او پر افغانستان سربېره، هند، پاکستان او چین ته سفر لري.
زلمي خلیلزاد له دې مخکې هم درې ځلې له طالبانو سره خبرې کړې دي.
لا هم د دې خبرو پوره تفصیل رسنیز شوی نه دی، خو نوموړی وايي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو هڅه کوي









