د ایران او طالبانو خبرې: افغانستان، د سولې هڅې باید د حکومت له لارې وشي

د عکس سرچینه، Getty Images
د وسله والو طالبانو او ایراني چارواکو تر منځ خبرو ته غبرګون کې افغان چارواکي وايي، د سولې هڅې باید د افغان حکومت له لارې وشي.
له دې مخکې د ایران ولسمشرۍ دفتر ویاند محمود واعظي ایسنا خبري اژانس ته ویلي و:
''په هېڅ رپوټ کې مې نه دي لیدلي چې افغان حکومت دې د طالبانو او ایران تر منځ خبرو خواشیني کړي وي. موږ له طالبانو سره له خبرو مخکې له افغان حکومت سره خبرې کړې. ''
د ښاغلي واعظي په خبره ''له طالبانو سره خبرې د افغان دولت سره په همغږۍ کېږي. ''
د ښاغلي واعظي خبرو ته غبرګون کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي بي بي سي ته وویل:
''افغان حکومت په افغانستان کې د سولې لپاره د هر هېواد د هلو ځلو هرکلی کوي، خو دغه خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت کې وي. ''

د عکس سرچینه، TASNIM
د ښاغلي احمدي په وینا د ایراني چارواکو د هغو څرګندونو خبر نه دی، چې وايي له طالبانو سره خبرې د افغان حکومت په همغږۍ کېږي.
له دې مخکې ځینې لوړ پوړو افغان چارواکو پر ایراني حکومت تور پورې کړی چې له طالبانو سره نظامي مرستې کوي. خو ایراني چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.
بل لور ته دا وروستیو کې طالبانو هم تایید کړه چې د دوی یوه پلاوي تهران ته سفر کړی. د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي په یوه خبري غونډه کې وویل، 'طالب پلاوي د یکشنبې پر ورځ ( دسمبر ۳۰ ) د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي سره تفصیلي خبرې کړې. '
نوموړي دغه خبرې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د ایران هلې ځلې وبللې. ښاغلي قاسمي دغه خبرې مهمې وبللې او په وینا یې دا له طالبانو سره د دریځ یوالي په معانا نه دي.
د ایران پارلمان غړي مرتضی صفاري نطنزي له خانه ملت خبري شبکې سره خبرو کې وویل:
''که څه هم طالبان زموږ خوښه ډله نه ده، خو موږ باید ومنو چې دوی د افغان خاورې پر یوه برخه کنټرول لري او له سیاسي او امنیتي پلوه مطرح دي او اوسنیو شرایطو کې دغه ډله له پامه نه شي غورځول کېدای. ''

د عکس سرچینه، ETEMADONLINE
تهران کې له طالبانو سره د ایراني چارواکو خبرې داسې حال کې دي، چې تېره اونۍ د ایران ملي امنیت عالي شورا عمومي منشي علي شمخاني کابل ته د خپل سفر بهیر کې وویل، هېواد یې له طالبانو سره خبرې کوي او دغه بهیر به همداسې دوام وکړي.








