افغانستان په اتو میاشتو کې د څه باندې ۶۰۰ زرو ډالرو رېګ وارد کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
په افغانستان کې د رغنیزو او صنعتي چارو له پراخېدو سره د شګې یا رېګ کارېدل او واردات هم ډېر شوي.
د طالبانو حکومت مالیې وزارت وايي، د سېلېکان رېګ واردات څلور کاله مخکې یوازې اووه ټنه وو، خو په تېر ۲۰۲۵ کال کې درې نیم زرو ټنو ته لوړ شوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شاوخوا اتو میاشتو کې افغانستان ته له شپږو لکو ډالرو ډېر رېګ وارد شوی دی.
د صنعتي او ودانیزو چارو ګړندي کېدل
رېګ په افغانستان کې د ودانیز صنعت، پرمختيايي چارو او بیارغونې مهم توکی دی او یو شمېر اړوند افغان کاروباریان او د ودانیزو شرکتونو مسوولانو بيبيسي ته ویلي چې اوس یې پېر پلور په ډېرېدو دی.
دوی د دغه پېر پلور د ډېرو عمده لامل د ودانیزو او استوګنیزو پروژو ډېرېدل ګڼي.
د مالیې وزارت چارواکي وايي، چې افغانستان کې د صنعتي او رغنیزو چارو له پراخېدو سره له پاکستان، ایران او چین څخه د سېلېکان رېګ واردات هم له یو کال بل ته پراخېږي.
د دغو رېګو یوه لویه برخه د لارو له تړل کېدو مخکې له پاکستانه افغانستان ته تله.
سلېکان رېګ د ښيښې، صابون او کاشي په څېر محصولاتو تولید کې هم کارېږي.
افغانستان کې رېګ څنګه را ایستل کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په کندهار کې د اعتماد صدیقي ودانیز شرکت مشر باریداد صديقي بيبيسي ته وویل، دوی په رغنیزو چارو کې درې ډوله رېګ کاروي چې دوه ډوله یې په طبيعي ډول موندل کېږي.
ښاغلی صديقي وايي، پخوا به خلکو د اړتیا وړ رېګ خپله د سیندونو له تله یا نورو ځایونو را ایسته، خو اوس یې د ده په وینا د دوی په څېر شرکتونه له قراردادیانو پېري او د یوه واړه موټر رېګ پر سر دولس سوه افغانۍ او د لوی موټر څلور نیم زره افغانۍ ورکوي.
ډېری شرکتونه چې دا رېګ په لويه کچه راباسي له حکومت سره ثبت دي او حکومت ته مالیه او د حق الامتیاز پیسې ورکوي.
په بلخ کې د يوه ساختماني شرکت مشر مرتضی بلخي چې طبيعي رېګ پروسس کوي وايي، دوی دا رېګ له له دوو سرچینو تر لاسه کوي. یو د سېل له مسیره بل له شخصي ځمکو.
"د کار ډول داسې دی چې هر شرکت د سوداګرۍ له وزارته د کار یو جواز لري. بیا د کانونو وزارت سره تړون کوي، او له اعلان وروسته ګټونکی شرکت له ټاکلې ساحې جغل باسي. په هر متر معکب حکومت ته ۳۰ افغانۍ رویالیټيورکوي."
دی وايي، هغه شرکتونه چې دغه رېګ راباسي او کاروي یې له حکومت سره ثبت دي او له کانونو او صنایعو وزارت سره د تړون لري.
خو د طالبانو حکومت د کانونو وزارت د بيبيسي له څو اونیو هڅو سره سره په دې اړه چې په دې برخه کې څومره شرکتونه په کومو شرایطو په کار بوخت دي او له دې اړخه حکومت ته څومره پیسې ورځي، څه ونه ویل.
که څه هم افغانستان ډېر رېګ لري، خو د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له بهرنيو هېوادونو هم رېګ واردوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، افغانستان د رېګ صادرات او واردات دواړه لري.
د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د سیمې له هېوادونو د څه باندې شپږ لکو ډالرو په ارزښت رېګ او جغل افغانستان ته وارد شوی.
ښاغلي جواد وویل د ۱۴۰۴ کال د اتو میاشتو په ترڅ کې چین، ایران، متحدو عرب اماراتو او پاکستان ته د ۲۰۸۰ ډلرو په ارزښت رېګ او جغل صادر شوي دي.
د مالیې وزارت ویاند قیوم نصیر بيبيسي ته وویل، په ۱۴۰۰ کال کې له اووه ټنه تولید څخه یې په ۱۴۰۳ کال کې یې دوه نیم زره ټنه رېګ وارد کړی.
نړۍ کې د رېګ قاچاق

د عکس سرچینه، Getty Images
رېګ ټوله ټوله نړۍ کې یو ارزښتناک توکی دی. د رسمي پېرپلور تر څنګ هر کال د نړۍ بېلابېلو سیمو کې د مېلیاردونو ډالرو په ارزښت قاچاقېږي هم چې ورسره ځايي ټولنې او چاپېریال زیانمنېږي.
قاچاقچي ډلې په دې ناقانونه سوداګرۍ کې ډارول، بډې او تاوتریخوالي هم کاروي.
ټیټه بیه او اسانه را ایستل کېدل یې د دې لامل شوي چې کله ناکله یې جنایتکارې ډلې پر سر تاوتریخوالی او آن وژنې هم کوي.
خو ولې شګه دومره ډېره په کار ده؟
عصري نړۍ له همدې مادې جوړه ده. په کانکرېټو، اسفالټو، ښیښو او سیلیکان کې هم شته. حتی په هغو ځایونو کې هم موندل کیږي چې څوک یې اټکل نه کوي.
د نړۍ په شګه کې کتاب لیکوال وینس بیسر وايي: "موږ په سینګار توکو او ځانګړي ډول شرابو کې هم شګې کاروو. په رنګونو او کشېدونکو یا اېلاستیک توکو جوړولو کې هم شګه کاروو."
هر کال شاوخوا ۵۰ میلیارد ټنه شګه او جغل کارېږي. دا دومره اندازه ده چې ټول ارجنټاین هېواد د یوه سانتي متر په پنډوالي پوښلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د استخراج شوې شګې ۹۰ سلنه په ودانیز صنعت کې کارېږي. چین او هند د شګې تر ټولو لوی کاروونکي دي.
خو د نړۍ ټولې شګې د ودانیزو چارو لپاره نشي کارېدای.
د دښتو شګې چې باد سولولې وي ګردۍ وي. د کانکرېټو لپاره غوره شګه تیرې څنډې لري او له سیندونو ترلاسه کیږي. دا بڼه مرسته کوي چې یوه له بل سره ښې ونښلي او کانکرېټ پیاوړي او دوامدار کړي.
په ممبۍ کې د چاپېریال ساتنې فعاله او د آواز بنسټ چلوونکې سمیرا عبدالعلي وايي: "شګه له اوبو وروسته د نړۍ دویم ډیر استخراجیدونکی توکی دی، اوس ورته لاسرسی کم شوی."
په نړیواله کچه د شګو بازار شاوخوا ۱۶۵ میلیارده ډالره ارزښت لري - خو دا نږدې ناممکنه ده چې پوه شو څومره برخه یې په ناقانونه ډول ترلاسه کېږي.
څیړونکي اټکل کوي چې په ځینو هېوادونو کې د شګو له نیم ډېر استخراج ناقانونه دی. خو هېڅ کوم بنسټ د شګو څارنه نه کوي، نو ځکه نړیوال معلومات نشته.
د ترهګرۍ، نړیوالو جرمونو او فساد د څېړنو د مرکز مشره لویس شیلي یې په اړه وايي: "دا کېدی شي ودانیز ځای ته ولیږدي او هېڅوک نه پوهیږي چې دا له کوم ځایه راځي او نه هم څوک پوښتنه کوي. په یوه مال وړونکې بېړۍ کې لېږدول کېدی شي او هېڅوک یې په سرچینه نه پوهیږي."
د استخراج آساني، په کانکریټو کې ورته ډېره اړتیا او دا چې د شګو پېر او پلور قانوني دی، دې ته لاره جوړوي چې ناقانونه کیندنې یې له لږ مخالفت سره دوام لري. او دا ډیری وخت په ځايي کچه وي چې استثمار یې پیل کیږي او د شګو د کاروبار مافیاوې پکې ورښکېلېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سمیرا عبدالعلي زیاتوي: "دا کیدی شي یو کلیوال وي چې له ساحل څخه د خپل کور جوړولو لپاره شګه اخلي، یا هم کېدی شي هغه کسان وي چې شګه یې اخیستې او پوه شوي چې دا څومره ګټوره ده، نو وده یې کړې او شبکې او ډلې یې جوړې کړې دي."
دا معمولا د بډو یا زور له لارې ممکنیږي.
لویس شیلي زیاتوي: "د شګو په کیندلو کې د ځايي او سیمه ییزو حکومتونو لوی فساد وي ځکه چې د بندیزونو پلي کولو امکان لږ وي."
د شګو د مافیا په ګډون جنایتکار فعالیتونه سرلیکونه هم جوړوي ځکه چې ناقانونه کیندنې په تاوتریخوالي بدلیږي.
نوي ټیکنالوژي دې برخه کې مرسته کولی شي.
د پخوا پرتله اوس ډیر کانکریټ بیا ځلي کارول کیږي او شګه د ډبرو په میده کولو سره په مصنوعي ډول هم جوړیدلی شي. خو د هغې تولید ګران دی او دواړه طریقې ډیرې انرژۍ ته اړتیا لري. او تر هغه چې د شګو استخراج ارزانه او پریمانه وي، د شګو د قاچاق مخنیوی به اسانه نه وي.





















