اوکرایین کومې طبیعي زېرمې لري او ولې یې ټرمپ غواړي؟

A sparkling mineral rock

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ریبیکا تهورن
    • دنده, بي بي سي
    • Author, انا کیوندائرینکو
    • دنده, بي بي سي - اوکرایین
    • Author, نوین سینګ
    • دنده, د بي بي سي چاپیریالي چارو خبریال

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه وړانديز له ردولو وروسته چې وايي، دوی ته دې د اوکرایین پراخو طبیعي زېرمو ته لاسرسی ورکړل شي، ویلي دی به ''خپل هېواد و نه پلوري.''

اوکرایین د منرالونو او ګران بیه کاڼو پراخې زېرمې لري، خو ډېری کانونه یې په هغو سیمو کې دي، چې د روسي ځواکونو په کنټرول کې دي. ټرمپ وايي، کېدای شي د بدل په توګه به له روسیې سره د اوکرایین په جګړه کې د امریکا مرستې دوام وکړي.

ښاغلي ټرمپ د فبرورۍ پر لسمه د فاکس نیوز خبري شبکې خبریال بریت بایئر ته په دې هکله وویل: ''ما (اوکرایین ته) وویل، چې زه د ۵۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت قیمتي کاڼي غواړم او دوی په لومړي سر کې هوکړه وکړه، چې داسې به کوي.''

بل لور د اوکرایین ولسمشر په دې هکله وویل، ''دا جدي خبره نه ده، زه نه شم کولای خپل هېواد وپلورم.''

د ټرمپ وړاندیز د امریکا لپاره د دې ډول منرالونو اهمیت ښيي، خو امریکا به پرې څه کوي او دې هېواد ته څه ورکولای شي؟

د دونیڅک او لوهانڅک سیمو ځینې ډبرینې غونډۍ د طبیعي منرالونو زېرمې لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دونیڅک او لوهانڅک سیمو ځینې ډبرینې غونډۍ د طبیعي منرالونو زېرمې لري.

طبیعي منرالونه څه دي؟

نایاب کاڼي داسې ۱۷ ډوله عناصرو ته وايي، چې په ځمکه کې موندل کېږي او له کیمیايي پلوه سره ورته دي. دغه ډول توکي په معاصره تکنالوژۍ او صنعت کې کارول کېږي. په ګرځنده ټیلیفونونو، کمپیوټرونو، طبي سامان الاتو او ځینو نورو تولیداتو کې د دا ډول عنصرونو کارول مهم رول لري.

په دې کې : Sc – اسکاندیم، Y – ایتریم، La – لانتانیم، Ce – سریم، Pr – پرازئودیمیم، Nd – نئودیمیم، Pm – پرومتیوم، Sm – ساماریوم، Eu – یوروپیوم، Gd – ګادولینیم، Tb – تربیوم، Dy – دیسپروسیم، THo ایتربیوم، لو – لوتتیوم شامل دي.

دغه توکي ځکه (نایاب) بولي، چې په اصل حالت کې یې موندل خورا ګران دي، خو د نړۍ په ځینو سیمو کې یې زېرمې شته. که څه هم نایاب کاڼي د تهوریوم او یورانیم په څېر راډیو اکټېف موادو سره موندل کېږي، خو د جلا کولو لپاره یې خورا ډېر زهرجن کیمیاوي مواد په کار وي او استخراج یې هم کله نه کله ګران بیه او سخت تمامېږي.

اوکرایین کوم ډول منرالونه لري؟

اوکرایین له ټولټال ۳۰ ډوله توکو ۲۱ ډوله دغه ډول توکي لري، چې اروپايي ټولنه یې (خورا اړین خام مواد) بولي او په وینا یې اوکرایین یې د نړۍ پنځه سلنه برخه لري. د دې توکو ډېرې زېرمې د اوکرایین په سویل کې زیاتره تر ازوف سمندر لاندې پرتې دي. خو په کیېف، منځني بوژ، وینیستیا او ژیتومیر سیمو کې هم دا ډول توکي موندل کېږي.

ماهرین وايي، په داسې حال کې چې سلګونه پاموړ زېرمې پېژندل شوې دي، خو ځینې یې په داسې حال کې د ګټې وړ کېدای شي، چې له اقتصادي پلوه پراختیا ورکړل شي. د بیټري خام کیمیاوي موادو څار ادارې ادم ویب وايي: ''اټکلونه خو اټکلونه دي، خو لا ډېر کار ته اړتیا ده، چې دا توکي په اقتصادي ګټه بدل شي.''

د اوکرایین فورب په وینا د اوکرایین نور دغه ډول توکي په دونیڅک او لوهانڅک سیمو کې دي. دا هغه سیمې دي، چې یا پرې روسي ځواکونو یرغل کړی او یا یې پرې ولکه ټینګه کړې ده.

اوکرايين

د قیمتي کاڼو تر څنګ اوکرایین د لیتیم په څېر ځینې نور طبیعي منرالونه هم لري.

د اوکرایین حکومت په وینا دا هېواد د لیتیم ۴۵۰ زره ټنه زېرمې لري. که څه هم د دې کانونو سپړلو لپاره پلانونه شته، خو تر اوسه پورې یې سپړل نه دي پیل شوي. دا منرال بیا په کیروفوهراډ سیمه کې دی، چې د اوکرایین تر کنټرول لاندې ده.

لیتهیم خورا مهم منرال دی، چې له زینوالډایټ استخراج کېدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لیتیم خورا مهم منرال دی، چې له زینوالډایټ استخراج کېدای شي.

ټرمپ ولې دا منرالونه غواړي؟

Trump stands at a microphone podium, wearing a navy suit, white shirt, and blue tie

د عکس سرچینه، Getty Images

د قیمتي ډبرو او مهمو منرالونو تولید په هکله ګومان کېږي، چې ښایي له چین سره د سیالۍ له کبله مهم دي، چې اوسمهال په دې برخه کې په ټوله نړۍ کې برلاسی هېواد دی.

د تېرو څو لسیزو موده کې چین د قیمتي کاڼو او منرالونو کان کېندنې او پروسس برخه کې په ټوله نړۍ کې مخکښ دی، چې د تولید په برخه کې یې ونډه له شپېتو تر اویا سلنې پورې او د پروسس برخه کې یې ونډه ان ۹۰ سلنې ته رسېږي.

په دې برخه کې پر چین د امریکا تکیه ښايي د ټرمپ لپاره د امنیت او اقتصاد له پلوه د اندېښنې وړ وي. د پرمختللې تکنالوژۍ لپاره داتوکي مهم دي، چې له الیکترونیکي ګاډو نیولې تر پوځي وسائلو پورې کارول کېږي.

Aerial view of Tesla's Megapack Energy Storage Plant under construction, on 6 July 2024 in Shanghai, China.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین په شانګهای کې د ټیسلا د انرژۍ زېرمه کولو سیسټم کارځای د متحده ایالاتو څخه بهر لومړنۍ ده چې د میګاپیکس په نوم پیژندل شوي د انرژۍ ذخیره کولو بیټرۍ تولیدوي.

ټرمپ د جامدو سونتوکو کارولو زیاتوالي امر کړی او د زرغونې تکنالوژۍ له پالیسي جلا شوی. خو په ورته مهال نوموړی د مهمو منرالونو خوندي کول غواړي، چې د پاکې انرژۍ لپاره مهم دي.

د دې تر څنګ دغه ډول منرالونه د الیکټرونکي الاتو، پوځي وسائلو او په ځانګړې توګه د (اې ای) مصنوعي ځيرکتیا ډیټا مرکزونو لپاره هم د ملا تير حیثیت لري. د یادونې ده، چې ټرمپ په خپل هېواد کې د اې ای اډانې پراخولو امر کړی دی.

دا به په ځانګړې توګه د مسو، سیلیکان، پالادیوم او نادره ځمکني عناصرو په څېر منرالونو تولید ته اړتیا ډېره کړي.

د دې ډول توکو ترلاسه کېدل وار له مخه سوکه شوي دي، چې له کبله یې په نړیواله کچه د پاکې انرژۍ وده هم ورسره سوکه شوې ده.

Three men stand at a booth in an exhibition centre on 12 October 2024

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لیدونکي د شانډونګ ولایت په چینګداو کې د چین د پرمختللي موادو د صنعت په نهم نندارتون ۲۰۲۴ کې د نادره طبیعي زېرمو دایمي مقناطیسونو او نه حل کېدونکو فلزاتو نندراتون کې.

ماهرین وايي، پر دغو منرالونو د چین غلبه يې یو مهم لامل دی، چې د چین او امریکا تر منځ جیوپولیټکل سیالي یې مهم عنصر دی. د رینیویبل انرژۍ نړیوال مرکز د مسوولینو په وینا چین د لسیزو تجربې او مهارت پایله کې همدا اوس د ګریفائټ او ډیسپروسیوم تولید او وېش په برخه کې ۱۰۰ سلنه د کوبالټ برخه کې ۷۰ سلنه، او د پروسس شویو لیتیمو او منګنیز برخه کې ۶۰ سلنه وړتیا لري.

چین دغه راز د ګران بیه ځمکنیو عناصرو برخه کې هم برلاسی دی او په ټوله نړۍ کې د مهمو فلزاتو برخه کې هم برلاسی دی، چې د افریقا، اسیا او سویلي امریکا د ځینو کانونو ملکیت لري.

پر تولید او وېش د چین له زیاتېدونکي کنټرول سره د مقابلې لپاره د امریکا په کانګرېس کې د وسله والو ځواکونو اړوند کمېټې د بایډن حکومت پر مهال ویلي و، ''د مهمو او ستراتیژیکو منرالونو ترلاسه کولو لپاره ډېره مهمه ده، چې امریکا متحده ایالات خپل نوښتونه خوندي وساتي.''

داسې ښکاري چې ټرمپ اداره اوکرایین او ګرینلډ ته د داسې سیمو په نظر ګوري، چې د دې وسائلو د ترلاسه کولو لپاره خپل میتودونه پکې وکاروي.

Ukrainian President Volodymyr Zelensky at a podium

د عکس سرچینه، Getty Images