امریکا د هغو کسانو ایستلو بهیر پیلوي چې بهرنیو ځواکونو سره یې دنده درلوده

بهرني ځواکونه

د عکس سرچینه، Reuters

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د هغو وګړو او د هغوی د کورنیو د لېږد چارې پیلوي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی او د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پر شرایطو برابر دي.

د دغه سفارت اعلامیه وايي، د هغو کسانو لپاره به د جولای په وروستۍ اونۍ کې الوتنې تنظیم شي چې د ځانګړې وېزې د ورکړې بهیر یې روان دی.

دغه سفارت د یاد بهیر د امنيت د خونديتوب په موخه له ډېرو جزئياتو ورکولو ډډه کړې.

افغانستان کې تاوتریخوالی؛ سویډن د افغان پناه غوښتونکو ایستل ودرول

له دې مخکې د سویډن د کډوالۍ ادارې اعلان وکړ چې افغانستان کې یې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته په کتو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ تر بلې اطلاع درولې ده.

د سویډن د کډوالۍ ادارې لخوا پرون (جعمه د جولای ۱۶مه) یوه خپور شوي بیان کې راغلي د طالبانو د پرمختګونو او د دې ډلې لخوا د ګڼو سیمو د نیول کېدو پایله کې یې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله دمګړۍ د افغان کډوالو د ستنولو ټولې چارې درولې دي.

په بیانیه کې زیاته شوې چې دا پرېکړه د جمعې پر ورځ له خپرېدو سملاسي وروسته عملي شوې ده.

د سویډن د کډوالۍ ادارې ویلي ‍د افغانستان وضعیت او شرایط څاري.

د فرانسې خبري اژانس د دې ادارې د یوه چارواکي له خولې ویلي چې سویډن کې د شاوخوا ۷ زره افغانانو د پناه غوښتنه رد شوې او ټاکلې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

خو دغه اژانس زیاتوي چې افغان چارواکو د روانې جولای میاشتې لومړیو کې له اروپايي هېوادونو غوښتي چې لږترلږه تر راتلونکو درېو میاشتو پورې دې افغان پناه غوښتونکي نه ورستنوي.

تر سویډن وړاندې د دغه هېواد شمالي ګاونډي فنلنډ هم تېره اوونۍ اعلان کړی و چې دمګړۍ هېڅ افغان پناه غوښتونکی خپل هېواد ته نه ستنوي.

تیره می میاشت له افغانستانه د وروستیو پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیلېدو او ترڅنګ یې د طالبانو پرمختګونو دا اندېښنې ډېرې کړې چې د افغانستان امنیتي وضعیت به راتلونکو میاشتو کې لا پسې خراب شي.

د ملګرو ملتونو له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې یوازې د روان ۲۰۲۱ کال لومړیو دریو میاشتو کې نږدې ۲۰ زره ملکي افغانان د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زرګونه افغان کډوال دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي

افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره هممهاله ایران، پاکستان او ان ترکیې ته د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ نوې څپه پیل شوې.

که څه هم تر دې دمه دې موده کې له افغانستان د ټولو وتلو کسانو کره شمېر مالوم نه دی خو ویل شوي چې وروستیو میاشتو کې سلګونه افغانان په غیرقانوني ډول له ایرانه ترکیې ته اوښتې دي.

د شمېرو له مخې افغانستان کې وروستیو جنګ جګړو ۲۷۰ زره کسان بې ځایه کړي دي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د پنجشنبې پر ورځ بي بي سي سره خبرو کې د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي و "دغه هېواد کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د دې لامل شوي چې وضعیت د انساني ناورین خوا ولاړ شي.