له جرمني کابل ته شړل شوي افغان پناه غوښتونکي ځان وژلی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان چارواکي وايي د هغه کس مړی چې په دې وروستیو کې له جرمني را ايستل شوی و، د کابل په یوه هوټل کې موندل شوی. دغه ۲۳ کلن کس تېره اونۍ له ۶۸ نورو افغان پناهغوښتونکو سره یو ځای له جرمني رایستل شوی او افغانستان ته استول شوی و.
هغه په کابل کې د بیاراستنېدونکو کسانو لپاره د یوه موقت استوګنځای په توګه په یوه هوتل کې د کډوالۍ د نړیوالې ادارې په لګښت اوسېده او ټاکل شوې وه چې په څو راتلونکو ورځو کې هرات ته لاړ شي.
د افغانستان د کډوالو وزارت ویاند حفیظ احمد مياخېل بي بي سي ته ویل: "هغه کس چې ځان یې د کډوالۍ د نړيوالې ادارې په مېلمستون کې زندۍ کړی، له هغو ۶۹ کسانو څخه و چې د جولای په څلورمه له جرمني کابل ته د دوی د کډوالۍ له نه منل کېدو وروسته استول شوي وو. دغه کس اته کاله په هامبورګ کې اوسېدلی و".
د هغه مړی پرون په کابل کې موندل شوی او په اړه يې د پوليسو څېړنې پیل شوې.
د کډوالۍ نړیوالې ادارې هم منلې چې دغه کس ظاهرا ځان وژلی او د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره یې د "په زوره ایستلو" پر ځای "د خپلې خوښې بیاستنېدنې" غوښتنه کړې.
په ويناپاڼه کې راغلي " په زوره بېرته ستنول د ماتې داغ پر خلکو پرېږدي او د بیاځلي او خطرناکې کډوالۍ لامل کېږي او په دې ډول ستون شوی کس له سختو او ربړو سره مخ کېږي".
د جرمني په هامبورګ کې د کډوالۍ د دفتر يوه وياند هم منلې چې دغه کس له ۲۰۱۱ کال راهیسې هلته اوسېدلی او ویلي يې دي چې دغه کس د غلې، له پوليسو سره د مقاومت او د نشهيي توکو اړوندو سرغړونو په څېر په څو جرمونو محکوم و.
د جرمني د کورنيو چارو وزیر ۶۹ مه کليزه او له هغه هېواده د ۶۹ افغانانو اخراج
د دغه افغان پناهغوښتونکي د ځانوژنې د خبر له خپرېدو وروسته د جرمني د کورنيو چارو پر وزیر هورست زيهوفر له دندې د ګوښه کېدو فشارونه ډېر شوي دي.
هغه تېره اونۍ ويلي و چې د ۶۹ افغان پناهغوښتونکو ايستل په هغه هېواد کې د پناهغوښتونکو له مسئلې سره د هغه د جدي سياست يوه برخه ده او په یوه خبري غونډه کې يې د ملنډو په انداز ویلي و: " دا مې د ۶۹مې کليزې ورځ ده او ما کوم پلان نه دی ورته جوړ کړی، خو په همدې ورځ ۶۹ کسان له آلمانه (افغانستان ته) وایستل شول".
ښاغلی زيهوفر د مسيحي سوسیال اتحاد ګوند مشر دی چې د انګلا مرکل په مشرۍ د جرمني د ایتلافي دولت مهم غړی ګڼل کېږي او څو ورځې وړاندې يې دا ګواښ هم کړی و چې که د جرمني د کډوالۍ سياستونه اصلاح نه شي، دنده به پرېږدي.

د عکس سرچینه، Science Photo Library
په افغانستان کې د ورانوونکې جګړې د قربانیانو یوه ستره برخه ملکيان دي چې دې چارې له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان پناهغوښتونکو د ایستلو موضوع پوره ناندريزه کړې.
اروپا ته د کډوالۍ څپې په ۲۰۱۵ کال په سوريه او عراق کې د جګړې له سختېدو سره سختې شوې او د سلګونو زرو پناهغوښتونکو د منلو لپاره د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلا مرکل د چمتووالي اعلان دې موضوع ته نوي اړخونه ورکړل. افغانان له سوري وګړو وروسته د دغو څپو دویمه ستره ډله وه.
د کډوالۍ د نړیوالې ادارې یا آی او ام د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې ۱۹۰ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د کډوالۍ غوښتنه کړې او د دغې ادارې د غیررسمي شمېرو له مخې بیا دا شمېره ۲۵۰ زره کسان کېږي. خو دا څپه په ۲۰۱۶ کال کې په اروپا کې د پناهغوښتنې د شرایطو له سختېدو سره آرامه شوه او په یاد کال کې له ۱۸۰ زره هغو کسانو څخه چې په یاده لویه وچه کې يې د پناه غوښتنه کړې وه یوازې ۱۶ سلنه يې افغانان وو.









