اروپايي مشران د کډوالو لپاره نوي مرکزونه جوړوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو سرمشریزه کې پرېکړه شوې چې د کډوالو لپاره تړلي مرکزونه پرانیزي او هملته یې قضیې وڅېړي.
په دغو مرکزونو کې به د کډوالو چارواکي دا جوتوي چې څوک ناقانونه دي او څوک به بېرته خپل هېواد ته استوي.
ایټالیا چې د زرګونو کډوالو لپاره د ننوتو بندر دی ګواښ کړی که مرسته ورسره و نه شي ، د کډوالو په اړه به د اروپايي ټولنې دا پلان ویټو کړي. دې هېواد ته د کډوالو زیاته برخه له افریقا ورځي. په دې اړه لا جزییات نه شته چې دا مرکزونه به په کومو هېوادونو کې جوړېږي.
خو د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون چې د اروپايي ټولنې سهارنۍ غونډې لپاره بروکسل ته روان و، وویل دا مرکزونه به په هغو هېوادونو کې جوړېږي چې کډوال د لومړي ځل لپاره ور ننوځي.
یونان او ایټالیا هغه هېوادونه دي چې زیات کډوال لومړی دوی ته ورځي او بیا د اروپا نورو برخو ته درومي. دوی وایی چې اوسني قوانین عادلانه نه دي ځکه د کډوالو دروند بار د دوی په اوږو بار دی او دوی ټینګارکوي چې د اروپا نور هېوادونه باید مرسته ورسره وکړی. اروپايي ټولنه وایي له ۲۰۱۵م کاله راهیسې اروپا ته د کډوالو د ورتګ شمېر په سلو کې ۹۶ کم شوی دی.
د اروپايي ټولنې مشرانو همدا شان د دې ټولنې غړو هېوادونو کې د کډوالو د تګ راتګ په محدویت هم خبرې وکړې.
د ایټالیا لومړی وزیر وویل تر دې سرمشریزې وروسته اروپا ډېره مسوله او متحده ده. هغه زیاته کړه نن ایتالیا یوازې نه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د جرمني صدراعظمې اېنګلا مېرکل وویل د مخالفتونو د لرې کولو لپاره باید نور ګامونه واخیستل شي.
سرمشریزه به د هغو بېړیو په اړه هم بحث وکړي چې کډوال لېږدوي. خو لا د کډوالو د تړلو مرکزونو پرانستل لویه ستونزه ده. ځینې وايي، له دغو مرکزونو به د هغو کسانو بېرته لیږل اسان وي چې د پناه غوښتنې یې رد شوې دي خو نور بیا دا زندانونه بولي.
بله مسله له افریقا سره د مشارکت ده. اروپايي ټولنه په دې لټه کې ده چې د شمالي افریکا هېوادونو ته ځینې امتیازونه ورکړي چې هغوی په خپلو هېوادونو کې د هغو کډوالو عریضې وارزوي چې اروپا ته د پناه غوښتنې او ژوند کولو لپاره درومي.
اروپايي ټولنې په خپله سرمشریزه کې په ځينو نورو مسلو هم هوکړه وکړه.
- د بهرنیو پولو ټینګ کنترول او له ترکیې او شمالي افریکا له هېوادونو سره په دې برخه کې مالي مرسته. د کډوالو د قاچاق وړونکو سره د مبارزې سختوالی.
- د اروپايي ټولنې له خوا د داسې ګامونو اخیستل چې په دې ټولنه کې د ننه د کډوالو راشه درشه محدوده کړي او حتی ویې دروي.
- له افریقایي هېوادونو سره د هغو د بنسټيزو چارو په برخه کې مالي مرسته چې کډوال اروپا ته د تګ لپاره اړ نه شي.
- د کډوالو په برخه کې اروپايی تګلارې ته د نوو چوکاټونو جوړول، د بیلګې په توګه کډوال باید په هغه لومړني اروپايي هېواد کې پناه وغواړي چې ور ننوځي.
خو اوس د کډوالو شمېر د ۲۰۱۵م کال په څېر زیات نه دی. هغه مهال به د ورځې زرګونه کډوال د یونان ټاپوګانو ته رسېدل.










