جرمني: شړل شوى افغان کډوال دې بېرته را ستون کړل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
جرمني کې يوې محکمې له حکومته غوښتي چې افغانستان ته شړل شوى يو افغان کډوال دې بېرته دغه هېواد ته ورستون کړي.
محکمې د خپل حکم بې له ځنډه پلي کول غوښتي دي.
دغه افغان کډوال چې قانوني دلايلو پر بنسټ يې نوم نه دى ښوول شوى د بلغاريا له لارې جرمني ته تللى او د تېر جون پر اتمې نېټې يې پناه غوښتې وه.
د اروپايي ټولنې د قوانينو له مخې کډوال د دغې ټولنې هغه غړي هېواد کې پناه غوښتنې ته اړ وي چې لومړى يې خاورې ته ور ننوځي.
دې اصل ته په پام سره د جرمني کډوالو ادارې د دغه ٢٣کلن افغان پناه غوښتنه رد کړه او په تېر سپتمبر کې يې بلغاريا ته ولېږه، ځکه هغه لومړى بلغاريا ته ورغلى و.
محکمې د دغه کډوال د بېرته استنولو پرېکړه ځکه کړې چې هغه له شړل کېدو وړاندې د خپلې قضيې د ردېدا پر خلاف استېناف غوښتنه کړې وه او محکمې لا په دې اړه خپله پرېکړه نه وه اورولې.
د جرمني د کډوالو ادارې وياند ويلي دوى ته د دغه افغان کډوال د استېناف غوښتنې خبر ډېر ناوخته رسېدلى و.
وياند زياتوي وړاندې له دې چې وتوانېږو هغه بېرته جرمني ته را ستون کړو بلغاريايي چارواکو افغانستان ته شړلى و.
د محکمې وياند وايي اوس به محکمه دا پرېکړه کوي چې د دغه افغان کډوال د قضيې واک کوم هېواد ته سپاري.
دا په دې وروستيو کې د خپل ډول دويمه پېښه ده چې په اروپا کې پېښېږي.
بريتانيا ته د يو افغان کدوال بېرته ستنول
تېر سپتمبر کې يو بل افغان پناه غوښتونکی صمیم بېګزاد چې برتانیا کې د محکمې د حکم خلاف افغانستان ته شړل شوی و، بېرته لندن ته راوستل شو.

د عکس سرچینه، DLPUBLICLAW/TWITTER
د برتانیا د کورنیو چارو وزیره امبر رد له دې امله محکمې ته په سپکاوي تورنه شوې وه.
ځکه ادعا کېده چې د ښاغلي بېګزاد تر استولو وړاندې دغه وزارت د محکمې له پرېکړې خبر شو و خو بیا یې هم بېګزاد کابل ته واستاوه.
محکمې د ښاغلي بېګزاد د شړل کېدو پر ضد حکم کړی و
ښاغلی بېګزاد د سپتمبر پر ١٧ نېټې پر ۱۰:۴۵ دقیقو لندن ته ورسېد او اجازه ورکړل شوه خپلې پالونکې کورنۍ ته ستون شي.
صمیم بیګزاد دوه کاله وړاندې برتانیا ته له ناقانونه لارو رسېدلی و او لومړي سر کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه.
د ده د پلار پناه غوښتنه لا وړاندې برتانیا کې منل شوې ده له ۱۰ کلونو راهیسې دغه هېواد کې ژوند کوي.









