"افغان کډوال د پاکستان تاوتریخوالي کې لاس نه لري، په زور اېستل کېږي"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
ډان:

د عکس سرچینه، Getty Images
ډان ورځپاڼې له پاکستانه په خپله خوښه د ستنېدونکو افغان کډوالو په تړاو يو مطلب خپور کړى چې وايي د افغان کډوالو ستنېدنه د هغوى په خوښه نه بلکې جبري ترسره کېږي.
مطلب کې راغلي افغان کډوال د پوليسو له لوري ځورول کېږي، په زوره پيسې او ان د کډوالۍ اسناد يې ترې اخيستل کېږي.
ورځپاڼه زياتوي دا کډوال په يوه نامالوم حقوقي دريځ کې وخت تېروي او دا د افغانستان، پاکستان او ملگروملتونو ترمنځ د شويو حقوقي هوکړو خلاف چاره ده.
ليکوال له ترهگريزو بريدونو سره د افغان کډوالو تړل د توجيه وړ نه بولي او وايي بريدونه د پاکستاني طالبانو غورځنگ له لوري پلان او تر سره کېږي.
د ليکوال په باور داسې يوه هېواد ته چې لا هم د جگړې اور پکې بل دى، په زور د کډوالو ستنول د وجدان خلاف کړنه ده.
ایکسپرېس ټريبيون:

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوڅ وينا ته کتنه کړې.
ده ویلي، افغان حکومت دې لپاره چې ثابته کړي خاوره يې د پاکستان پر ضد نه ده کارول شوې، چمتو دی يوه دريمگړې ډله د دې خبرې ارزونه او پخلى وکړي.
ښاغلي بلوڅ دا څرگندونې د پاکستان مشرانو جرگې ته کړې او ويلي افغانستان ته د پاکستاني پارلمان ورغلي پلاوي ته دا وړانديز شوى.
ټايمز اف انډيا:

د عکس سرچینه، Getty Images
دغې هندۍ ورځپاڼې د پنټگان وياند جېف ډېوېس هغه وينا مهمه بللې چې وايي داعش سخت زيار باسي چې په افغانستان کې خپل کمزورى شتون يا حضور وساتي.
د ورځپاڼې په وينا، د پنټگان وياند له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل د ده په باور اسلامي دولت نومې ډله اوس په افغان خاوره کې د پراخېدو په لور نه ده روانه، او ان د خپل حضور ساتلو په برخه کې هم په بوخته کې ښکېله شوې.
ښاغلي ډېوېس ويلي د داعش خراسان څانکه اوس کوچنۍ شوې او د ننگرهار تر يوې وړې غرنۍ سيمې پورې محدوده شوې ده. د پنټگان وياند وايي دوى به د داعش د ځپلو هڅې روانې وساتي.
د ښاغلي ډېوېس په وينا، په افغانستان کې د امريکا موخه دا ده چې دغه هېواد نور د ترهگرو په ځاله بدل نشي او له دې ځايه د امريکا پر وړاندې بريدونه پلان او ترسره نه کړي.
نوموړي زياته کړې چې امريکا به همداراز خپل پام د القاعدې او د پلويانو پر ځپلو يې ور ټول وساتي.








