افغانستان: ایران دې د سوریې جګړې ته افغان کډوال نه لېږي

ر

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکيب مستغني.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د بهرنیو جارو وزارت له ایراني چارواکو په تېره سپاه پاسدران غواړي چې په هغه هېواد کې میشت افغان ځوانان او تنکي زلمیان د سوریې جګړې ته ونه ګوماري.

د وزارت ویاند احمد شکیب مستعني بي بي سي ته وویل، په ایران کې افغان کډوال په زور او هیلې ور کولو سره د نړیوالو اصولو خلاف چارو ته مجبورېږي.

ښاغلی مستغني وايي، د سوریې جګړې ته د افغان تنکیو زلمیانو د لېږلو او هلته د وژل کېدو په اړه یې د ایران په ګډون نورو کوربه هېوادونو ته خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

"دغه مسله مو د یوې جدي اندېښنې په توګه په بېلابېلو کچو د ایران له اسلامي جمهوریت سره مطرح کړې. ان په نړیوالو ناستو او ټولنو کې مو دغه اندېښنه څرګنده کړې ده".

هغه وویل مخکې دوی ته ویل شوي وو چې دغه کسان په داوطلبانه ډول د سوریې جګړې ته لېږل کیږي خو اوس څرګنده شوې چې ځینې دغه تنکي زلمي په زور هم استول شوي دي.

شکېب مستغني وايي، که افغان کډوال خپل خوښي هم د سوریې جګړه کې ګډون کوي، بیا هم د کډوالو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو حقونو ته په پام ایران باید د دوی د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پور ته کړی.

ر

د عکس سرچینه، ISNA

د عکس تشریح، فاطمیون لېوال افغان کډوالو جوړه شوې او د ایران د سپاه پاسدران د بهرنۍ څانګې(سپاه قدس) په څارنه سوریه کې جګړه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دې څرګندونو دوه ورځې مخکې د انساني حقونو د څار سازمان هم پر ایران غواړي چې په جګړه کې دې د ماشومانو کارولو لړۍ ودروي.

دا اداره وايي د ایران انقلابي ساتونکي( سپاه پاسدران) په سوریه کې د بشارالاسد رژیم په پلوي جګړې ته ان ۱۴ کلن افغان ماشومان استولي دي.

دې ادارې له ملګرو ملتونو د دغه کار په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

سوریې ته د لېږل شویو او وژل شویو افغان ځوانانو او تنکیو زلمیانو کره شمېره لا هم نه ده معلومه.

خو د انساني حقونو د څار سازمان ویلي و، وړاندې تر دې یې داسې سندونه ترلاسه کړي وو چې ایران کې یو شمېر افغان کډوال په ایران کې د اوسېدو قانوني سندونو ترلاسه کولو په موخه هم د سوریې جګړې ته زړه ښه کوي.

د دې ادارې د رپوټ له مخې، له ۲۰۱۳ کال راهیسې،‌ ایران زرګونه افغانان روزلي او ځینې یې په سوریه کې د ایران د انقلابي ګارد اړوند فاطمیون په کنډک کې جګړې ته ګومارلي دي.

ر

د عکس سرچینه، Tasnim

د عکس تشریح، افغان حکومت وایي، که افغان کډوال داوطلب هم د سوریې جګړې ته ځي، ایران یې باید مخنیوی وکړي.