جرمني د افغان کډوالو يوه ډله کابل ته وشړله

ستنول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په لومړۍ ډلګۍ کې ۳۸ افغانان کابل راوستل شول

د جرمني یوه باروړنکې الوتکه د پنجشنبې په ورځ د فرانکفورت له هوايي ډګره پلازمېنې کابل ته ورسېده او ۳۸ هغه افغان کډوال یې له الوتکې ښکته کړل چې جرمني کې یې د پناه غوښته رد شوې وه.

تر اوسه نژدې ۱۰۰۰۰ افغان کډوال چې اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه نه ده منل شوې، افغانستان ته ستانه کړی شوي.

ستانه کړی شوي کډوال د حامد کرزي هوايي ډګر کې افغان چارواکو ته وسپارل شول چې ډېرو یې د نیول کېدو او بېرته هېواد ته د لېږل کېدو له څرنګوالي سر ټکوه.

کډوال
د عکس تشریح، د حامد کرزي هوايي ډګر کې ستانه کړی شوي افغان کډوال

ځینو ادعا کوله چې پولیسو پر دوی چاپه واچوله، لاسونه یې ور وتړل او موټرونو ته یې په زوره وخېژول چې د ستنولو مرکزونو ته یې بوځي.

دغو کډوالو شکایت کاوه چې چارواکو د دې اجازه هم نه ده ورکړې چې خپل توکي، ګرځنده ټیلیفونونه او کمپیوټرونه ټول کړي. د دوی په وینا هرڅه ترې پاتې شوي او افغانستان ته ستانه کړی شوي.

د پنجشنبه پر ورځ د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مېزېري برلین کې د افغان کډوالو د ستنولو پر څرنګوالي خبري کنفرانس کې وغږېد.

German Interior Minister Thomas de Maiziere attends a press conference in Berlin, on December 15, 2016 o

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مېزېري

د جرمني د باواریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هېرمن وايي "ډېره اړینه ده چې په ناقانونه توګه راغلي کسان بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړی شي ". ښاغلي هېرمن خوښې څرګنده کړې چې بالاخره د جرمني "د کورنیو چارو خپله خبره پر ځای کړه او په لومړنۍ الوتنه کې یې دغه کسان بېرته ولېږل ".

بله خوا په سلګونو کسانو د چهارشنبې پر ورځ د فرانکفورت هوايي ډګر کې د کډوالو د ستنولو پر ضد مظاهره وکړه او شعارونه یې ورکول چې " ستنول (ډیپورت) شکنجه ده، ډیپورت کول وژنه ده، همدا اوس ټولو ته حق ورکړئ چې پاتې شي ".

فرانکفورت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فرانکفورت هوايي ډګر کې مظاهره کوونکو لیکلي ول: ستنول (ډیپورت) شکنجه ده، ډیپورت کول وژنه ده

تر دې وړاندې هم د کډوالو د ستنولو پر ضد یو شمېر اروپايي ښارونو کې مظاهرې شوي، خو د کډوالو د ستنولو نوي بهیر ته په کتو، داسې ښکاري چې ټولې ناکامې هڅې دي.

ملګرو ملتونو هم له اروپايي هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال دې بېرته نه ستنوي. اروپايي هېوادونو ته د ملګرو ملتونو دلیل دا دی چې "افغانستان لا هم خوندي نه دی " او د کډوالو په بېرته ستنولو د هغوی ژوند په ګواښ پېښېږي.

ټاکل شوې چې اروپايي هېوادونو کې نژدې ۸۰۰۰۰ نه منل شوي کډوال بېرته ستانه کړی شي چې په دې کې ډېر افغانان هم راځي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان کډوالو د جرمني د پولیسو له چلنده سرټکاوه

د ۲۰۱۵ کال له پیله جرمني د جنګړه ځپلو هېوادونو نژدې یو میلیون کډوالو ته ورتلو اجازه ورکړې چې لسګوني زره یې افغانان دي. د رپوټونو پر بنسټ تر سوریايي کډوالو وروسته، افغانان د پناه غوښتونکو دوهمه لویه شمېره جوړوي.

یوازې پر کال ۲۰۱۵ نژدې ۲۱۳۰۰۰ کسانو ځانونه اروپا ته رسولي دي.