'بلغاریا کې دې د افغان کډوالو انساني حقونو ته درناوی وشي'

کمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بلغاريا کې د ترکيې پولې ته څېرمه د هارمانلي کمپ

په بلغاريا کې د ترکيې پولې ته څېرمه د هارمانلي کمپ افغان کډوال ادعا کوي چې له پولیسو سره په نښتو کې د دوی لسګونه کسان ټپي دي او تر دې زیات پوليسو له ځان سره بېولي دي چې دوی یې په ځای ځایګي نه دي خبر.

بلغاریا وايي شاوخوا ١٠٠٠ تنه کډوال له دې هېواده شړي، خو کمپ مېشتي افغانان وايي شړل کېدونکي د بل هېواد وګړي نه دي او ټول افغانان دي.

د بلغاريا دولت له هغې وروسته دا پرېکړې کړې،چې د جمعې په ورځ د هارمانلي په کمپ کې د کډوالو او پوليسو ترمنځ اخ وډب وشو.

بلغاریا اعتراض

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د هغو کسانو کره شمېر مالوم نه دی چې د بلغاریایي چارواکو له خوا نیول شوي

د افغان حکومت د کډوالو چارو وزارت سلا کار حفیظ الله میاخېل بي بي سي سره مرکه کې وویل د دوی حکومت له اروپايي ټولنې سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی او له دوی هم غواړي چې د افغان کډوالو انساني حقونه دې پام کې ونیسي.

د هارمانلي اوسېدونکو د تېرې یکشنې په ورځ وروسته له هغه اعتراض وکړ او د کډوالو دغه کمپ بندېدو غوښتنه یې وکړه چې یوې سیمه ییزې رسنۍ هلته د ناروغیو خپرېدو راپور ورکړ.

چارواکو وروسته دغه کمپ په موقتي ډول وتړاه او روغتیایي چارواکو خپلې څېړنې پیل کړې او د کمپ اوسېدونکو ته د وتلو اجازه نه ورکول کېده.

د ویډیو تشریح، دغه ویډیو یو افغان کډوال په بلغاریا کې د پولیسو او کډوالو ترمنځ د شخړې پر مهال ثبت کړې

د بلغاریا د کډوالو ادارې مشر رویټرز اژانس ته ویلي؛ "تر ناسمو راپورونو وروسته چې ګواکې په دغه مرکز کې ناروغي خپره شوې، یو مصنوعي کړکېچ رامنځته شو او خبره تر دې کچې را ورسېده."

د بلغاریا حکومت وايي کډوالو پر پولیسو برید کړی دی خو کډوال دا ادعا ردوي.

بلغاریا اعتراض

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اعتراض کوونکو ټایرونو، توشکو او فرنېچرونو ته اور اچولی و

یو افغان چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د هارمانلي له کمپه بي بي سي سره مرکه کې وویل چارواکو له کمپه ازغن تار تاو کړ، پر دوی یې اوبه او برېښنا بنده کړې وه. دا چې په کمپ کې دننه هېڅ ډول روغتیايي آسانتیاوې نشته، ناروغان د باندې د دارو درمل لپاره هم نه شو تللی.

کمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کډوال ادعا کوي چې د دری ورځو لپاره بلغاریايي چارواکو د باندې وتلو ته نه پرېښودل

د کمپ مېشتو افغانانو په وینا د ټولو هېوادونو کډوال په سوله ییز ډول سره ټول شول چې پوه شي ستونزه څه ده، خو پولیسو برید پرې وکړ او غواړي په دې پلمه یو شمېر کسان وباسي.

د افغان کډوالو په وینا بلغاریايي چارواکو ادعا کړې چې دوی کې مرض ګډ شوی نو ځکه يې دا ګام پورته کړي. خو د دغه کډوال په وینا یوازې د ګوتو په شمېر کسانو باندې بُخار راختلی ؤ.

دغه افغانان ادعا کوي چې لومړیتوب سوریايي او عراقي کډوالو ته ورکړل شوی او افغانانو ته څوک اهمیت نه ورکوي.

کمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تاوتریخوالی تر نورو ډېر پر ماشومانو اغېز کوي

د افغان کډوالو په وینا دغه کمپ کې نژدې ۲۵۰۰ افغانان دي چې ځینې یې آن دې ته اړ شوي چې بېرته هېواد ته ستانه شي.

له شخړې وروسته د بلغاریا لومړي وزیر رسنیو ته ویلي هغو افغانانو چې له پولیسو سره یې نښته کړې، بند کمپ ته استول کېږي او بیا به خپل هېواد ته شړل کېږي.

د لومړي وزیر په وینا هغو کسانو چې په دغه غیرقانوني عمل یې لاس پورې کړی قانون ته سپارل کېږي.

د بلغاریا لومړی وزیر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لومړي وزیر ویلي هغه ټول افغانان چې په شخړه کې ښکېل وو بېرته به افغانستان ته استول کېږي

د ناقانونه تېرېدنو د مخنیوي لپاره بلغاریا له ترکیې سره پر پوله دېوال جوړ کړی او د پولې کنټرول یې سخت کړی دی.

له سیمې ځینې ناتایید شوي راپورونه شته چې په دغه شخړه کې دوه پناه غوښتونکي افغانان وژل شوي دي. خو تر اوسه په دې اړه کوم چارواکي څه نه دي ویلي.

انډېپنډنټ ورځپاڼې د بلغاریا لومړي وزیر بوکو بوروسوف په حواله راپور ورکړی چې د اروپايي ټولنې او افغانستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به د راتلونکې ډسمبر میاشتې له پیله سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته واستوي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغو کډوالو کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم شته

د افغان حکومت په استازیتوب ښاغلی میاخیل وایي که څه هم دوی اروپايي چارواکو ته ویلي چې افغانستان لا هم امن نه دی او افغان کډوال دې بېرته نه وراستوي، خو د ده په وینا که د افغان کډوالو د پناه غوښتنه په ټولو قانوني بهیرونو کې رد شوې وي او اروپايي هېوادونه یې بېرته افغانستان ته استوي نو دوی هم اړ دي له هوکړې سره سم چلند وکړي.

ښاغلي میاخیل بیا بیا ټینګار وکړ اروپايي هېوادونه دې د کډوالو نړیوال قانونه ته درناوی وکړي.

له څو ورځو راپدېخوا پر فېسبوک د هغو افغانانو په وینو ککړ عکسونه او ویډیوګانې خپرېږي چې ویل کېږي د بلغاریا د پولیسو له خوا وهل ټکول شوي دي.

ټپیان په پښتو او دري خبرې کوي او ښکاري چې افغانان دي.