جرمني کې ۷ افغان پناه غوښتونکي پر ایراني ځوان د جنسي تېري شکونو له کبله نیول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
جرمني کې پولیسو اووه کسه افغان پناه غوښتونکي پر یوه ایراني ځوان د جنسي تېري کولو او د دغې پېښې فلم ثبتولو د شک له کبله نیولي دي.
جرمن پولیس وايي، ۳۰ پولیس افسرانو د باډن وورتمبرګ ایالت په ناګلد او ویلدبرګ ښارونو کې د دغو کسانو نیولو لپاره د کډوالو پر ځینو مېشت ځایونو چپاو ور وړی. د جرمني پولیسو او څارنوالۍ په یوه ګډه خبر پاڼه کې ویلي:
'' پر دغو افغان پناه غوښتونکو داسې شک کېږي، چې پر یوه ۱۷ کلن ایراني پناه غوښتونکي یې څو ځلې جنسي تېری کړی او بیا یې ترې ویډیو ثبت کړې. ''
جرمني تېر یوه کال کې نږدې ۹۰۰ زره کډوال او پناه غوښتونکي منلي، چې نیمايي یې د سوریې، عراق او افغانستان اوسېدونکي دي.
یو شمېر دغه کډوال په هوټلونو، پلورنځیونو او لوبغالو کې استوګن دي. ویل کېږي، چې په دغو مېشت ځایونو کې ډېره ګڼه ګوڼه، د خلوت نشتوالی او د برخلیک معلومېدو اوږد انتظار کله نا کله د تاوتریخوالي لامل کېږي.
په دغو استوګنځایونو کې مذهبي، قومي یا توکمیز توپیرونه هم د دې لامل کېږي، چې ځینې کسان له یوه بل سره لاس او ګرېوان شي.
دغسې یوه بوږنونکې پېښه دا وروستیو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه سوري کډوال له کورنۍ شخړې وروسته خپل درې اولادونه د یوې ودانۍ د لومړي پوړ له کړکۍ لاندې وغورځول، چې دوه یې سخت ټپیان شول.
دغه سړی د وژنې لپاره د اقدام په تور په پنځلس کلن زندان محکوم شو.
په محکمه کې دغه سړي وویل هڅه یې وکړه، چې خپل زامن چې عمرونه یې له یو کلنۍ تر درې کلنۍ پورې وو، ووژني او په دې سره خپلې مېرمن ته سزا ورکړي، چې د ده په خبره ده ته یې ' بې ناموسي اړولې '








