"د فرانسې کډوالو کمپ کې پر یوې افغانې ژباړونکې جنسي تېری شوی"

کالې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانه ژباړونکې کالې ته تللې وه چې پر ماشومانو د جنسي تېریو مسله وڅېړي.

د بریتانیا او فرانسې یو شمېر رسنۍ وايي د فرانسې شمال لودیځ ښارګوټې کالې کډوالو کمپ کې چې ځنګل یې بولي، پر "یوې افغانې ژباړونکې جنسي تېری شوی ".

د دغې مېرمن هویت د قانوني ملحوظاتو له کبله نه دی خپور شوی خو ویل کېږي چې نژدې ۳۸ کلنه ده.

ویل کېږي پېښه اوړم ماښام د شپې د دوه او دریو بجو ترمنځ شوې او بریدګرو چړې هم درلودې.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل چې کمپ ته د پولیسو ډېر ګادي راغلي وو او یو شمېر خلک یې ونیول.

رپوټونه وايي دغه مېرمن د فرانسې د پنځم ټلویزیوني کانال له یوه ۴۲ کلن آزاد خبریال سره د کډوالو پنډغالي ته تللې وه چې هلته پر کډوالو ماشومانو د جنسي تېریو پر مسلې څېړنه وکړي.

د کالې کمپ کې فرانسوی پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پېښې سملاسي وروسته خبریال پولیسو ته مراجعه کړې او له هغه وروسته دغه مېرمن روغتون ته لېږدول شوې.

فرانسه مېشتی افغان خبریال عزیز فرد وايي دا چې د جنسي تېریو مسله ډېره حساسه ده، نو په دې هکله ډېر جزئیات له خبري رسنیو سره نه دي شریک شوي.

ښاغلی فرد وايي د دغې ښځې څرګندونې نه دي خپرې شوې خو داسې ویل کېږي چې تېري کوونکي هم په خپله افغانان دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا هغه کسان دي چې دغې ښځې یې ژباړه کوله، که نور.

د ښاغلي فرد په وینا بریدګرو چړې درلودې او لومړي کس د چړې په زور پر یادې مېرمن تېری کړی او دوو نورو بیا بهرنی خبریال په بلې چړې وېرولی او د مداخلې مخه یې نیولې.

له پېښې سملاسي وروسته خبریال پولیسو ته مراجعه کړې او له هغه وروسته دغه مېرمن روغتون ته لېږدول شوې.

ویل کېږی پېښه کې ښکیل کسان لا پولیسو نه دي نیولي خو جدي لټون یې روان دی.