د کالې 'ځنګل': بریتانیا ته د تلونکو مهاجرو ستونزه

د کالې بندر کې مېشت مهاجر هڅه کوي هغو ګاډو ته وخېژي چې بریتانیا ته روان دي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د کالې بندر کې مېشت مهاجر هڅه کوي هغو ګاډو ته وخېژي چې بریتانیا ته روان دي
    • Author, فیرجل کین، بي بي سي
    • دنده, ژباړه: لطف الله لطیف

په داسې حال کې چې د نړۍ هېوداونه له جګړواو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ دي، مهاجرین د ښه ژوند په لټه نورو ځایونو ته تښتي.

خو کله چې دوی د فرانسې په شمال کې د کالې بندر ته ورسېږي، په کمپونو کې يې ژوند د ناهیلیو ډګ او هغومره تریخ وي لکه چې په خپلو هېوادونو کې يې درلود.

د کالې بندر د یوه سړک پرغاړه د سودانیانو د کمپ یوتن چې د خپل هیواد د دارفور په سیمه کې ډاکټر و، په دې هیله هلته ولاړ و، چې که کومه لارۍ موټر دومره تم شي چې دی وکولای شي وروخېژي.

هلته نژدې ۳۰ کسه نور هم ولاړ وو، چې غوښتل يې بریتانیا ته ځان ورسوي.

هغوی د خطرونو په منلو، په پټه دغو باروړونکو لارۍ موټرو ته خېژي، د کانټېنرونو ترشا یا حتی د ګاډي تر خیټې لاندې ځان پټوي.

د انسانانو قاچاق وړونکي هم هلته شته دي، خو زیاتره هغه مهاجر چې موږ ورسره خبرې وکړې، دومره خواراو بېوزلي وو، چې د قاچاقوړونکو پيسې یې نه درلودې.

دا کډوال، ټوله شپه او ورځ له پولیسو سره د پیشو او موږک لوبه کوي، سړکونوته نژدې یا د لارۍ موټرو دننه ځان پټوي.

خو کله چې د پولیسو له خوا ګیر شي، پولیس ورباندې د مرچو پوډر وپاشي او خواره واره يې کړي.

د نویو امنیتي تدابیرو په نیولو سره اوس د کالې بندر ته ورتګ سخت شوی دی.

مهاجر هڅه کوي د ګاډو تمځایونو او د پټرولو ستیشنونو کې باروړونکو ګاډو ته وخېژي.

که لارۍ موټرو ته د مهاجرو د ختو مخه ونیول شي، کېدای شي په نورو بندرونو کې نور کمپونه را پیداشي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، که لارۍ موټرو ته د مهاجرو د ختو مخه ونیول شي، کېدای شي په نورو بندرونو کې نور کمپونه را پیداشي

د نړۍ هره نوې لانچه د اروپا په تېره بیا د کالې بندر پرلوري، نوي ناهیلي مهاجر استوي.

د سودان د دارفور ډاکټر نه غوښتل چې خپل نوم راته وښيي خوغوښتل يې چې خپله کیسه راته وکړي.

هغه وويل، په خپل هېواد کې هېڅ شی نشم کولای، هېڅ شی. حکومت مې نه غواړي.

زه غواړم داسې ځای ته ولاړ شم چې د یوه ډاکتر په توګه له خلکوسره مرسته وکړای شم.

دغه ځای انګلستان دی. ډاډه یم چې هلته به مې هرکلی وشي.

ورڅخه مې وپوښتل چا ورته دا ویلي؟ هغه راته وویل: هرڅوک دا خبره کوي.

د هغو خلکو په منځ کې چې د دارفور، افغانستان، سوريې، عراق، اریتریا او نورو دغسې لانجمنو او خوارو سیمو څخه راتښتي، همدغسې فکرونه موجود دي.

د هغوی له نظره بریتانیا داسې یوځای دی چې ددوی ټولې هیلې پکې پوره کېدای شي.

دوی یقین لري چې هلته کارونه، ښه استوګنځی او پوهنه روزنه ترلاسه کولای شي.

د کالې په بندر کې اوس تقریباً ۱۰۰۰ تنه مهاجر انتظار باسي، په دې هیله چې د سمندر بلې غاړې کې، بریتانیا ته ورتېر شي.

د کالې بندر په کمپ کې د ژوند شرایط دومره خراب دي چې خلکو ورته د "ځنګل" نوم اېښی دی.

د تېر یو کال راهیسې د کالې په بندر کې د ځوانو مهاجرو ښځو شمیر زیات شوی.

زیاتره د افریقا له اریتریا څخه راځي، دا هغه هېواد دی چې د ظالمې دیکتاتورۍ له امله خلک په ډله ییزه توګه، په زوره عسکرۍ او اجباري کارونو ته مجبوره کړل کېږي، چې د ځوانو کسانو ژوند یې اغېزمن کړی.

سیمه يیز چارواکي مهاجرو ته خوراکي شیان ورکوي چې ورته اوږده کتارونه جوړ شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، سیمه يیز چارواکي مهاجرو ته خوراکي شیان ورکوي چې ورته اوږده کتارونه جوړ شوي

د بشري حقونو د ډلو وروستي راپورنه وايي، هره میاشت تقریباً ۳۰۰۰ کسان له اریتریا څخه تښتي.

له دغو کډوالو یوه هم ۱۷ کلنه، آیده، وه چې د اریتریا څخه د سودان له لارې ترکيې ته او بیا یونان ته ورغلې وه، او له هغه ځایه یې ځان د کالې بندر ته رارسولی.

په کمپونو کې د ژوند ناوړه شرایط

آیده یوه اونۍ مخکې د کالې بندر ته ورسېده، ډېره ستومانه ښکارېده. هغه د یوې بلې ځوانې ښځې سره په یوې وړې خیمې کې اوسېدله.

آیده وايي: "زما پلان دا دی چې بریتانیا ته لاړه شم او زده کړه وکړم".

د کمپ په ځنګله کې د یوې ځوانې ښځې ژوند له خطرونو ډک دی.

هغې وویل له نارینه و څخه وېره لري: "هغوی د مرستې وړاندیز کوي خو تل یوڅه غواړي".

آیده طالعمنه وه ځکه چې د یوې خیریه موسسې په مرسته ورته د ښځو په یو پناه ځای کې ځای ورکړل شو.

آیده، د کالې بندر کې یوه مهاجره: نارینه د مرستې وړاندیز کوي، خو تل یو څه غواړي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، آیده، د کالې بندر کې یوه مهاجره: نارینه د مرستې وړاندیز کوي، خو تل یو څه غواړي

په دغې پناه ځای کې لږترلږه د ځان مینځلو امکانات موجود وو.

ددغو مهاجرینو لپاره بریتانیا ته د رسېدو امکانات ډېر لږ یا حتی نشته.

د سمندر دواړو غاړو ته چارواکي ټینګه اراده لري چې د غیر قانوني مهاجرینو مخه ونیسي.

فرانسوي پولیس اوس د کالې په بندر کې له پخوا نه ډېرې ګزمې کوي.

بریتانیا هم د کالې چارواکو ته د ۱۲میلیونو پونډو ورکولو ژمنه کړې چې د غیر قانوني مهاجرینو د مخنیوي چارې پیاوړې کړي.

د کالې ځايي اوسېدونکي هم په خپل چاپېریال کې د زیاتېدونکو کمپونو له امله اندېښمن دي.

د انسانانو قاچاق

په داسې حال کې چې کالې په کمپونو کې ځینې سیمه ییزې خیریه موسسې مهاجرینو ته د خوراک، لباس او خیمو د برابرولو هڅې کوي، ډېر خلک ددغو کمپونو د بندولو غوښتونکي دي.

د سیمه ییزو پولیسو یو ویاند، جیل دیبوف وویل: "البته چې زه له دوی سره د انسانانو په توګه خواخوږي لرم، خو پولیس هم اوس د تېریو سره مخ دي ... پولیس باید ددې سیمې د اقتصاد ساتنه هم وکړي".

د کالې په بندر کې لارۍ موټرو ته د مهاجرینو د پورته کېدو مخنیوی ښايي ددې سبب شي چې مهاجرین پدغې سیمې کې نورو بندرونو ته مخه کړي.

همدا اوس داسې رپوټونه شته چې قاچاق وړونکي د ډنکرک بندر څخه بریتانیا ته د مهاجرینو د قاچاقولو هڅې کوي.

ځینې نور بیا هڅه کوي چې د بلجیم د بندرونو له لارې بریتانیا ته ورسېږي.

<span >ددې کړکېچ ریښې په هغو غمیزو کې دي چې د منځني ختیځ، افریقا او سهیلي آسیا یوشمېر هېوادونه پکې راګیر دي.

د سپتمبر په ۲۷ د بریتاینا د دوور په بندر کې اعتراض کوونکو، د مهاجرینو پر وړاندې د لارۍ موټرو چلوونکو د ساتنې غوښتنه کوله

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د سپتمبر په ۲۷ د بریتاینا د دوور په بندر کې اعتراض کوونکو، د مهاجرینو پر وړاندې د لارۍ موټرو چلوونکو د ساتنې غوښتنه کوله

جګړې، ظالم حکومتونه او اقتصادي بحرانونه د خلکو د ناهیلیو سبب شوي.

د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا غړي هم ددې ستونزو د حل د لارو چارو په هکله په یو نظر نه دي.

داسې کوم نړیوال نظم هم نشته چې سوله وساتي او د کمزورو خلکو حقونه خوندي کړي.

داسې ښکاري چې د مهاجرینو بهیر به د لویدیځ پر لوري همداسې جاري وي، په داسې حال کې چې اروپايي حکومتونه به زیار باسي چې د مهاجرت او ګډ بشري ژوند په اړه اندېښنو ته ځواب پیدا کړي.